ځینې داسې لاملونه او دلایل شته چې سبب کیږي زموږ چلند ته بدلون ورکړي او زموږ ښه رویه او اخلاق په بدو بدل کړي لکه:
ـ قدرت او ځواک: کله کله زموږ ځواک زموږ پر شخصیت منفي اغېزه کوي او زموږ اخلاق په زشت چلند باندې بدلوي، او د پخواني ملګرو څخه څوک لري کوي، ځکه بد چلند کول د هیچا نه خوښیږي او هیڅکله هغه انسانان څوک نه خوښوي کوم څوک چې ښه رویه ونه لري.
ـ د قدرت څخه لري کېدل: ځینې وخت کوم قدرت چې موږ له لاسه ورکړئ هغه ددې سبب کیږي چې زموږ اخلاق بدل شي، ځکه کله چې موږ یو څه له لاسه ورکوو، نو پر موږ ډېر بد تاثیر کوي او خفه کیږو له همدې امله موږ زشتو کارونو ته مخه کوو، او هر څه چې مو زړه شي کوو یې.
ـ پیسې او ثروت: کله کله پیسې د انسان بغاوت لامل کیږي، ځکه تجربو ثابته کړې چې پیسې انسان بدلوي، خو ښه انسان هغه دی چې په هر حالت کې خپل نېک اخلاق وساتي.
ـ فقر یا غریبي: فقر هم انسان بدلوی شي، ځکه ځینې وخت انسانان د ډېر خفګان او مجبوریت له امله داسې کارونو ته مخه کوي چې هیڅ د یو مومن انسان وړ نه وي، لکه: غلا، وژل، کیسه بوري او همداسې نورو اعمالو ته لاس اچوي، چې دا ټوله د غریبي څخه کیږي او د دې ټولو په پایله کې انسان په یو بد اخلاقه شخصیت بدلیږي.
ـ خفګان: ډېر غم او خفګان د انسان عقل د اختلالاتو او ګډوډیو سره مخ کوي او د هغه زړه بوخت کوي، او پایله کې د انسان په چلند او اخلاقو کې بدلون راځي او نشی کولای ښه رویه وکړي.
ـ د بدو خلکو سره اوسېدل: کله چې انسان د بد اخلاقو انسانانو سره ناسته ولاړه ولري، که وغواړئ ونه غواړئ د هغوی خوی او اخلاق ځانته نیسئ، له همدې کبله حضرت محمد ص خپل امتیان یې دې امر ته متوجه کړي؛ باید ټوله دې ته پام وکړي چې څوک ملګري وټاکي او چا سره ملګرتیا وکړي.