مجازې نړۍ او د ګډ ژوند د تعهد په وړاندې ننګونې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

نن ورځ چې مجازي نړۍ ته راتلل په یوه عادت بدل شوي دي نو ښه نه ده چې په لا زیات پوهېدلي ډول دې نړۍ ته راشه درشه وکړئ او ددې مجازي نړۍ اړیکي مو په خیانت تمامي نه شي .
هر فرصت د یوه تهدید سره مل دی او دا د ژوند قانون او قاعده ده. ټولنیو شبکو په اوسني عصر کښې د یوه بې ساري ارتباطي فرصت په توګه د لاسرسي وړ، ګټي اخیستني اسانتیا، بېلابېلو ساتېري فضاوو (لکه فیسبوک، ټویټر، وایبر، تلګرام او…)، د پخوانیو دوستانو او ملګرو پیداکولو اسانتیا او لیکنیزو- انځوریزو محرمو اطلاعاتو شریکولو ته ورته دلیلونو له مخي زموږ په فردي او ټولنیز ژوند کښې ننګوني رامنځته کړي دي. یوه له دغسي ننګونو څخه يې د ګډ ژوند مخته وړلو په وړاندي تهدید دی چې له دې مجازي نړۍ څخه متوجه دی.
مجازي خیانت څه شي دی؟
په مجازي نړۍ کښې د خیانت خبره هغه وخت را برسېره کیږي چې کله فرد هغه عاطفه، وخت او یا خوند چې باید خپل د ګډ ژوند ملګري ته يې ځانګړی کړي او یا په خاصه توګه یوازي يې د خپل ملګري له لوري ترلاسه کړي، په مجازي فضاء کښې د خپل ملګري څخه پرته د بل کس سره مبادله کوي. سره له دې چې دغه ډول خیانت همېشه په ټولو مواردو کښې د واقعي نړۍ په خیانت نه تمامیږي مګر د روح او روان له لحاظه فرد دومره ربړوي ته به وایې چې په واقعي نړۍ کښې ورسره خیانت سوی دی، یعنی هماغه هوښ او حال، رفتار او د افشاء کېدو په صورت کښې د ملګري پر جسم او روان باندي همداسي مخرب تاثیرات پرېږدي.
دلته د یادولو ټکی دا دی چې د کومو کسانو اړیکه چې تر مجازي خیانته رسیږي، دوی په پیل کښې د نورو سره د اړیکو غځولو په لټه کښې ول او د ملګري سره د خیانت کولو په نیت دې برخي ته نه دي را دننه شوي، مګر کرار کرار په لاشعوري توګه دومره ددې فضاء تر تاثیر لاندي تللي دي- پرته له دې چې متوجه سي؛ د ملګري سره خیانت کړی وي.
په دې مطلب کښې درته هغه لاري چاري وړاندي کوو چې ستاسي سره مجازي نړۍ ته په شعوري تګ راتګ کښې مرسته کوي او په خیانت سره ستاسي د مجازي اړیکو د تبدیلېدو څخه مخنیوی کوي.
د مخنیوي لاري چاري:
د پټو اړیکو څخه ډډه وکړئ.
یو واده سوی/سوې کس څه وخت د مخالف جنس سره په مجازي شبکو کښې خپل پیغامونه پټوي او یا پاکوي؟ کله چې نه غواړي ملګری يې د دې/ده پیغامونه وویني ځکه پوهیږي چې ناراحته کیږي او یا يې ژوند ورسره ګډوډیږي. پر دې اساس کوښښ کوي چې پرده پر واچوي. که ستاسي په مجازي نړۍ کښې هم داسي څوک وي چې ماهیت او د لیکلو ډول او پیغامونه يې او یا ستا خپل پیغامونه تاسي اړباسي چې همېشه د ډیلیټ تڼۍ وکاروئ له خپل ځان څخه وپوښتئ چې په ناڅاپي توګه خو به خیانت پر خوا روان نه یاست؟
 
ستاسي حواس د جنسي اړیکو خواته متوجه وي
که په مجازي نړۍ کښې د مخالف جنس سره ستاسي اړیکه تاسي د جنسي خیالاتو څپو ته وړي؛ خطر جدی ونیسئ. همدارنګه که کوم عکسونه، خبري او نور څیزونه چې سره تبادله کوی يې پر داسي جنسي نقاطو مشتمل وي- که هرڅومره کم- وي وپوهېږئ چې اړیکه مو د خیانت لور ته درومي.
په مجازي نړۍ کښې تېرېدونکی وخت مو کنټرول او مدیریت کړئ. د مجازي اړیکو په خیانت بدلېدو څخه د مخنیوي له پاره یوازي د پیغامونو منځپانګي ته پاملرنه کول کافی نه دي بلخوا لازمه ده چې په ورته پیغامونو او خبرو ضایع کوونکي وخت ته هم پاملرنه وکړئ. په یاد مو وي چې د یوه کس یا یوه شي له پاره د کافي اندازې څخه زیات وخت ورکول ددې څرګندونه کوي تاسي ددې شي یا دې کس سره د ډېر پاته کېدا تمایل لرئ. د بېلګي په ډول: که په ټولیزه توګه د یوه مخالف جنس سره د ورځي ۲۰ ځلي خبري کوئ، که څه هم عادي خبري وي، تر یوې لنډي مودې وروسته دې کس ته زیاته پاملرنه کوئ او تر یوې اندازې هغه درته مهم کیږي. او همدا د خیانت کندي ته د ور ښوییدو پیل دی.

د اړیکو توجیه کولو څخه پرهېز وکړئ.
کله چې د یوه بل کس سره سمه اصولي مجازي اړیکه لرئ ددې اړیکي په اوږدو کښې په بیا بیا په ذهن کښې درګرځي او ځان ته وایاست چې:” هغه یوازي زما یو دوست دی “ یا” هغه فقط یو همکار دی “؟ مګر ستاسي ملګري ته څه وایاست؟ که ستاسي ملګری د یوې سالمي او منطقي اړیکي په تړاو وپوښتي آیا هغه ته به ووایاست”هغه یوازي یو دوست او ملګری دی، بس؟ “
هیڅکله نه. ځکه چې د سالمي دوستۍ یا همکاري له پاره د توجیې او دلیل پیداکولو اړتیا نه لیدل کیږي. مګر کله چې یوه ناسمه مجازي اړیکه لرئ همېشه یا ځان او یا هم خپل ملګري ته ددې جملې تلقین ورکوئ، دلیل يې هم د ګناه هغه احساس دی چې ستاسي د وجود په ژورو کښې تاسي تر دې حده ربړوي او ځوروي چې اړ کېږئ په اړه يې پورته ذکر شوي توجیې ولټوئ. نو که د” هغه یوازي یو… دی/ده “ جمله مو په دماغ کښې زمزمه کوئ خطر جدی وګڼئ.
خپلي شخصي اړتیاوي مو له سمو لارو پوره کړئ.
که احساسوئ چې په مجازي فضاء کښې شخص ستاسي له پاره د میني او محبت تامینوونکی دی چې تاسي ورته په خپل ژوند کښې اړتیا لرئ، د خیانت خطر درته متوجه وګڼئ. په دې وخت کښې له خپل ځانه وپوښتئ چې ولي داسي احساس لرئ، ولي موضوع له خپل ملګري سره نه شریکوئ، او ولي هغه خبري چې دې کس ته يې کوئ خپل ملګري ته يې نه کوئ؟ پر دې ارتباطي تشو د پوهېدا له پاره کولای سئ چې د باور وړ ملګرو او دوستانو، نظر خاوندانو او یا ارواپوهانو سره مشورې وکړئ او ورڅخه مرسته وغواړئ.
په مجازي نړۍ کښې مو د واده په اړه مه ږغېږئ/ګړېږئ.
په مجازي نړۍ کښې د یوه بل کس سره د خپل ګډ ژوند پر کمزورو ټکیو ږغېدل، نوموړي ته د لا ډیرو خبرو ور پرانیستل او د یوه تریخ خیانت په لور تلل دي. که یوه ورځ د غُوسې، قهر، سرټمبګۍ او یا بل هر بد حالت له مخي مو زړه سو چې په مجازي فضاء کښې د بل کس سره د ګډ ژوند ملګري د بدو رفتارونو واقعیتونه بحث کړئ – فکر مو وي چې خیانت ته نزدې کېدونکي یاست، ځکه سته داسي کسان چې همېشه له ورته موقعو څخه ګټه پورته کوي!
د ملګري انتقادات مو واورئ.
د ملګري اعتراضونه او انتقادونه همېشه د زیات غوښتلو له مخي نه وي، شوني دي ستاسي او ستاسي د سلوک په اړه پر واقعیتونو بناء وي. که ستاسي ملګری پر مجازي نړۍ ستاسي د خبرو پر محتوا یا وخت باندي انتقاد کوي وړاندي تر دې چې تاسي يې په وړاندي ودرېږئ، خبري يې په پوره دقت او فکر سره واورئ. په قوي احتمال سره چې دا خیانت ته ستاسي د نزدې کېدو څخه د خبرداري اعتراض دی.
د دوستانو او ملګرو انتقادات مو وزغمئ او ورته ښه راغلی ووایاست!
ډېری وخت ستاسي ملګري او دوستان ستاسي د سلوک او رفتار مهمو ټکو ته متوجه کېږي د کومو تشخیص چې خپله تاسي ته آسان او یا شونی نه دی. پر دې اساس ستاسو د خواخوږو دوستانو او ملګرو انتقاداتو ته ښه واورئ او که دوی تاسي ته ووایي چې مثلن” ولي د فلانکي سره دومره مسیجونه کوې، ته واده سوی/سوې یې او باید حواس دي پر خپل ځان باندي را متمرکز کړې “ حتمن دغه او دې ته ورته انتقادات درته د یوه ځیرک خطر متوجه کېدل په نښه کړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.