څه موده مخکې د بلجیم پلازمېنه بروکسل د ناټو د سرمشریزې غونډې کوربه و. په دغه غونډه کې د افغانستان په اړه هم ځانګړي بحثونه او پریکړې کیدې. له دې کبله د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی او اجرایه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله د یو شمېر نورو چارواکو په ملتیا دغې غونډې ته ورغلي ول.
له غونډې سره هم مهاله د افغانستان څو مشهورو سیاسي څېرو( جنرال عبدالرشید دوستم، استاد عطا محمد نور او حاجي محمد محقق) د یوه ګډ لیک له استولو سره د ناټو سازمان له مشرانو وغوښتل، چې د افغانستان له حکومت؛ په ځانګړي ډول له ولسمشر غني څخه پر خپل ملاتړ بیا کتنه وکړي.
دغو سیاسي څېرو په یاد شوي لیک كې ادعا کړې وه، چې ارګ او په خاص ډول د ښاغلي غني ټیم د افغانستان مشهورو سیاستوالو ته دوسیې جوړوي او په دې ډول یې له سیاسي صحنې څخه د ویستو په تکل کې دي.
د دوی اشاره له دې خبرې څخه ممکن د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته وه، چې د خپلې سیمې او قوم پر یوه سپین ږیري، خو خپل مخالف( احمد ایشچي) د جنسي تېري له کبله ورته افغان حکومت د ایشچي د شکایت له مخې قضیه جوړه او څارنوالۍ ته واستوله.
له دې کار سره ښاغلی دوستم ظاهراً د درملنې په پلمه ترکیې ته لاړ او تراوسه له دې وېرې، چې دوسیه به یې تعقیب او له احتمالي مجازاتو سره به مخ شي، بیرته هېواد ته نه راګرځي.
ښاغلی دوستم ښاغلی غني او ارګ په ځانګړي ډول هېواد ته د ځان د راستنیدو پر وړاندې خنډ ګڼي، خو ویل کیږي چې د هغه د نه را ستنیدو یو لوی دلیل دا دی، چې له حکومت څخه د دغې قضیې د نه تعقیبیدو تعهد غواړي، خو داسې ښکاري، چې حکومت ورسره په دې اړه هوکړه نه کوي.
د ښاغلي غني غبرګون
د ناټو سرمشریزې غونډې ته د یاد شویو سیاسي مشرانو له لیک استولو څخه وروسته، چې ولسمشر غني بیرته کابل ته ستون شو، له نړیوالو مرستندویانو سره یې په یوه ګډه غونډه کې د وینا پرمهال دې موضوع ته کنایوي غبرګون وښود.
ښاغلي غني په افغانستان کې نسلي توپیرونو ته په اشارې سره وویل، چې نړیوالې ټولنې له نوي افغان نسل سره د ګډ کار او اهدافو د موخو ښې پایلې تجربه کړي دي.
په دې خبره کې دا پيغام و، چې ګواکې نړیوال نور مخکیني افغان نسل خپل متحد نه ګڼي او نوی نسل یې د دې همکارۍ لپاره انتخاب کړی دی.
نسلي توپيرونه
له نسلي توپيرونوڅخه هدف یو مخ د یوه نسل تایید او د بل رد نه؛ بلکې دا دی چې د مخکیني نسل رهبران او ارزښتونه د اوسني نسل له دغو برخو سره پرتله شي.
د افغانستان تېر نسل تر ډېره د جګړه مارو رهبرانو په ولکه کې و، سره له دې چې دغه نسل به ډېر غوره خلک هم لرل او اوسنی نسل به هم داسې خلک لري، چې د تېر نسل تر بدترو هم بدتر دي، خو په ټوله کې د نسلي توپيرونو په مسئله کې د بحث موخه دا وي چې مخکینی نسل له نړۍ سره جګړې او تقابل ته چمتو کړل شوی و.
اوسنی نسل، چې ځوان نسل هم ګڼل کیږي او د ټولنې اکثریته برخه جوړوي، تر ډېره ځان د تېرنسل برعکس د افغانستان د جنګولو پرځای له نړۍ سره د تعامل ورکولو نسل ښکاري.
په دغه نسل کې ډېر عمر خوړلي هم ځان شامل ګڼي، چې خپله ښاغلی غني او د ده همزولي یې ښه مثالونه دي.
د افغانستان په سیاسي فضا کې د نسلي توپيرونو بحث هم تر ډېره ښاغلي غني د تېرو ټاکنو او هم د خپلې حکومتوالۍ پر مهال ګرم کړی . ده هم په ټاکنیزو کمپاینونو او هم د حکومت په ګومارنو کې ځوان نسل ته ډېره پاملرنه لرله . د هغه منتقدینو دا پاملرنه یو ډول سیاسي او ابزاري استفاده ګڼله، خو د ده ځواب دا و، چې له نوي نسل څخه د نوي افغانستان د ابادولو او د زوړ نسل د بدو میراثونو د ختمولو لپاره مرسته اخلي.
نړیواله لېوالتیا
له یوه مشخص افغان نسل سره د نړیوالې لېوالتیا وړاندوینه واقعاً ستونزمن کار دی، ځکه نړیواله ټولنه له ګڼو قدرتونو څخه جوړه ده او هر یو یې په افغانستان کې متفاوتې موخې لري.
د پردې شاته د دوی موخې که هر ډول وي، خو په ښکاره له څو ګاونډیانو پرته نیږدې ټوله نړۍ د نوي افغان نسل ملاتړ ته لېواله ده.
له نوي نسل سره د نړیوالو د لېوالتیا دلایل تر ډېره دا دي، چې د تېر نسل (جنګ سالارو رهبرانو) په پرتله نوی نسل ورته د دیموکراتیکو ارزښتونو، یو بل زغملو، نړیوالو سره د ښه تعامل او هم د عصري زده کړو او پرمختګونو لپاره ډېر مساعد او همکار نسل ښکاري.
پایله
د معاصر تاریخ لنډه تېره تجربه دا ښيي، چې روڼ اندي یوازې پردې محاسبو باید تکیه ونه کړي، ځکه د نړیوال ملاتړ لرل مهم دي، خو د یوه نسل یا مفکورې د بریالیتوب یوازینی عامل نه شي کیدای.
د دې لپاره غوره ده، چې د نسلي توپيرونو پرځای په مشخص ډول فکري توپيرونه او پایلې یې بحث شي. دا بحثونه به زمان ګیره وي، خو په اساسي او مدبرانه ډول حوصله منده خواري غواړي.
د دې ترڅنګ نړیوالو ته په بشپړ ډول دا قناعت ورکول هم ضرور دي، چې په افغانستان کې د غیر دیموکراتیکومتحدینو له ملګرۍ څخه په مخلصانه ډول لاس په سر او په صداقت سره له نويو مفکورو سره د افغانستان په ودانولو کې لاس یو کړي.