مشهوره خویندې، کرینه کپور او کرشمه کپور؛ بالیوډ کې خپلولي نه پالل کیږي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: ابوبکر علیزی
د خویندو مشهورې جوړې کرشمه کپور او کرینه کپور په بالیوډ کې د خپلوۍ پاللو اوازې رد کړي او وایي چې په فلم جوړونه کې خپلوي په نظر کې نه نیول کېږي، بلکي د فلمي لوبغاړو مخکې تګ د هغوی د محنت پورې تړلی.
په بالیوډ کې د خپلولۍ پاللو بحثونه نوي نه دي، دا بحثونه تیر کال شروع شول چې په کې بیلابیلو فلمي لوبغاړو جلا جلا نظريې لرلې.
خو اوس یو ځل بیا دغو دواړو خویندو(کرشمه کپور او کرینه کپور) د انډیا ټوډي یوې خپرونې سره خبرو کې دغه خبرې کړي.
کرینه کپور ویلي، د فلم جوړولو په صنعت کې خپلولي نه پالل کیږي او د فلم هر غټ ستوری په خواریو، محنتونو او کوښښونو په پایله کې یو ستوری جوړ شوی دی.
کرینه کپور د خپلي خبري ثبوت په خاطر رنویر سنګهـ ته اشاره وکړه چې په وینا یې کورنۍ یې هېڅ فلمي سابقه نه لري.
بلې خور یې کرشمه کپور هم د کرینه کپور خبرې تائید کړي او زیاته کړه یې ده چې د هر لوی فلمي بچي په دغه ډګر کې د غټ نوم خاوندان ول.
کرشمه زیاتوي، د دغه ډګر د نامتو کسانو اولادونه نشي کولی د خپلو والدینو په څير کامیاب ستوري شي.
نوموړې وایي؛ چې د هغو لوبغاړو مسؤلیت دوه چنده دی چې کورنۍ یې فلمي سابقه لري، ځکه په کار ده چې خپل جوهر د خپلې کورنۍ په څېر خلکو ته وښيي.
دوی دواړو د کنګنا رناوت هغه خبري رد کړي چې ګنې په بالیوډ کې خپلوي په نظر کې نیول کیږي او هغه چاته په فلمونو کې چانس ورکول کېږي چې کورنۍ یې په دغه ډګر کې ستره مخینه ولري.
دوی که څه په فلمي ډګر د خپلوۍ پالل نه مني، خو وایي چې هر څوک د نظر ورکول حق لري.
تیر کال د فلم جوړونکي کرن جوهر په یوه پروګرام یا شو (کافي ود کرن) کې کنګنا رناوټ پر هغه تور پوري کړ چې ګني په فلمي ډګر کې يې خپلولۍ پاللو ته زمینه برابره کړې.
له هغې وروسته په بالیوډ کې د خپلولۍ په اساس په فلم کې لوبیدلو یو نوی بحث پیل شوی وو.
په عین کې د هندي د سینما دا دواړه خویندې په ممبيي کې په یوه غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې او په ۲۰۱۶ م کال کې د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ د مخکښې کانديدې هیلرې کلینټن سره لیدلي دي.
د اینډیا ټوډې ورځپاڼې په دې ۱۷ مه کلنۍ غونډه کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مشهورو سیاسي او کلتوري څیرو برخه اخیستې وه.

د اینډیا ټوډې ورځپاڼې په دې ۱۷ مه کلنۍ غونډه کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مشهورو سیاسي او کلتوري څیرو برخه اخیستې وه.