پیسې؛ موخې ته د رسېدو لپاره تر ټولو ښه وسیله

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: حمیدالله حمیدي
دا سمه ده، چې پیسې نېکمرغي نه شي راوستی، خو نه شتون یې سل بدبختۍ زيږولی شي. که مو له یوې خوا جېب خالي وي او له بلې خوا در پسې د اوبو او برېښنا پیسې او د کور کرایه را وځي، هغه ده چې ملا مو کړوپوي او ژوند مو ورځ تر بلې ترخېږي. بلې! پیسې د ژوند یوه مهمه او اړینه برخه ده.
له بېځایه شعارونو لرې اوسئ. ډېر خلک په دې اند دي، چې پیسې د فساد رېښه ده، شتمن خلک حریص وي، پیسې نېکمرغي نه شي راوستی او… دا ټولې هغه کلیشه یي او تکراري جملې دي، چې د هرې یوې د نقد لپاره سلګونه دلیلونه شته.
په نړۍ کې ډېر داسې شتمن کسان شته، چې خپلې شتمنۍ یې د استعدادونو په غوړولو، د بېمارانو په درملنې، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، بیارغونې او ګڼو نورو داسې کارونو لګولې دي، چې عامو خلکو ته یې ګټه رسېدلې ده. نو پیسې په خپل ذات کې بد شی نه دي، بلکې له هغو څخه د ګټې اخیستنې ډول توپیر کوي.
موږ ټول په یوه شپه او ورځ کې څلورویشت ساعته وخت لرو، خو ولې ځینې کسان ورځ تر بلې شتمن کېږي او ځینې نور بیا داسې وي، چې د یوې ګولې ډوډۍ پیسې هم ور سره نه پیدا کېږي؟
که مو له دندې سم عواید نه لرئ، درته په زړه پورې نه وي او د ژوند له سبک سره مو اړخ نه لګوي، ښه ده چې دنده مو پرېږدی. دا سمه ده چې نن سبا د عادي دندې پیدا کول هم څه اسانه کار نه دی، خو یوه څه ته مو باید پام وي، چې کله مو دنده په زړه پورې نه وي، هغه ده چې ښه لاسته راوړنه هم نه شی ترې لرلی. خو که په یوه داسې کار بوخت شی، چې ستاسو د خوښې وړ وي، د پام وړ عواید به لاس ته راوړئ.
مالي مسایل ستاسو په ارزښت پورې هېڅ اړه نه لري. اجازه مه ورکوئ، چې په بانکي اکونټ کې مو د شته پیسو د صفرونو شمېر د شخصیت او احترام دلیل وي. هڅه وکړئ په ژوند کې له دې هم د ارزښت وړ ټکي پیدا کړی. که مو جېب خالي دی، کېدای شي دلیل يې اوسني شرایط او یا هم ستاسو کم کاري وي. خو که د کار په لټه کې شی او هڅه وکړی خپل ژوند بدلولی شی. یوازې ستاسو د ژوند لیدلوری کولی شي ستاسو ژوند بدل کړي او بس.
کله، چې تاسو د یوې اونۍ لپاره کاري پروګرام جوړوی، هڅه وکړئ هغه څه ته لومړیتوب ورکړی، چې کولی شي ستاسو د عوایدو کچه لوړه کړي. کومې کړنې په ورځني ډول ستاسو عواید زیاتولی شي؟ که کوم ښه کار په لاس درغلی وي، مه پرېږدئ چې کوم څه مو د دې کار خنډ شي.
وخت د طلا په څېر او له پیسو یې هم ارزښت زیات دی. کېدای شي له لاسه وتلې پیسې بېرته لاسته راوړئ، خو په هېڅ قېمت له لاسه وتلی وخت نه شي اخیستلی. نو د وخت ارزښت ته په کمه سترګه مه ګورئ.
له خوبه سهار وختي پورته شئ او د ورځنیو کارونو لپاره مو دقیق مهالوېش جوړ کړئ. که مو کاري مهالوېش دقیق جوړ کړ، کېدای شي له نورو څو ګامه مخکې اوسئ او په یوه شپه او ورځ کې تر نورو ډېر کارونه تر سره کړی. د نن کار سبا ته مه پرېږدئ. مه وایی چې سبا یې پیلوم، تر اوسه وخت شته او… په تېره بیا په نننیو بازارونو کې، که مو لږ هم ځان وخوځاوه، ګټونکي تاسو یاست.
یوه څه ته مو باید پام وي، چې ستاسو کړنې ډېری وخت هغه چاته ورته کېږي، چې ناسته ولاړه ور سره لری. که خپل ډېر وخت له کاروباري خلکو سره تېر کړی د هغوی فکر په سم ډول درک کولی شی. تاسو په دې پوهېږی، چې دوی څه ډول توانېدلي، چې تر دې کچې شتمن شي. له دې ډول رازونو څخه ځان خبرول د دې لامل کېږي، چې ستاسو په عوایدو کې هم زیاتوالی را شي.
له بېځایه پلمو او له دې ګیلو، چې ګواکي عواید مو لږ دي، ځان وژغورئ. د دې ډول کړنو پر ځای عملاً لاس پر کار شئ. خپله انرژي پر منفي بافۍ مه ضایع کوئ. هڅه وکړئ خپل تمرکز او قوت موخې ته پر رسېدو ولګوئ. پیاوړې اراده ولرئ او په پوره قوت سره مخ ته ولاړ شئ.
سمه ده، چې نن سبا په ټوله کې اقتصادي وضعیت سم نه دی او زرګونه ستونزې موجودې دي؛ خو هڅه وکړئ د دې ډول شیانو پر وړاندې مو لیدلوری بدل کړئ او هر څه ته له مثبت اړخه وګورئ. داسې فکر مه کوئ، چې د دې هر څه قرباني تاسو یی. که هڅه وکړی کولی شئ خپل ځان رهبري کړئ او اوسني وضعیت ته بدلون ورکړی. خپلې پخوانۍ تېروتنې له یاده وباسئ او چا ته د پړې ګوته مه نیسئ. نړۍ ته د مهربانۍ په سترګه وګورئ.