محمد شامي بیرته هندۍ لوبډلې ته راستون شو 

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز بالر محمد شامي د انګلستان خلاف لمړیو درې ټیسټ سیالیو لپاره په هندۍ کرکټ ملي لوبډله کې شامل شو.

 محمد شامي، چې د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ ته د فزیکي جوړښت (فزیکل فیټنیس) په ازموینه کې پاتې راغلی و، اوس د تیز بالر بینیشوار کمار په نشتون کې د لوبډلې برخه شو.

 هندي کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې بینیشوار کمار په ملا کې د درد له کبله نشي کولی، چې انګلستان خلاف په ۳ ټیسټ سیالیو کې ګډون وکړي، نو پر ځای محمد شامي لوبډلې ته راستون شو.

 همدا راز ویل شوي، جسپریټ بومرا، چې د خپل لاس د ګوتې د ټپي کیدو له کبله یې د سیالیو کې د نه ګډون خبر ورکړل شوی و، اوس به بیرته دویمې ټیسټ لوبې کې د هندۍ لوبډلې غړی وي.

 د کوربه انګلستان او میلمه هندۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه او درې۵۰ اوریزه لوبو لړۍ وروسته د ۵ ټیسټ لوبو سیریز یا لړۍ هم د راتلونکې اګسټ میاشتې په لمړۍ نیټه پیل کیږي.

 په لمړنيو دوه سیریزونو کې هندوستان انګلستان ته او انګلستان بیرته هندوستان ته ۲ د ۱ مقابل کې ماتې ورکړې، چې په ۲۰ اوریزه سیریز کې هندوستان، خو ۵۰ اوریزه سیریز کې انګلستان بریا خپله کړه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.