ښايي درې افغان لوبغاړي د ویسټ انډیز سوداګریزو لوبو کې ونشي لوبېدلای

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
سپورټ یاران

د کرېک بز وېبپاڼې لیکلي، چې ښایي رحمان الله ګربز، قېس احمد او نور احمد د ویسټ انډیز سوداګریزو لوبو کې د پاسپورټونو او وېزو د ستونزو له امله به ونه شي کولای، چې د سي پي اېل اتم پړاو سوداګریزو لوبو کې برخه واخلي.
رحمان الله ګربز له بربادوس ټراېډېنټس لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی و، قېس احمد له ګویانا امازون لوبډلې سره لوبېدلی دی او نور احمد هم په دغه لیګ کې سږ کال اخیستل شوی دی.
کرېک بز وېبپاڼې لیکلي، دوی معلومات ترلاسه کړي، چې دغو درې واړو لوبغاړو د برېتانیې د وېزې په انتقال کې ستونزه لري.
لوبغاړي لومړی باید د انګلستان مرکز لندن ته لاړشي او له هغه ځایه سي پي اېل ته ولاړ شي.

د کارابین سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ په ۱۸ مه نېټه پېلېږي او شپږ لوبډلې پکې ګډونوالې دي.
لوبغاړي باید د اګسټ په لومړۍ نېټه ویسټ انډیز کې وای او هلته باید ۱۴ ورځې قرنطین تېر کړي.
د سي پي اېل لوبو ویاند له کرېک بز وېب پاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ په داسې حال کې له حکومت څخه د لوبو اجازه ترلاسه کړه او لوبغاړو ته یې د سفر کولو زمینه برابره کړه، چې په دغه هېواد کې ټول بهرني پروازونه بند دي او پولې یې تړلي دي.
هغه د لوبغاړو په نه ورتګ خواشیني ښودلې.
د کرېک بز وېب پاڼې د راپور له مخې له سي پي اېل لوبو څخه د پاتې کېدو په صورت کې ښایي ځېنې لوبغاړو ته  ۴۰ زره امریکايي ډالر مالي زیان واوړي.

ښایي قېس احمد په انګلستان کې د بلاسټ سیالیو د پېلېدو په صورت کې له ګلوسېسټر شایرلوبډلې سره ولوبېږي.
ښایي شپږ افغان لوبغاړي په سږني اتم پړاو سي پي اېل سوداګریز لیګ کې برخه واخلي.
راشدخان، محمد نبي عیسی خېل، ظاهرخان، نجیب الله ځدران، مجیب الرحمن او نوین الحق هغه لوبغاړي دي، چې یاد لیګ  کې به ولوبېږي.