شعیب ملک د ویسټ انډیز په کورني لیګ کې لوبډلمشر ټاکل شوی 

رنګین تجريدي ډیزاین

 د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه سیالیو پخوانی لوبډلمشر الراونډر شعیب ملک د ویسټ انډیز د کورني کرکټ په «CPL» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د ګیانه امازون ویریرز لوبډلې د نوې لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د کارابین پریمېیر لیګ سیالیو د رسمي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی شعیب ملک به د ویسټ انډیز د کورني کرکټ په شپږم پړاو سیالیو کې د امازون لوبډلې سره د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کړي.

د امازون لوبډلې د روزونکي افریقايي جان بوتا ویلي الراونډر شعیب ملک د پاکستان د کرکټ ملي او کورني کرکټ کې د کپتانۍ ترڅنګ د بنګله دیش د کورني کرکټ په «بي پي ایل»۲۰ اوریزه سیالیو کې هم تیر کال د کمیلا ویکټورینز لوبډلې سره د لوبډلمشري دنده ترسره کړه او د پوره پوره تجربې څخه برخمن او یو ښه لیډر دی، چې په سختو حالاتو کې د لوبډلې لپاره ګټور ثابت شوی دی.

 د «CPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د راتلونکې اګسټ میاشتې د اتمې نیټې څخه په ویسټ انډیز کې پیلیږي او د سيپټمبر میاشتې تر ۱۶ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د دغه سیالیو په ۶ م پړاو کې د (ګیانا امازون، سنټ لوشیا سټارز، نایټ رایډرز، بار باډوس، پیټریټز او جمیکا) ۶ لوبډلې شاملې دي او پکې به نایټ رایډرز د خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

په دې سیالیو کې تیر کال د افغانستان څخه دوه لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او راشد خان ګډون کړی و، خو سږ کال د بوختیاوو له کبله یې په دغه لیګ کې ګډون نه کوي.

بل خوا د افغان ۱۹ کلنې د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی قیس احمد د راتلونکي شپږم سیزن کې د سنټ لوشیا سټارز لوبډلې لخوا د سیالیو لپاره اخیستل شوی دی، چې پکې د ګډون په موخه ویسټ انډیز ته تللی دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.