د عمران لمر ژباړه
تاسې خامخا غواړئ چې بريالي شئ او د همداسې يوې مقالې په لټه وۍ؛ نو اندېښنه مه کوئ، لاندې څلوېښت نقطو ته پوره پاملرنه وکړئ؛ تر څو په ژوند کې بريالي شئ.
کرايګ هايپر؛ ليکوال، څېړونکی، مقاله ليکوونکی او ښه وياند دی، هغه په تېرو ۲۵ کلونو کې په شخصي او ټولنيزو برخو کې د خپلو کارونو په اساس د يو بريالي کار پوه په حيث پېژندل شوی دی.
هايپر د خپلو تاثيرناکو خبرو لپاره يو سايټ هم لري؛ په هغې کې ليکي:
«ما غوښتل چې د هغو کتابونو مهمې برخې چې ما لوستي او د خپل ژوند تجربې په څلوېښتو ټکو کې راټولې کړم او د نورو په واک کې يې ورکړم؛ تر څو هر وخت وکولی شي ويې لولي. ډاډه يم چې هغه کتابونه چې په نړيواله سطحه پلورل کېږي او د ځان سره د مرستې په برخه کې دي؛ ممکن د ځينو لپاره ګټور وي؛ مګر زه غواړم چې داسې څه وليکم چې د ټولو لپاره ګټور وي.»
اوس دا تاسې او دا هم د هايپر ۴۰ لارښوونې:
۱- هغه فرصتونه چې نور يې نه ګوري، دا يې ګوري او پيدا کوي يې.
۲- له ستونزو زده کړه کوي؛ په داسې حال کې چې نور خلک يواځې ستونزې ويني.
۳- په حل لارو سوچ کوي.
۴- نور خلک هيله لري چې کاميابي ورته راشي؛ مګر دی په خپلې پوهې او عقل بريا جوړوي.
۵- د نورو په څېر ډارېږي؛ مګر اجازه نه ورکوي چې ډار دا کنترول او محدود کړي.
۶- له ځانه هغه پوښتنې کوي چې په مثبت ذهني او روحي لاره يې سموي.
۷- ډېر کم له يو څه شکايت کوي او خپله انرژي پرې نه ضايع کوي، شکايت کول فقط انسان د منفي ګرايۍ خواته وړي او بې ګټې دي.
۸- د خپلو کارونو مسئوليت او نتيجه دواړه په خپله غاړه اخلي.
۹- تل د خپل ظرفيت لوړونې لپاره يوه لاره پيدا کوي او له خپل ظرفيته زياته له ځانه تمه لري او هغه څه چې لري يې، ترې ګټه اخلي.
۱۰- تل بوخت، فعال او جوړوونکي وي، په هغه وخت کې چې نور خلک ويده وي؛ دوی په برنامو فکر او کار کوي، تر څو د کار له ختمېدو وروسته پرې فشار کم وي.
۱۱- خپلو هم فکره خلکو سره يو ځای کېږي، هغوی د ډلې په ارزښت او اهميت پوهېږي.
۱۲- همېشه لوړ الوت کوي او خوښېږي يې چې حيرانوونکی واوسي.
هغوی په ډېر فکر انتخاب کوي؛ تر څو غوره ژوند ولري او نه پرېږدي چې ژوند يې خپلسری تېر شي.
۱۳- په واضح او دقيق ډول پوهېږي چې په ژوند کې څه غواړي او څه نه غواړي؟
د دې پر ځای چې د ژوند ننداره وکړي؛ تر ټول ښه واقعيت د ځان لپاره طرحه او جوړوي.
۱۴- تر ډېره د تقليد پر ځای نوښتونه کوي.
۱۵- د کارونو په ترسره کولو کې نن او سبا نه کوي او خپل ژوند د کار کولو لپاره د ښه فرصت په تمه نه تېروي.
۱۶- دوی د ژوند د ښوونځي زده کوونکي دي او د دې تر څنګ په خپل ځان کار کوي، له مختلفو لارو زده کړه کوي، لکه: ليدل، اورېدل، پوښتنه کول، لوستل او تجربه کول.
۱۷- ستونزې ويني؛ خو د سمې لارې موندلو وړتيا لري.
۱۸- پوهېږي چې کوم کار سرته ورسوي او خپل ژوند له يو ښاخه بل ته په الوت نه ضايع کوي.
۱۹- د حساب وړ خطرونه مني، لکه: مالي، احساساتي او کسبي.
۲۰- د ستونزو او ننګونو سره په تېزۍ او تاثير مخ کېږي او هيڅ وخت يې په وړاندې سر له واورو لاندې نه پټوي. یعنې له ننګونو سره مخ کېږي او له هغوی د خپل پرمختګ لپاره ګټه اخلي.
۲۱- د قسمت، برخليک او فرصت په تمه په خپل ژوند قمار نه وهي، په دې باور لري چې په ژمنتيا، هڅې او کار کولو خپل ژوند خپله جوړوي.
۲۲- کله چې ډېر خلک کار نه کوي، دوی په کار بوخت وي او مخکې له دې چې کار کولو ته اړ شي، کار کوي.
۲۳- د نورو عادي انسانانو په نسبت په خپلو احساساتو کنترول لري، هغوی هم هماغه احساسات لري چې مونږ يې لرو، مګر هغوی هيڅکله د خپلو احساساتو قرباني کېږي نه.
۲۴- ښه اړيکه ټينګوونکې وي او تل په خپلو اړيکو کار کوي.
۲۵- د خپل ژوند لپاره پلان لري او هڅه کوي چې خپل پلان عملي کړي، د هغوی ژوند له ناپلان شويو کارونو او اتفاقي نتيجو خالي وي.
۲۶- په هغه وخت کې چې ډېری خلک له سختو شرايطو او تکليف ويستلو ځانونه ساتي؛ بريالي خلک په سختو شرايطو کې د کار کولو په ارزښت پوهېږي.
۲۷- د ژوند ارزښتونه يې معلوم وي او د هغوی په اساس ژوند جوړوي.
۲۸- تعادل ساتلی شي. کله چې له مالي لحاظه بريالي وي؛ پوهېږي چې پيسې او بريا يو شان نه دي.
هغوی پوهېږي چې هغه خلک بريالي نه وي چې يواځې د پيسو له نظره په لوړه سطحه کې وي.
په داسې حال کې چې ډېر خلک داسې ګڼي چې پيسې بريا ده؛ مګر هغوی دې نتيجې ته رسېدلي وي چې پیسې هم لکه د نورو شيانو په څېر بريا ته د رسېدو يوه وسيله ده.
۲۹- په ځان د کنترول اهميت يې درک کړی وي، هغوی قوي وي او له دې چې په داسې لارو ځي چې کم خلک پرې تللی شي، خوشحالېږي.
۳۰- په خپل ځان ډاډه وي او چېرته ژوند کوي، څه لري او څنګه ښکاري په څېر احساساتو ته پام نه کوي.
۳۱- لاس او زړه يې پراخه وي او مهربانه وي او نورو سره د هغوی هيلو ته په رسېدو کې مرسته کول يې خوشحالوي.
۳۲- خاکساره وي او خپلې تېروتنې به خوښۍ مني او په آرام سره بخښنه غواړي. هغوی له خپلو وړتياؤ خاطر جمع وي؛ مګر پرې غرور نه کوي، په دې خوشحالېږي چې له نورو زده کړه وکړي او د خلکو سره د دې په خاطر له مرسته کولو چې ښه ښکاره شي؛ ډېر له خپلو شخصي وياړونو خوند اخلي.
۳۳- انعطاف منونکي وي او بدلون ته د غنيمت په سترګه ګوري، کله چې داسې وضعيت سره مخ شي چې ورځيني عادتونه او سهولتونه يې ګډوډ کېږي؛ ورته ښه راغلاست وايي او نوی او ناپېژاندی وضعيت په خلاصه غېږه مني.
۳۴- په هر وضعيت کې خپلې بدني روغتيا ته پاملرنه کوي او پوهېږي چې بدن د دوی هغه کور دی چې په کې ژوند کوي او په همدې خاطر ورته بدني روغتيا له هر څه مهمه ده.
۳۵- قوي او لوی مورال لري، سخت کار کوي او لټي هيڅکله نه کوي.
۳۶- تل د خپلو کارونو د بريالي کېدو هيله لري.
۳۷- له بدو خلکو سره ناسته ولاړه نه کوي.
۳۸- په هغه وضعيت خپله انرژي او وخت نه ضايع کوي چې د دوی له کنتروله بهر وي.
۳۹- د بندېدو او خلاصېدو تڼۍ لري، پوهېږي چې څه ډول استراحت وکړي او آرام شي، له ژونده خوند اخلي او آرام اوسي.
۴۰- خپل زده کړي شيان تمرينوي، د عجيبو او غريبو نظرياتو خيالونه نه کوي؛ بلکه واقعيت ليدونکی ژوند کوي.