ترکي ټبرې جرمني فوټبالر او میسوت ازیل د جرمني د فوټبال په ملې ټیم کې لوبیدل پرېښودل.
دا فوټبالر چې په دې وروستیو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د عکس اخیستلو له کبله په جرمني کې له سختو انتقادونو سره مخ و وايي، د جرمني فوټبال فیدراسیون ورسره نژادي تعصب کوي او په جرمني کې یو شمیر سیاستوال دده ريښو ته سپکاوی کوي.
ازیل چې د ارسنیل کلب له خوا لوبیده، وايي نور نه غواړي چې د جرمني د فوټبال د ملي ټیم غړی و اوسي.
هغه وايي په نړیوال جام کې د جرمني د فوټبال ټیم د کمزورو لوبو پړه هم دفیډراسیون له خوا پر ده اچول کیږي. هغه وايي یو شمیر جرمني سیاستوال او رسنۍ زما پر فوټبال او یا د ټول ټیم پر فوټبال لوبې خبرې نه کوي، بلکې دوی پر ما په روسیه کې د جرمني ټیم د ماتو ملامتي یوازې له دې کبله اچوي چې زه ترک نژاده یم.
میسوت ازیل څه موده مخکې د لندن په یو هوټل کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره عکسونه اخیستي وو او هغه ته یې د فوټبال یو کمیس ډالۍ کړی و.
ازیل رجب طیب اردوغان ته په ډالۍ کړي او لاسلیک کړي کمیس لیکلي وو” جلالتماب ولسمشر ته په ډیر درناوي.“
ازیل ویلي چې په دې لیدنه کې یې پر سیاست نه بلکې پر فوټبال خبرې کړي دي.
خو جرمني کې ځینو سیاستوالو ددې ترکي ټبرې جرمني فوټبالر دا اقدام غندلی و او د جرمني د ډیموکراسۍ اصولو او هیوادنۍ مینې ته یې د نوموړې پر ژمنتیا شکونه څرګند کړي وو.
د یادونې وړ ده چې جرمني د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې د سیاسي مخالفانو د زپلو له کبله سخت انتقادونه کړي او د دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ وخت ناوخت تودې ناندرې اوریدل شوې دي.
ازیل وايي ده او کورنۍ ته یې د ایمیلونو له لارې او ټولنیزو رسنیو کې سپکاوی کیږي، او ګواښونه ورته کیږي.
په جرمني کې درې میلونه ترکان اوسې چې د جرمني د تابیعت سربیره، له ترکیې سره نژدې سیاسي او کلتوري اړیکې پالي.
ازیل له دې څرګندونو لا ۲۴ ساعتونه نه وو تیر شوي چې چې د جرمني د صدراغظمې د ویاند په ګډون جرمني سیاستوال عکس العمل وښوده. د جرمني د صدراعظمې ویاند وویل” جرمنۍ مشره ازیل یو ستر فوټبالر ګڼي او ډاډ یې ورکړ چې جرمني ټولنه یو پراخ بنسټه ټولنه ده او د هرې رېښي لرونکې وګړو ته پرانیستې ده.
اروپا کې د دوه تابیعته لوبغاړ پر سره ناندرې
په اروپا کې د فوټبال د نړیوال جام له لوبو وروسته د دوه تابیعته لوبغاړو په اړه بحثونه تاوده دي. هم په هغو ټیمونو کې چې لوبې یې ګټلي او هم په هغو کې چې بایللې یې دي.
فرانسه چې سږ کال یې د فوټبال د نړیوال جام اتلولي وګټله، په ټیم کې یې د افریقايي الاصله لوبغاړو د ګډون له کبله په اړه تاوده بحثونه راپورته شول، او ډیرو دا د افریقا بریا وبلله. ځینو له دې فرصت څخه په فرانسه کې له اقلیتونو سره په ناسم وضیعت د انتقادونو لپاره استفاده وکړه.
دا بحثونه د یوې امریکايي تلویزنې خپرونې چلونکي تریور نوح او په امریکا کې د فرانسې دسفیر تر منځ له انلاین بحثونو وروسته نور هم تاوده شول. تریور چې کومیډین دی او اصلا د جنوبي افریقا اوسیدونکی دی، د فرانسې د بریا وروسته ولیکل” افریقا د فوټبال نړیوال کپ وګاټه“ د تریور اشاره د فرانسې په ټیم کې افریقايي ټبرو فرانسوي لوبغاړو ته وه.
د تریور په دې څرګندونو واشینګټن کې د فرانسې سفیر عکس العمل وښوده او دې رسنۍ ته یې یو لیک واستوه. همدارنګه یې په ټویټر کې هم د خپرونې ددې چلونکې سره ناندرې پورته شوې. دا بحث ډیر زر اروپا او نورو هیوادونه هم پراخ شو، تر دې چې د فرانسې د فوټبال د ملي ټیم تورپوستو لوبغاړو مداخله وکړه او ویې ویل دوی فرانسویان دي او له دې پرته بل نوم ورکول خپل هویت ته توهین بولي.