ژباړه: حمیدالله حمیدي
له هېواد بهر سفر کول خپله یو ډول وېره او سټرېس له ځان سره لري، هغه کسان چې دغه سفرونه یې تجربه کړي دي دا موضوع ښه درک کولی شي. د بهرنیو هېوادونو د پروازونو له قانون او قواعدو سره نابلدتیا کولی شي دغه ډار او وهم څو برابره کړي. نو ددې لپاره چې خپل خوږ سفر مو په دې ډار سره بې خونده نه کړئ، د بهرنیو سفرونو په اړه باید مخکې له مخکې یو څه معلومات تر لاسه او ځان ملا کړئ.
ډاډه اوسئ که مو دغه لیکنه ولوسته د بهرنیو سفرونو په اړه به مو هېڅ اندېښنه په زړه کې نه وي او په ډاډه زړه به د هوایي ډګر پر لورګامونه اخلئ:
۱- پاسپورت او وېزه
له هېواده د سفر کولو پر مهال باید د اعتبار وړ پاسپورت ولرئ. له اعتبار وړ څخه مو مطلب دا دی چې پاسپورت مو باید لږ تر لږه شپږ میاشتې د اعتبار موده ولري. ډېری هېوادنه داسې دي چې ویزې ته اړتیا نشته، ډېری بیا اړوند هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم وېزه ورکوي، خو ګڼ شمېر هېوادونه هغه چې ستاسو په خپل هېواد کې سفارتونه او قونسلګرۍ لري، باید مخکې له مخکې یې په خپل پاسپورټ باندې ویزه ووهل شي. زموږ سپارښتنه دا ده چې له اصلي پاسپورت او وېزې سر بېره د دواړو رنګه یا توره سپینه کاپي هم له ځان سره ولرئ، تر څو د اړتیا پر مهال بې ځایه ستړي او سرګردانه نه شئ.
۲- ځان پوه کړئ چې څومره وزن در سره وړلی شئ
په هر پرواز کې د بار کچه تر ډېره د هماغه هوایي شرکت پورې اړه لري چې تاسو ترې ټکټ اخیستی دی. له ۲۰ تر ۵۰ کیلو پورې معمول دي، خو بیا هم کله کله دغه څه د الوتکې تر نوعیت پورې اړوندېږي، نو ددې لپاره چې د پرواز په ورځ سرګردانه نه شئ، مخکې له مخکې یې په اړه معلومات وکړئ. که تاسو دوه کسان وۍ، بیا کولی شئ له ځان سره د دوو کسانو بار یوسئ.
۳- په پرواز کې غیر مجاز وسایل او توکي
د امنیتي ملحوظاتو او د مسافرینو د هوسا او ډاډمن پرواز له کبله الوتکې ته د ځینو شیانو وړل کاملا بند او غیر مجاز دي. نو له سفر وړاندې دې شیانو ته پام وکړئ او په اړه یې پوره معلومات تر لاسه کړئ، هسې نه خدای مه کړه د پرواز پر مهال له جدي ستونزې سره مخ شئ.
هغه شیان چې وړل او کارول یې په الوتکه کې منع دي:
اور بلونکي، چاودېدونکي او نور هغه شیان چې په اسانۍ سره اور اخلي.
سپرې او ګاز لرونکي عطرونه او نور…
کپسولونه، ډبې، کېمیاوي سپرې، اوښکې بهونکی ګاز او نور هغه توکي چې د انسان د بې هوښۍ لامل کېږي.
اسید لرونکي شیان لکه سرکه، د لیمو اوبه او نور…
تېره شیان لکه، چاقو، چاړه، ښیښه، قیچي، ناخون ګیر، بکس پنجه او نور…
اصلي وسله او هغه توکي چې وسلې ته ورته وي، لکه سټک، پېچ تاو، سیم.
۴- هوایي ډګر ته د تګ وخت مو باید هېر نه شي
د کورنیو پروازونو لپاره لږ تر لږه ۲ ساعته مخکې له پرواز څخه باید ځان هوایي ډګر ته ورسوئ او لازم ټول کارونه تر سره کړئ. په کورنیو پروازونو کې ځکه باید ۲ ساعته مخکې ولاړ شئ چې کېدای شي له تاسو څخه د پاسپورت او وېزې د چک غوښتنه ونه شي، خو که بهر ته سفر کوئ بیا نو اړ یاست چې لږ تر لږه ۳ ساعته مخکې هوایي ډګر ته ځان ورسوئ. ځکه بهرنی سفر د چک او نورو کارونو لپاره زیات وخت اړتیا لري او که خدای مه کړه سفر څخه مېس شي د کورني سفر په پرتله زیات تاوان کوئ. څومره چې ستاسو د ټکټ بیه لوړه وي که در څخه مېس شي په هماغه اندازه در باندې دویم ځلي چارج راځي. دا هغه ټکي دي چې که یې مخکې له مخکې په اړه فکر وکړئ هغه ده چې یو ښکلی او ډاډه سفر به ولری.