د پالیسۍ او ستراتیژۍ پيژندنه او مهم توپيرونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: غازي عابد
له سوداګریزه اړخه ستراتیژي یو ډول پلان دی چې په مارکیټ کې د موخو د ترلاسه کولو لپاره ډیزاین شوي وي او همداراز یې په ستراتیژۍ کې د سازماني اهدافو او موخو ته د رسیدو لارښوونې ځای پر ځای شوي وي. که په لنډه یې ووایو؛ دا یو تشریحي پلان دی چې کمپنۍ، اداره یا دستګاه ته لارښوونه کوي، څو خپل اهداف ترلاسه کړي.
له بله پلوه پالیسي د قواعدو له هغې مجموعې څخه عبارت ده چې د سازمان له لورې د واضح او منطقي پریکړو او تصمیمونو نیولو په پار جوړیږي.
د ستراتیژۍ پیژندنه
ستراتیژي د مسابقې پلان دی، چې د سازماني موخو ترلاسه کولو لپاره ترتیب شوی وي، د پيریدونکو د خپلولو، بریالي کیدل، رقابتي ګټو او په مارکیټ کې د ښه پوزیشن ترلاسه کولو لپاره جوړیږي. دا د عملونو او سنجول شویو فکرونو هغه جوړښت دی چې د سازماني برخلیک ته د نیږدې کیدو لپاره کارول کیږي. یعنې دا هغه متحد پلان دی چې د سازمان اساسي موخې ترلاسه کوي. لکه:
– اغیزمنتیا
– د پیښو او ستونزو کنټرول
– له فرصتونو ګټه اخیستل
– له منابعو بشپړه ګټه اخیستل
– له خطرونو او ننګونو سره مقابله کول
ستراتیژي هغه کږیدونکې طرحه ده چې د سیالۍ او رقابت لپاره په بریالیتوب سره بدلون موندلی شي.
د ستراتیژۍ ځانګړنې:
– دا باید له پورتني لیول څخه فارمول یا جوړه شوي وي. همداراز کیدای شي ټیټې ستراتیژیانې د منځني لیول په وسیله جوړه شي.
– دا باید اوږدمهاله رښتیني لید په اساس جوړه شي.
– دا باید د شرایطو او حالاتو مطابق قوي او پياوړې جوړه شي.
– مهم هدف به یې په نامعلومو یا ستونزمنو حالاتو برلاسي کیدل وي.
– باید داسې جوړه شي چې له لږو منابعو په استفادې هم ترلاسه شي.
د پالیسۍ پيژندنه
پالیسي د هغو قواعدو او اصولو ځینې عبارت ده چې د سازمان د تصامیمو لارښوونه کوي یا ورته پولې او حدود په ګوته کوي. پالیسانې د پورتني لیول لومړی درجه مدیریت یا رهبرۍ له لورې جوړیږي، څو د سازمان د عملیاتي تصمیمونو د نیولو لپاره لارښود کرښې اوسي،. پالیسانې د اصولو، ارزښتونو او عقایدو په ګوته کولو او روښانولو کې مرسته کوي او له وړاندې یې په ډاګه کوي چې باید د سازمان هر ډول کړنو په جریان کې پام ورته وشي. په ټوله کې که ووایو چې پالیسي د عمل لپاره لارښوونکې ده، غوره به وي.
همداراز پالیسانې په یوه سازمان کې د ځینو مشخصو کسانو د نظریو پر اساس جوړیږي، هر څوک په کې دخیل نه وي. پالیسي د قوي نظریو، تفاهم او ژورو څیړنو په پایله کې جوړیږي، ځکه نو تر ډیره نور چا ته اړتیا نه وي چې په عملي کیدو کې یې مخالفت وکړي یا څه ووايي.
باید یاده شي چې پالیسي د یوې ادارې مدیریت ته په ګوته کوي چې په مشخصو شرایطو کې باید څه وکړي. پالیسي باید په اوږد مهاله توګه د هر ډول اختلافاتو او ستونزو او مشکلاتو ځینې مخنیوی وکړي.
د ستراتیژۍ او پالیسۍ تر منځ غټ او مهم توپيرونه
– ستراتیژي د پلانونو له ډلې یو غوره پلان دی چې د سازمان د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره چمتو کیږي. خو پالیسي د عمومي اصولو او قواعدو هغه ټولګه ده چې ټول تصامیم یې په چوکاټ کې نیول کیږي او د تصمیمونو لپاره د یوې دستګاه حیثیت لري.
– ستراتیژي د عمل پلان دی او پالیسي د عملونو اصول او پرنسیپونه دي.
– ستراتیژي باید د حالاتو مطابق ډیره فعاله وي، یعنې بدلیږي رابدلیږي، خو پالیسي د حالاتو جامې دي، هر ډول حالاتو په مقابل کې ځان کلک ساتي او ژر بدلون نه مومي.
– ستراتیژيانې عمل ته په ورنیږدې کیدو متمرکز وي او پالیسۍ د تصمیم نیولو لارښوونه کوي.
– د پورته لیول مدیریت تل ستراتیژيانې جوړوي، خو تر څنګ یې د ټیټې کچې مدیریت هم وړې ستراتیژيانې جوړولی شي. اما پالیسانې یوازې د لوړترین مدیریت یا لومړۍ درجه مدیریت له لورې جوړیږي، بل څوک یې نه شي جوړولی. یعنې رییس او نور مهم کسان.
– ستراتیژي د سازمان له بهرنیو شرایطو بحث کوي او پالیسي د باطني یا دننه محیط او شرایطو څخه بحث کوي.
په ټوله کې پالیسیانې د ستراتیژیو د ملاتړ لپاره جوړیږي، څو د سازماني اهدافو په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي.