په خبرو اترو کې ۷ وژونکې تېروتنې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: عطا محمد میاخېل
څومره کولای شئ، چې په خبرو کولو کې مهارت لرونکي واوسئ؟ هېچا د مور په خېټه کې د وینا کولو مهارت نه دی زده کړی، د ښې وینا کولو هنر کولای شو، په ټولو اشخاصو کې یې پیاوړی کړو. داسې فرض کړئ، چې د خپلو محصولاتو د پلورلو لپاره اړتیا لرئ، چې له پېرېدونکي ( خریدار ) سره مفصلې خبرې وکړئ، په بشپړه توګه د خبرو په پیل کې، هره هغه خبره، چې له خپلې خولې څخه یې بهر کوئ، کولای شي تاسو له هغې پایلې څخه لرې کړي، کومه چې تاسو یې غوښتنه کوئ او یا د خپلې خوښې وړ پایلې ته ونه رسېږئ. په دې لیکنه کې غواړو په هغو تېروتنو رڼا واچوو، چې ښایي تاسو له یوې ښې خبرې کوونکي فرد څخه لرې کړي.
۱ ـــ یوازې خبرې کوئ
په دوه اړخیزو خبرو کې ډېر دقت او ځیرکتیا ولرئ، چې یوازې خبرې کول او غوږ نه نیول، له وژونکو تېروتنو څخه ګڼل کېږي. تاسو سر بېره پر دې، چې ښې او پرځای خبرې وکړئ، باید مقابل لوري ته هم د خبرو کولو فرصت ورکړئ، دې ته باید پام وکړئ، چې د خپل مقابل لوري د خبرو په لړ کې د سترګو، لاسونو او داسې نورو حرکتونو څخه په ګټه اخیستنې، مقابل لوري ته دا ښکاره کړئ، چې ټول حواس مو د هغه په لور دي. د پرله پسې پوښتنو، پوښتل کولای شي، مقابل لوري ته مو دا احساس ور ولېږدوي، چې تاسو یې خبرو ته په ښه توګه غوږ نیولی دی، نو په یوې مکالمه کې یوازې خبرې مه کوئ او لږ غوږ هم ونیسئ.
۲ ـــ بېځایه پوښتنې کوئ
کله چې د نورو خبرو ته د غوږ نیولو په حال کې یاست، د بېځایه پوښتنو په کولو سره، دا ښکاره کوئ، چې د بحث له دوام سره کومه لېوالتیا نه لرئ، ښایي مقابل لوری مو فکر وکړي، چې ستړي شوي یاست او یا هم بې احترامي کوئ، باید دې ته ښه پام وکړئ، که چېرې غواړئ کومه پوښتنه هم وکړئ، باید د بحث په تړاو وي او پوښتنې ته باید هېڅ ښاخ او پاڼې ورنه کړل شي.
۳ ـــ بې ځایه او بې تړاوه خبرې کوئ
په هر حال، کله چې له یو چا سره خبرې کوئ، په بشپړه توګه ځانګړی قصد او نیت نه لرئ، خو کله چې تېروتنه کوئ، نو تل له اصلي بحث څخه لرې کېږئ، داسې چې له یوه ښاخ څخه بل ښاخ ته الوځئ، دا د دې ښکارندویي کوي، چې تمرکز نه لرئ او که چېرې موخه مو د مقابل لوري خوشاله کول وي، نو هېڅکله به خپلې موخې ته ونه رسېږئ.
۴ ـــ له فکره پرته خبرې کوئ
په بشپړه توګه هر کس باید هڅه وکړئ، کله چې د خبرې کولو قصد لري، هرڅه په خوله رانه وړي، له ځان غوښتونکو الفاظو څخه ګټه اخیستنه کولای شي، په رسمي تړونونو کې وژونکي او خطرناک وي، سپارښتنه کېږي، مخکې تردې، چې خبرې وکړئ، په بشپړه توګه تمرکز او فکر وکړئ، ترڅو د خپلې خوښې پایله ترلاسه کړئ.
۵ ـــ غواړئ، چې خپل نظر په نورو باندې ومنئ
په دې کار سره یوازې خپل شخصیت تر پوښتنې لاندې راولئ، که چېرې کوم شخص فکر وکړي، هغه نظر، چې تاسو یې ورکوئ، د باور او اعتماد وړ دی، په خپله یې په اړه فکر کوي او وروستی تصمیم نیسي. په نورو باندې په زور او جبر سره د خپل نظر منل، په بشپړه توګه به معکوسه پایله ولري.
۶ ـــ د نورو رییس کېږئ مه !
هرومرو به مو داسې رییسان لیدلي وي، چې خپله خبره یې خپله ده، له بحث سره لېوالتیا نه لري او خوښېږي یې، چې په خبره کې خبره ونه شي. په دوه اړخیزو خبرو کې له دې کار څخه په کله ډډه وکړئ، لکه څنګه چې ستاسو نه خوښېږي، چې کوم څوک ستاسو له پاره کوم څه وټاکي، نور هم همدا احساس لري.
۷ ـــ د مقابل لوري خبرې تل پرې کوئ
په بشپړه توګه دا مورد له بدو مواردو څخه دی، چې له صمیمي خبرو څخه ستاسو مخنیوی کوي. په هر دلیل، چې وي نباید د مقابل لوري خبرې پرې کړئ، د خبرو کولو پرمهال د ادب ښکارول، د ښو او سالمو خبرو اترو له اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، چې کولای شي، پایله یې ډېره زیاته ښه او اغېزمنه وي.