سیمه ییزه اردو؛ نوی ځواک به امنیت که نا امني راولي ؟افغان حکومت د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د سیمه ییزې اردو په نامه د یوه څه باندې پینځه دېرش زره کسیز ځواک په رامنځته کولو کار پيل کړی.
د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې د دغه ځواک اوه نیم زره تنه به د ملي پوځ له تنفیض شویو افسرانو څخه جوړه وي. دغه راز ویل شوي، چې دغه ځواک به د سیمه ییزو پولیسو جوړښت ته ورته جوړښت ولري او ګومارل کیدونکي سرتېري به یې د اړوندو سیمو خلک وي.
حکومت دا هم ویلي، چې د دغه ځواک رسمي تړاو او کنټرول به په مستقیم او منظم ډول له دفاع وزارت سره وي.
دفاع وزارت د سیمه ییزې اردو په لیکه کې د ګومارنې شرایط له ملي پوځ سره د یو ځای کیدو شرایطو ته ورته ګڼلي او زیاته کړې یې ده، چې د ملي پوځ د نورو سرتېرو پینځه اویا سلنه معاش او د اردو د شهیدانو، اسیرانو اونورو زیانمنو هومره امتیازات به لري.
چارواکي له دې کاره د ښو پایلو او په امنیت ټینګولو کې د ښه رول هیله لري، خو دا اندیښنه هم شته، چې دا ډول سیمه ییز ځواکونه به برعکس پایله ورکړي.
له سیمه ییزو پولیسو د لاس په سرکیدو هڅه
افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له سقوط څخه وروسته تر یوې لسیزې ځنډ وروسته د خپل پاشلي نظام د بیا جوړولو په لړ كې پر بېلا ـ بېلو دفاعي او امنیتي ځواکونو پانګونه وکړه.
په دې برخه کې ترټولو لویه پاملرنه ملي پوځ ته وه، چې تر نورو ځواکونو یې هم تشکیل پراخ و او هم یې په روزنه، موثرتوب او عامه کچه تصویر ښه و.
د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې یو شمېر ناامنو سیمو ته د سیمه ییزو پولیسو په نوم د وسله والو د ځپلو لپاره ځانګړی تشکیل، چې شمېر یې نیږدې دېرش زرو تنو ته رسیده منظور او رامنځته شو.
له دې وړاندې ملي پولیسو په دغو نا امنه سیمو کې ډېرمسولیت درلود، خو دغه ځواک په هغه کچه چې په کار وه، خپل اغېز او سمې پایلې نه وې جوتې کړي.
سیمه ییز پولیس په داسې حال کې رامنځته شول، چې په یو شمېر سیمو کې د وسله والو طالبانوفعالیتونه زیات شوي او د اندیښنې وړ ګرځیدلي وو. دغو پولیسو سره له دې، چې په ټوله کې له امنیت ساتلو سره مرسته وکړه، خو د ځينو ستونزو سبب هم شول.
پر دغه ځواک نیوکه کیده، چې د خپلسریو، قانون ماتونو او ولسي ځورونو سبب ګرځي. دا هم وېل کیدل چې د سیمه ییزو پولیسو د رامنځته کولو لپاره حکومت منظم سیستم نه لري او تر ډېره یې د نا امنه سیمو مخورو او سیاستوالو ته د دغه ځواک جوړول سپارلي، چې په همدې دلیل یاد شوي پولیس د قانون او حکومت پرځای خپلو سیمه ییزو مشرانو ته ډېر ژمن ول.
داسې هم وېل کیدل، چې د سیمه ییزو پولیسو تشکیل خیالي بڼه هم لرله او که یې واقعي بڼه هم لرله د امکاناتو او اکمالاتو په برخه کې ورسره درغلي کیده. د دې اوازه هم وه، چې له دې پولیسو څخه د امنیت ټینګولو پرځای د شخصي موخو لپاره کار اخیستل کیږي، ځکه یې د فعالیت پایله چندان ډېره ښه نه ده.
د سیمه ییزو پولیسو په اړه له دا ډول ضدو نقیضو قضاوتونو وروسته افغان حکومت د دوی د کنټرول ځينې نېمګړې هڅې وکړې، خو پایلې یې چندانې ښې نه وې. د ناښو پایلو یو لوی دلیل ممکن دا و، چې دغه پولیس په لوی چتر کې د کورنیو چارو وزارت اړوند ول، هغه وزارت، چې ولسمشر غني پخپله یوه وینا کې «د فساد زړه » ګڼلی.
د ډاډ او اندیښنو مقابله
د سیمه ییزې اردو د جوړیدو په تړاو بحثونو کې ویل شوي، چې دغه اردو به په تدریجي ډول سیمه ییز پولیس پخپله غېږه کې را ونغاړي، البته هغه برخه کسان یې چې د دغه نوي جوړیدونکي ځواک پر اصولو برابروي.
له دې سره بیا هماغه ډاډ او اندیښنې په غبرګه توګه رامخته کیږي، چې دغه اردو به د ختمیدونکو سیمه ییزو پولیسو د ځای ناستي په توګه امنیت راولي که به د لا نورې نا امنۍ سبب شي؟
په دې برخه کې د ډاډ تله ځکه درنه بریښي، چې سیمه ییزه اردو د ملي دفاع وزارت د نورو سرتېرو په شان له دغه وزارت سره د مستقیم تړاو لرونکي یادیږي. که واقعاً همداسې وشي او په دې اړه ټولې ژمنې ریښتیا شي، د نا امنۍ زیاتولو پرځای په امنیت زیاتولو کې له سیمه ییزې اردو څخه د رول تمه ورسره زیاتیږي.