د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی تبریز شمسي د سریلنکا خلاف د روانو سیالیو د سیریز څخه د خپل کور پر لور روان شو.
د کرک انفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، تبریز شمسي د سریلنکا خلاف د لمړنۍ ترسره شوې ټیسټ سیالۍ وروسته بیرته هې،اد ته ستون شوی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه لوبغاړي د خپلې کورنۍ د شخصي ستونزې له کبله دغه پریکړه کړې ده او په روانو لوبو کې یې خپل سفر پای ته رسولی دی.
د کوربه سریلنکا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ په لمړنۍ سیالۍ کې د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې د جنوبي افریقا خلاف سیالۍ کې په ستر توپیر سره بریا خپله کړه او د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډله یې په لمړۍ پاڼۍ کې د ۱۲۶ او دویمې پاڼۍ کې د ۷۳ منډو جوړولو وروسته مخکې تګ ته پرینښوده.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ سیالي د روانې جولایي میاشتې په ۲۰ مه نیټه د جمعې په ورځ پیلیدونکې ده.
همدا راز د رانو سیالیو په سفر کې به د دوه ټیسټ سیالیو وروسته د ۵ پنځوس اوریزه او یوې ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ هم په سریلنکا کې ترسره شي، چې د روانې جولاي میاشتې د ۲۹ مې نیټې څخه پیلیږي او د راتلونکې اګسټ میاستې تر ۱۴ مې نیټې پورې به دوام وکړي.