ژباړه: حمیدالله حمیدي
د ماشومانو د خفګان یو ستر لامل تنبه کول دی، چې ډير وخت میندې او پلرونه دغه کړنه تر سره کوي، په یاد ولرئ، چې ماشومان ډیر حساسه او زیانمنه کېدونکې روحیه لري. دا خبره سمه نه ده، چې ډېری خلک یې کوي، ماشومان هېڅ کله هم بې له تنبه څخه خپلې لارې ته نه راځي؛ خو تنبه هم بیا په خپل مناسب ځای کې او مناسبه اندازه.
له بده مرغه ډېری کسان داسې فکر کوي، چې یوازې لویان خواشیني کېږي او ماشومان هېڅکله هم له دې ډول پېښو سره نه مخ کېږي، خو څېړنو ښودلې ده، چې ۲ سلنه ماشومان هم خواشیني وي او په دې ستونزه اخته دي.
خواشیني په ماشومانو کې بېلا بېل لاملونه لري، لکه په مخدره موادو د پلار او مور روږدي کېدل، له موره او پلاره لرې کېدل او یا هم په کور کې د نوي ماشوم زېږیدل او یا هم ډیر ماشومان ښوونځي ته له تلو سره چندان مینه نه لري او غواړي تل په کور کې پاتې شي، ځکه دوی ډیر په خپل مور او پلار پورې تړلي وي او هېڅکله هم نه غواړي له خپل مور او پلار څخه لرې پاتې شي، دې ته ورته ډیر نور څه هم شته چې کولای شي ماشومان خواشیني کړي .
ډېری ماشومان له خپل ځانه داسې کړنې نه ښیي، چې موږ وتوانیږو هغه څه، چې دوی یې خواشیني کړي دي په اسانۍ سره وپېژنو، همدا لامل دی، چې مور او پلار په دې نه پوهېږي، چې له خپلو ماشومانو سره څه ډول چلند وکړي، تر څو له خواشینۍ را وګرځي، کله کله د دې لپاره، چې خفګان یې لرې کړي داسې څه تر سره کوي، چې وضعیت لا خراب کړي. په دې لیکنه کې در سره ځینې هغه لارې چارې شریکوو، چې څه ډول کولای شئ له خپلو خواشینو ماشومانو سره مرسته وکړئ او روحي حالت یې خپل اصلی هغه ته راولئ:
ډیری مور او پلار په دې باور دي، چې د دوی دنده یوازې دونیا ته د اولادونو راوړل دي او له هغه وروسته ورته ورځني اړین توکي برابرول! نو همدا لامل دی، چې ډیر یې د خپلو ماشومان له له احساسه بې خبره دي؛ دوی په دې نه پوهېږي، چې ماشومان یې څه غواړي، له څه شي سره زیاته مینه لري او له څه شي زړه توري دي. که مو وغوښتل، چې ماشومان خپلې خوښې ته خوشي کړئ نو پوه شئ، چې سمه لاره مو نه ده غوره کړې.
که موږ له خپلو ماشومانوسره د هغوی د اضطراب او خفګان په وخت کې د مور او پلار په څېر چلند وکړو، کېدای شي دا کړنه مو د دې سبب شي، چې اوضاع نوره هم خرابه شي او د دوی دغه خفګان دوه چنده شي.
کله مو، چې ماشوم کوم کار تر سره کوي، هغه که هر څومره کوچني او بې مانا وي باید ورته احترام وکړئ او اهمیت ورکړئ. ماشومان اړتیا لري، چې خبرو ته یې غوږ کېږدو، کېدای شي د دوی خبرې موږ ته بې مانا وي خو د ماشومانو لپاره یې خپلې خبرې یوه رنګینه دنیا ده.
خواشیني ماشومان ډیره کله بېلا بېلې کړنې له ځانه ښکاره کوي، چې هغه هېڅ کله هم د وړاندوېینې وړ نه وي او هر وخت ورته بدلون ورکوي. کله د سردرد او کله د نس د درد په پلمه ښوونځي ته له تلو څخه انکار کوي. له همدې کبله اروا پوهان د دې ډول ماشومانو مور او پلار ته لار ښوونه کوي، چې مور او پلار باید د ماشومانو له رفتار سره یو شان چلند ونه کړي، ځکه په دې ډول کړنو سره ماشومان بیا خپل مور او پلار د خپلو کړونو تر کنټرول لاندې را ولي.
که مو ماشومان له څپله ځانه داسې کړنې ښودلې، چې مخکې له دې یې دا ډول څه نه تر سره کول، نو ډېر زر یې په عواملو پسې وګرځئ تر څو پوه شئ، چې څه شئ د دې پاعث شوي، چې ماشومانو مو دغه ډول رفتار اختیار کړی دی؟. ډیر کله ماشومان له خپله شا او خوا څخه مخ بېلګې اخلي؛ له همدې کبله باید پوره پام وکړو ماشومان مو ډیر چیرته او له چا سره ګرځي او لوبې کوي.
له بده مرغه اوس په ډیری کورنیو کې د د والېدینو او اولادونو په ځانګړي ډول له ماشومانو سره خبرې اترې کمې شوې دي. په یاد ولرئ، چې له ماشومانو سره خبرې کول تاسو په دې پوهوي، چې ماشومان مو کومې ستونزې لري او تاسو کولای شئ په اسانۍ سره پوه شئ او مخکې له دې، چې ستونزې زیاتې یې شي ورته د حل لارې پیدا کړئ. ماشومان هم لکه د لویانو په څېر غواړي له خپلو والېدینو وسره خبرې وکړي. ماشومان تل غواړي، چې مور او پلار یې هغوی درک کړي. له ماشومانو سره خبرې کول دوی ته دا توانایي ورکوي، چې پوره ډاډ حاصل کړي مور او پلار یې تل له دوی سره دي او هېڅ کله به یې هم یوازې پرې نږدي، دا کړنه بیا د دې سبب ګرځي، چې ماشومان د خوندیتوب احساس وکړي او هېڅ کله نه خپه کېږي.