شپږیزه لیګ؛ بُست او سپین غر لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې

سپینه تجريدي ډیزاین

خبریال: فضل الله فضلي
شپږیزه کورنی کرکیټ لیګ تېره ورځ پیل سو او وړمه شپه یې د پرانیستني مراسم د ولسمشر اشرف غني په شتون کي ترسره سول.
د دې ۷م پړاو لیګ لومړۍ لوبه میس عینک اتلانو له بندامیر ښامارانو څخه په یوه منډه وګټل.
نن د یاد لیګ دوې لوبي ترسره سوې، چي د سپین غر زمریانو او بُست ساتونکو لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې.
لومړۍ لوبه د سپین غر زمریانو لوبډلي له آمو نهنګانو څخه په ۴۹ منډو وګټل.
118714050 2750977651823482 5424512444836900750 o.jpg? nc cat=107& nc sid=730e14& nc ohc=CSsw2oyBTmcAX8ZR3F0& nc ht=scontent.fkdh1 1 شپږیزه لیګ؛ بُست او سپین غر لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې
لومړۍ توپ وهنه سپین غر لوبغاړو وکړل او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۵۰ منډي وکړې، خو آمو لوبډلي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۱ منډي وکړې او لوبه یې وبایلل.
د یادي لوبي غوره لوبغاړی د سپین غر څخه کریم صادق وټاکل سو، چي په ۴ اورونو کي یې ۱۵ منډي ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول، خو په توپ وهنه کي یې ۴ منډي وکړې.
118733958 2751084958479418 4165351483340571254 o.jpg? nc cat=1& nc sid=730e14& nc ohc=KpcEhtLU5SsAX FSr3m& nc ht=scontent.fkdh1 1 شپږیزه لیګ؛ بُست او سپین غر لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې
پدې لوبه کي یوازي د سپین غر لوبډلي څخه زبید اکبري غوره توپ وهنه وکړل او په ۵۱ منډو وسوځېدئ.
دوهمه لوبه د بُست ساتونکو او کابل بازانو لوبډلو ترسره کړل، چي کابل بازانو په ۵۷ منډو لوبه وبایلل.
118688681 2751162711804976 4698281689258814807 o.jpg? nc cat=108& nc sid=730e14& nc ohc=wCGaeR5PeEkAX95VwhC& nc oc=AQmXSJVokKlRGvH3RsBf 6lNvthfIlhoiUqwO hKGQmPdgFAF7MsNE69UhulxwRsN1c& nc ht=scontent.fkdh1 1 شپږیزه لیګ؛ بُست او سپین غر لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې
بُست لوبډلي کابل بازانو ته ۱۷۲ منډي وکړې او درې لوبغاړي یې وسوځېدل، خو د کابل بازانو لوبډله په ۲۰ اورونو ۱۱۵ منډي وکړې، هم یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او هم یې لوبه وبایلل.
ددې لوبي غوره لوبغاړی بیا د بُست څخه سید شېرزاد وټاکل سو.
شېرزاد په ۳،۱ اورونو کي ۷ منډي ورکړې او د کابل د لوبډلمشر رحمن الله ګربز په ګډون یې درې ویکیټې واخیستې.
118771060 2751271481794099 871103957125475313 o.jpg? nc cat=105& nc sid=730e14& nc ohc=miHiALVEcM8AX9AsgHn& nc ht=scontent.fkdh1 1 شپږیزه لیګ؛ بُست او سپین غر لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې
د بُست لوبډلمشر ګلبدین نایب هم درې ویکيټې ترلاسه کړې.
پدې لوبه کي تر ټولو ډېري منډي د بُست څخه عمران جنت ۴۳ او منیر کاکړ بیا ۴۱ ناسوځېدلي منډي وکړې.
سبا بیا هم څلور لوبډلي سره مخ کیږي.
لومړۍ لوبه د کابل بازانو او میس عینک اتلانو ترمنځ ده او دوهمه لوبه د بندآمیر ښامارانو او بُست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.