نړيوال کرکټ په خپل تاريخ کې داسې ريکارډونه له ځانه سره لري، چې ماتول يې شايد کلونه کلونه وخت ونيسي، خو ځيني يې کيدای شي مات هم نشي.
د نړيوال کرکټ سربيره تجارتي ليګونو کې هم ډير زيات ريکارډونه ټينګ شويدي.
په کمو توپونو ډيرې منډې، ویکټې او ورسره د لوبو تر برياوو پورې ټول په برکې نيسي.
خو دلته موږ د ځينو هغو ريکارډونو په اړه مالومات شريکوو، کوم چې تراوسه پورې يې لوبغاړي په ماتولو ندي بريالي سوي، په لسګونه کلونه يې په بر کې نيولي، او شايد لاهم ډير کلونه دغه ريکارډونه په خپل ځای پاتي سي.
ليکنه تر پايه ولولئ، شايد په مالوماتو کې مو زياتوالی راسي:
۱ـ ډونالډ براډمن (۹۹،۹۴ اوسط)
د ډونالډ براډمن د نوم سره شايد ډيری کسان نه وې اشنا، خو هغه لسګونه کلونه وړاندې داسي ريکارډ ټينګ کړي چې شايد هيڅکله يې هم کوم لوبغاړی په ماتولو بريالی نه سي.
اسټرالياوي براډمن په ۹۹،۹۴ اوسط سره لوبه ترسره کول، کيدای سي ځينو کسانو ته منلو وړ نه وي.
ډونالډ په ۵۲ ټيسټ لوبو کې ۶۹۹۶ منډي ترسره کړي، خو په وروستي ځل يې يوازې ۴ منډي ترسره کړلې.
د براډمن سره په وروستۍ لوبه کي يې بخت ياري ورسره ونه کړل په صفر وسوځيد، که نه نو په ۱۰۰ اوسط سره به يې خپل مسلک پايته رسولی وای.
ډونالډ براډمن په ۱۹۴۸ز کال کې د نړيوال کرکټ څخه تقاعد سو، خو لا تراوسه يې هم د ريکارډ په ماتولو کوم لوبغاړی نه دی توانيدلی.
۲ـ سچن ټنډولکر ( ۱۰۰ سليزي)
د ريکارډونو د يادولو سره د هرچا دماغ ته د سچن ټنډولکر ۱۰۰ سليزې راځي.
ټنډولکر د هندوستان لپاره يوه د وياړه ډکه څيره ده.
سچن په يو ورځنيو لوبو کې ۵۱ سليزې او په ټيسټ کې ۴۹ سليزي ترسره کړي.
شايد دا ريکارډ په راتلونکي کښې مات سي، خو يو فوق العاده لوبغاړي او ډيرو هڅو ته اړتيا سته.
۳ـ براين لارا ( ۴۰۰ منډي)
ويسټ انډيزۍ لوبډلي په خپل تاريخ کې خورا پياوړي لوبغاړي درلودل،چې يو مثال يې براين لارا دی.
براين لارا په ۲۰۰۴ز کال کې د انګلينډ په وړاندې په ټيسټ لوبه کې ۴۰۰ منډي ترسره کړلې، چې تر اوسه پورې کوم بل توپوهونکي دې منډو ته ځان ندی رسولی.
د لارا دغه قوي ريکارډ هغه وخت ماتيږي چې توپوهونکی ۴۰۱ منډي ترسره کړي.
۴ـ روهيت شرما ( ۲۶۴ منډي)
روهيت شرما په ۲۰۱۴ز کال کې د سريلانکا په وړاندې په يوه ورځنۍ لوبه کې ۲۶۴ منډي ترسره کړې، چې دا په يوه ورځنۍ لوبه کې د يو توپوهونکي له لوري ترټولو ډيرې منډې دي.
ده دغه منډې په ۱۷۳ توپونو ترسره کړلې چې تر اوسه پورې کوم بل لوبغاړی د دومره توپونو په وړاندي ندی دريدلی.
روهيت شرما ددې ريکارډ سره سره په يو ورځنيو لوبو کې درې ځل ډبل سليزې هم وهلي چې تر اوسه بل لوبغاړي ندي وهلي.
۵ـ يووراج سينګ (تيزه نيمه سليزه)
په ۲۰۰۷ز کال شل اووريز نړيوال جام کې يووراج سينګ د سټوارټ بروډ په يوه اوور کې په ۶ توپونو ۶ شپږيزې وهلي.
د هندوستان او انګليستان ددغي لوبې تر ۱۰ کلونو ډير وخت کيږي، خو تر اوسه پورې د ۶ شپږيزو ريکارډ چا ندی مات کړی.
يووراج په هماغه لوبه کې په ۱۲ توپونو نيمه سليزه ووهله، چې ددې ريکارډ د ماتولو لپاره بايد بل توپوهونکی په ۴۵۴،۵۴ اوسط سره توپوهنه وکړي.