ژباړه: حمیدالله حمیدي
په اصل کې موږ انسانان له هغه څه پرته، چې له نورو سره یې شریکوو، څه نه لرو. مینه، څه پیسې او مال نه دی، چې جمع شي. مینه هغه عطر او ښکلا ده، چې له نورو سره باید و ویشل شي. هر هغه څه، چې ډېر یې و وېشي ډیر تر لاسه کوې، خو هغه څه چې کم وېشي هېڅ هم نه لرې. له څاه څخه د اوبو ایستل د دې باعث ګرځي، چې د څاه اوبه نورې هم تازه شي، خو که د څاه سر وتړې او له اوبو یې ګټه وا نه خلې، هغه ده چې د وخت په تېرېدو سره په څاه کې شته چینې غیر فعالېږي او په تدریج سره چینې مري، خو تازه اوبه تل روانې وي.
ګورجیف به ویل: ((ټول هغه څه مې چې جمع کړل، له منځه ولاړل، خو هغه څه مې، چې له نورو سره شریک کړل، له ماسره پاتې شول، اوس هم له ما سره دي، خو څه مې چې جمع کړي وو، د تل لپاره له منځه تللي.))
مینه هغه مینه ده، چې روانه او تل پاتې وي، راځئ خوښۍ له نورو سره و وېشو، ښکلا له نورو سره و ویېشو، ژوند له نورو سره ووېشو لنډه دا چې هر څه هم لرئ له نورو سره یې شریک کړئ، تر څو خوند ترې واخلئ.
د ژوند له ښکلاو هېڅکله هم یوازې ګټه اخیستل خوند نه کوي. خوښۍ، چې څومره هم تقسیم شي په هماغه کچه زیاتېږي. عقل، راز او نیاز، مینه، ښکلا او نیکمرغي ټول په دې ښکلا کې ګډ کړئ. که د وېشلو لپاره یې څوک نه لرئ، نو شته چاپېریال سره یې و وېشئ، مهمه دا ده، چې و یې وېشئ.
که موټی مو له ملغلرو ډک وي، په ځمکه یې وکرئ، په دې اړه فکر مه کوئ، چې د چا تر پښو لاندې به کېږي، مهمه دا ده، چې تاسو ((شریکې)) کړې دي.
ساتل او جمع کول زړه مسموموي. احتکار که هر ډول وي زړه سختوي، خو که یې نورو ته وبښئ زړه به مو صفا شي. کله، چې یو څه خلکو ته بښئ له مقابل کس څخه د ښو او ګټې تمه مه کوئ، که نه د دې لپاره، چې تا له خلکو سره یو څه شریک کړي اوس نو باید له تا څخه مننه وکړي، نه، هېڅ وخت هم په دې تمه مه اوسئ، د خدای شکر وباسئ، چې خدای پاک د دې څښتن کړئ، تر څو خپل شته او مینه له نورو سره شریکوئ او هغوی یې هم قبلوي. بښنه کول ښېګڼه رسېدل او مینه ویشل تر ټولو ارزښتناک الهي او معنوي فضائل دي.