ټيسټ کرکټ په ۱۸۷۷ز کال کي پيل شوی او د لوبو يو پخوانی ډول دی.
ټيسټ د پيل سره سم ډيره د احترام وړ، ساتيری، او په زړه پورې لوبه ده،هغه که توپ اچوونه وي، توپوهنه يا هم ډګرساتنه.
دغه لوبه دهر ډول ورزش لپاره ننګونه ده. اوس هم د ټيسټ کرکټ په اړه ډيرې پوښتنې شته چې لا يې هم سور توپ لوبه ترټوله غوره ډول دی.
کيوين پيټرسن څه وخت وړاندې ټيسټ کرکټ دهر ډول ورزش په وړاندې يو چلنج وباله او زياته يې کړه چې اکثريت لوبې به يې تر تأثر لاندې راشي.
خو د ټيسټ کرکټ په تاريخ کې په لومړيو وختونو کې ډير اصول نه وه، د وخت په تيريدو سره کرکټ لپاره ډير اصول جوړ شول چې لاهم دا اصول نوي کيږي او نورهم ورته جوړيږي.
۲۱مه پيړۍ کې کرکټ ډير پرمختګ وکړ او زياترو هيوادونو کې د کرکټ لوبډلې جوړې شولې چې يو ښه مثال يې افغانستان دی.
خو زموږ ملي لوبډله چې لاهم ډيره ځوانه ده بيا يې هم په خپلې وړتيا سره د ټيسټ جواز واخيست او خپله لومړنۍ ټيست لوبه يې د هندوستان په وړاندي ترسره کړه.
دلته د ۲۱مې پيړۍ هغه لوبغاړي درپيژنو چې په واقعيت سره د کرکټ ماسټران پاتې شوي او په ټيسټ کي د ريکارډونو سره سره يې نه هيريدونکي لوبې هم ترسره کړيدي.
۱ـ ماتيو هيډن
د اسټراليا غوره اوپنر توپوهونکی ماتيو هيډن د اکثرو توپ اچوونکو لپاره
په دې خاطرې جوړي کړي، خو دده دا بريالۍ توپوهنه دده د بل اوپنر ملګري جسټين لانګر په مرستې سره وه.
هيډن د سپينرانو سرسخت ضد وو، نو ځکه يې د ۲۰۰۱ز کال سريز کې د هندوستان په وړاندې د ۲۰۱ منډو د ترسره کولو په دوران کې پر سپينر توپ اچوونکو هيڅ زړه ونه سوځاوه.
ده همدارنګه په ټيسټ کې د ۳۸۰ منډو نړيوال ريکارډ جوړ کړ، چې وروسته بيا د براين لارا له لوري مات کړای شو، خو د اسټراليا لپاره لا اوس هم د يوه لوبغاړي په واسطه په يوې پاړۍ کې د ترټولو ډيرو منډو ريکارډ دی.
په اوپنينګ کې د سونيل ګواسکر تر ۳۳ سليزو وروسته په ټيسټ کې دويم د ماتيوهيډن د ۳۰ سليزو ريکارډ دی.
ماتيوهيډن په ۱۰۳ ټيسټ لوبو کې په ۵۰،۷۴ اوسط سره ۸۶۲۵ منډي کړي دي.
۲ـ ويريندر سيواګ
وريندر سیواګ د هندوستان لپاره د اوپنر توپوهونکي لوبغاړي په حيث لوبيدی، په لوړ سټرايک ريټ او په خورا ګرمو جذباتو به يې لوبه ترسره کوله.
سيواګ په ټیسټ کې ۲ ځلې تر ۳۰۰ ډيرې منډې ترسره کړي، يوه يې د سويلي افريقا په وړاندې په ۲۷۸ توپونو، دويمه يې د پاکستان په وړاندې، خو د سريلانکا په وړاندې په ۲۰۰۹ز کال کې يې ۲۹۳ منډي وکړلې چې تر ۳۰۰ منډو يوازې ۷ منډي پاتي وې.
د سيواګ په ۲۳ سليزو کې د ۱۳ سليزو منډې تر ۱۵۰ ډيرې وې.
ده په ټيسټ کې په ۴۹،۳۴ اوسط سره ۸۵۸۶ منډي ترسره کړيدي.
۳ـ ريکي پونټينګ ( لوبډلمشر)
ريکي پونټينګ د اسټراليا يو بريالی اوپياوړی لوبډلمشر وو.
دی د ۲۰۰۰ز کال څخه تر ۲۰۰۹ز کال پورې د ترټولو ډيرو منډو د ترسره کوونکې توپوهونکي ريکارډ د ځان سره لري.
د کلايب لوييډ په څېر ريکي پونټينګ يوازینی لوبډلمشر دی چې خپله لوبډله يې دوه ځلې د يو ورځني نړيوال جام ګټونکې کړېده.
د پونټينګ په لوبډلمشرۍ کې د ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام يوه لوبه هم اسټراليا ونه بايلله.
پونټينګ وکولای شول چي په ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام کي هم خپله لوبډله سرته بوځې پداسې حال کې چې هرچا دا فکر کاوه چې ويسټ انډيز به دغه جام وګټي.
د يو ورځني نړيوال جامونو سره سره پونټينګ په ټيسټ کې هم يوبريالی لوبډلمشر وو.
دده په ۷۷ لوبو کې ۴۸ ګټلي وې، چې تر اوسه کوم بل لوبډلمشر په دې ندی توانيدلی.
پونټينګ په ۱۶۸ ټيسټ لوبو کې په ۵۱،۸۵ اوسط سره ۱۳۳۷۸ منډي کړيدي.
۴ـ براين لارا
براين لارا د ويسټ انډيز لپاره د وياړ او سرلوړۍ نوم!
لارا يو ډير پياوړی توپوهونکی وو او په نړيواله سطحه يې ډير زيات مينوال درلودل.
دی يوازنی توپوهونکی دی چې په ټيسټ کي يې ۱۰۰، ۲۰۰، ۳۰۰، او ۴۰۰ منډې کړي دي.
ده په ۲۰۰۴ز کال کې د انګليستان په وړاندې ۴۰۰ ناسوځيدلي منډې ترسره کړلې چې لاهم د ټيسټ کرکټ په تاريخ کي دا ريکارډ پاتې دی.
براين لارا په ټيسټ کې د ترټولو ډيرو منډو ريکارډ درلودی چې په ۲۰۰۸ز کال کې د سچن ټنډولکر له لوري مات شو.
لارا د ټيسټ پر دريم مقام د ترټولو ډيرو منډو کوونکی لوبغاړی دی.
براين لارا په ټيسټ کې د ۵۳،۸۹ اوسط په درلودلو سره ۱۱۹۵۳ منډي کړيدي.
۵ـ سچن ټنډولکر
د هندوستان ځيني خلک چې کله د سچن ټنډولکر نوم اوري، جذباتي کيږي او ترسترګو يې اوښکي تويېږي.
ټنډولکر د کرکټ دتاريخ یوه نمونه ده، د ټيسټ کرکټ سره سره په نورو اړخونو کې هم ريکارډونه لري.
دی په ۲۰۰ ټيسټ لوبو کې د ترټولو ډيرو سليزو او منډو ريکارډ لري.
سچن په ځوانۍ کې د وسيم اکرم، عمران خان او وقاريونس په څير توپ اچوونکو په وړاندې لوبه ترسره کوله، خو په ۱۶ کلنۍ کي يې د الان ډونالډ او ګلين مکګرات سره مخ وو.
سچن ټنډولکر په ټيسټ کې د ۵۳،۷۹ اوسط درلودلو سره ۱۵۹۲۱ منډي کړيدي.
۶ـ جق کاليس
جق کالیس د سويلي افريقا ملي لوبډلي لوبغاړی وو،خو نړۍ کې يې ډير زيات مینوال درلودل.
که ووايو چې د کرکټ په تاريخ کې تر کاليس پياوړی الرونډر نه دی تير شوی شايد مبالغه به نه وي.
جق کاليس په توپوهنې،توپ اچوونې او ډګرساتني کې سيال نه درلودی.
ده په ۱۶۶ ټيسټ لوبو کې ۱۳۲۸۹ منډي کړي، ۲۹۲ ویکټې يې اخيستي او ۲۰۰ کيچونه يې نيولي دي.
کاليس په ټيسټ کې يوازینی لوبغاړی دی چې ۱۰۰۰۰ منډې يې کړي او ۲۵۰ ویکټې يې اخيستي دي.
جق کاليس په ټيسټ لوبو کې ۴۵ سليزي وهلي چې د سچن ټنډولکر تر ۵۱ سليزو وروسته دويم مقام لري.
۷ـ ادم ګيلکريسټ ( وکيټ ساتونکی)
ادم ګيلکريسټ د اسټرالیا لپاره د برياليو ویکيټ ساتونکو څخه دی.
ده په خپله لوبډلې کي په ۷ مقام لوبه کول خو هرکله به يې په لوبه کې تغير راويستی.
ادم په خپل ټيسټ مسلک کې خورا پياوړي توپ اچوونکي تر بريد لاندي نيول او هرکله به په خپل پلان کې بريالی وو.
ده په ویکټ ساتنه کې ۴۱۷ اوټونه کړيدي او د ۷ مقام لوبغاړي په حيث ترټولو ډيري منډې کوونکی دی.
ادم ګيلکريسټ په ۹۶ ټيسټ لوبو کې په ۴۷،۶۱ اوسط درلودلو سره ۵۵۷۰ منډي کړيدي.
۸ـ شېن وارن
شين وارن د کرکټ دتاريخ يوه ځلانده څيره، يو داسي توپ اچوونکی چې تکرار يې نسته.
او هغه توپ اچوونکی چې په ټيسټ کې د ۷۰۸ وکيټو په اخيستو سره د دويم مقام ريکارډ لري.
شين وارن يو بريالی توپ اچوونکی وو، که څه هم ده د هر هيواد کرکټران د ستونزو سره مخ کړې وه او دهغوی سره پر لوبه به يې خوند اخيستی، خو تر ټولو ډيري ویکټي يې د انګليستان او سويلي افريقا په وړاندي اخيستي دي.
ده د سويلي افريقا او انګلينډ ۳۲۵ ویکټې اخيستي دي.
وارن د توپ اچوونې سره غوره توپوهنه هم کولای شول.
شين وارن چې کله په نړيوال کرکټ کې خپل لومړنی توپ ترسره کړ ټول مينوال او د کرکټ مبصرين يې حيران کړل، نو ځکه يې د پيړۍ د ترټولو د غوره توپ اچوونکي لقب ورکړ.
ده په ۱۴۵ ټيسټ لوبو کې به ۲۵،۴۲ اوسط درلودلو سره ۷۰۸ لوبغاړي سوځولي دي.
۹ـ ګلين مکګرات
که چيري تاسو دا فکر کوئ چې لوبه په سوينګ او تيز والي ګټل کيږي، نو تاسو پرخپلي پريکړې له سره غوره وکړئ.
ګلين مکګرات دا هرچاته ثابته کړې چې لوبه په دقت سره ګټل کيږي.
مکګراټ يوازې د لين او لينت په ساتلو سره لوبغاړی سوځولي دي.
ده د خپل مسلک تر پايه ۵۳۶ ویکټي ترلاسه کړلې چې تر اوسه کوم بل تيز توپ اچوونکي ندي ترلاسه کړي.
ګلين مکګرات ته يې په لوبډله کې ملګرو کوتره ویل ځکه دده پښې ډيري اوږدې وې.
دده په وړاندي هيڅ يو پياوړی توپوهونکی د ډير وخت لپاره نه شو دريدلی.
مکګرات د اسټراليا لپاره يوازینی تيز توپ اچوونکی دی چې تر ۱۰۰ ډيري ټيسټ لوبي يې ترسره کړيدي.
۱۰ـ ډيل سټاين
د ۲۱مې پيړۍ په غوره کرکټرانو کې ډیل سټین دی چې اوس تازه یې ویلي چې لنډ وخت کې به له کرکټ سره خدای په اماني وکړي.
سټاين هم د هغو په ګوتو شمير تيزو توپ اچوونکو څخه دی چې توپ وهونکي يې په وړاندي په اسانۍ سره لوبه نسي ترسره کولای.
ډيل سټاین په ۲۰۱۰ز کال کې د ۵۱ منډو په مقابل کې د هندوستان ۷ لوبغاړي وسوځول چې دا کارنامه لاتر اوسه هم ده ندۍ لوبډلي د مينوالو په فکرونو کې پاتې ده.
سټاين د خپل مسلک په دوران کې د کرکټ نړيوالي شوری له لوري د لومړي مقام توپ اچوونکې نوم هم ګټلی دی.
ده په ټيسټ کي ۴۲۱ وکټي اخيستي چې د شان پالک سره مساوي دی.
۱۱ـ موطيا موراليتارن
که د ۲۱مې پيړۍ دغوره ټیسټ توپ اچوونکو نوم اخلو نو تر ټولو ډير حق د سريلانکايي موطيا موراليتارن دی.
موطيا په ټيسټ کې ۸۰۰ ویکټې اخيستي دي او داسي ډيری وختونه راغلي چې ده د سريلانکا لپاره په يوازې سر لوبې ګټلي دي.
دی يو پياوړي او خورا لايق توپ اچوونکی وو خو د ځينو تورونو له کبله ډير وخت دکرکټ څخه ليري پاتې شو.
موراليتارن دټيسټ دغوره توپ اچوونکې په لومړي مقام کې د ۱۷۱۱ ورځو پاتي کيدو ريکارډ لري.
موطيا موراليتارن په ۲۰۱۰ز کال کې د نړيوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.
ده په خپله وروستۍ لوبه کې ۸ لوبغاړي وسوځول او په نړيوال ټيسټ کرکټ کې يې خپل ۸۰۰ ویکټې پوره کړلې.