ژباړه: حمیدالله حمیدي
بلغاریا د بالکان په ټاپو وزمه کې پروت هېوا دی چې د اروپا په ختځه برخه کې راځي او شاوخوا یې تورې بحیرې چاپېره کړې ده. دا چې دغه هېواد ډېره پخوانۍ مخینه لري، له همدې کبله په کې تاریخي سیمې او ځایونه هم ډېر دي چې په کلني ډول ترې ګڼ شمېر سیلانیان لیدنه کوي. له موږ سره اوسئ په دې لیکنه کې مو یې درته ځینې جذاب او په زړه پورې ځایونه معرفي کړي دي:
۱- وارنا (Varna) د بلغاریا یو په زړه پورې ځای
وارنا د بلغاریا یو تاریخي ښار دی، چې هر کال یې زرګونه سیلانیان لیدو ته ورځي. دغه شمېره بیا په اوړي کې بیخي زیات وي. که د تاریخي ځایونو له لیدو سره مینه لرئ، نو بلغاریا ته په تګ سره مو دا تاریخي ځای له یاده ونه وځي. د وارنا سواحل بل هغه ځای دی چې ګڼ سیلانیان ورځي، ځکه په دې سیمه کې هر ډول سمندري خواړه په پیدا کېدای شي.
۲- وِلیکو تارنُوو (Veliko Tarnovo)
ولیکو تارنوو د بلغاریا هېواد په شمالي غرونو کې پرته سیمه ده چې د تزاریانو د افسانو د ښار په نامه هم شهرت لري. اېس ته ورته رودخانه یا نترا دغه ښار په دوو برخو وېشلی. ددغه ښار کوچنۍ کوڅې په تېږو پوښل شوې دي او کورنه یې نیم له لرګیو جوړ شوي دي چې د منځنیو پېړو او په بلغاریا کې د دویمې امپراطورۍ ښکارندویي کوي.
۳- صوفیه (Sofia)
صوفیه د بلغاریا پلازمېنه او د څلوېښتو تاریخي ځایونو درلودنکی ښار دی. تاسو کولی شی په دې ښار کې د مختلفو دورو له تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړئ. د بېلګې په توګه د پخواني شوروي اتحاد یادښتونو او د سردیکا د کلا له پاتې شونو څخه.
۴- بِلوگِرادچیک (Belogradchik)
د بلو ګراد چیک ښار د بالکان غرونو په شمالي برخه کې پروت دی او د خپلو عجایو له کبله چې لري یې نړیوال شهرت یې خپل کړی دی. دغه لویې لویې ډبرې او بېرکې د لوګراد چیک په نامه یادېږي چې بېلا بېل شکلونه او ډولونه لري. داسې ویل کېږي چې ددغه توږل شویو ډبرو تاریخي مخینه ان د رومیانو زمانې ته ورګرځي.
۵- پِرپِریکون (Perperikon)
د پرپریکون تاریخي سیمه چې ځانګړې توږل شوې لویې ډبرې په کې د کنوني کاردزهالي ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې پرته ده او په بالکان جزیره کې بل داسې ښایسته ځای نه تر سترګو کېږي. په دې ځای کې به داسې تاریخي ځایونو او توږل شوې ډبرې وویني چې مخینه یې ان د سکندر کبیر زمانې ته ور ګرځي. که له تاریخي ځایونو سره مو جوړه وي او بلغاریا ته ولاړئ، نو ارو مرو یې وګورئ.
۶- نِسِبار (Nessebar)
د نسبار ښار بل هغه تاریخي ځای دی چې د بلغاریا د بورګاس په ولایت کې موقعیت لري. دغه تاریخي ښار په ۱۹۸۳ کال کې د خپل تاریخي قدامت له مخکې له یونسکو سره د نړیوال میراث په نوملړ کې شامل او ثبت شو.