ژباړه: حمیدالله حمیدي
له نیکه مرغه نن سبا لکه څه ډول چې لازمه ده، خلک د دې لپاره روغه سټه ولري، د خپل خوب کیفیت ته ښه پام کوي. د خوب اړوند مسایل او هغه څه چې د خوب کیفیت لوړوي او یا یې ټیټوي، په امنو هېوادونو کې د رسنیو د خبرونو سر ټکي وي. مانا دا چې د خلکو لپاره خوب او د خوب کیفیت ارزښتمن شوی دی.
خو له بده مرغه ځینې بیا اوس هم د خوب په اړه بې ګټې او غلط نظرونه لري، چې دغه څه مو د خوب کیفیت له منځه وړي. د دې لپاره چې د خوب کیفیت مو لوړ شي او له هغه تېروتنو ډډه وکړئ، چې د خوب کیفیت مو خرابوي، ددې لیکنې لوستل در سره مرسته کوي.
لومړۍ تېروتنه: ټول انسانان ۸ ساعته خوب ته اړتیا لري
کېدای شي تر اوسه پورې مو ډېره دغه جمله اورېدلې وي. د خلکو تر منځ اوس دا دود شوې ده، چې که انسان اته ساعته ژور خوب وکړي ورته کافي دی. د ویلو ده چې دغه ډېره ښه قاعده ده، خو د هر چا د خوب شرایط توپیر کوي. دا هم باید ومنو چې که ټولو انسانانو په کافي اندازه خوب کولی، نننۍ نړۍ به له دې هم پرمختللې وای، خو دا خبره بیا سمه نه ده چې ټول انسانان یوازې اته ساعته خوب اته اړتیا لري. د هر چا د خوب اندازه توپیر کوي او دغه څه تر ډېره د هغوی تر جنیټیک پورې تړلې خبره ده.
دویمه تېر وتنه: کولی شو له شپږو ساعتو پر کم خوب هم ځان عادت کړو
د خوب اړتیا په هر انسان کې توپیر کوي. خو که ټول انسانان له شپږو ساعتو کم خوب وکړي، پر ګڼو روغتیایي ستونزو اخته کېدای شي. پوستکی یې ژر زړېږي او تمرکز یې له منځه ځي. د خوب کمښت په بدن کې د دردونو لامل کېږي. ډاکټران په دې اند دي، چې د خوب کموالی د انسان بډوډي استراحت ته نه پرېږدي هغه ده چې کله کله یې بډوډي کار پرېږدي او یا د بډوډو په اړوند ناروغۍ اخته کېږي.
درېیمه تېروتنه: د عمر په تېرېدو سره خوب ته اړتیا کمېږي
دغه تصور هم نن سبا بیخي عام شوی دی چې وایي، زاړه خلک لږ خوب ته اړتیا لري. دا ډېر غلط فکر دی. دا سمه ده چې د وخت په تېرېدو سره د خوب کچه هم توپیر کوي. هغه ځوانان چې بدن یې د ودې په حالت کې وي، ډېر خوب ته اړتیا لري، کله چې پوره ځوان شي، د خوب کچه یې یو څه کمېږي، خو په لوړ عمر کې بیا د انسان د خوب کچه چندان نه کمېږي، بلکې ډېر خوب ته اړتیا لري. بله خبره دا چې په لوړ عمر کې بیا انسان نه شي کولی د ځینو ناروغیو لکه ساه لنډي او نور له کبله په کافي اندازه خوب وکړي، نو لازمه ده چې له ټاکلې اندازې یو څه زیات خوب وکړي.
څلورمه تېروتنه: کولی شو ځان په کم خوب عادت کړو
ډېری کسان هڅه کوي، چې د ژوند هره شېبه یې په ډېره ارامۍ تېره شي، خو کله چې خبره د خوب راځي په دې برخه کې یې بیا فکر بدل شي. د خوب اړتیا د هر چا په جینټیک پورې نغښتې خبره ده. د انسان ژوند باید داسې تنظیم شي، چې د هر څه لپاره کافي وخت ولري، د خوب، خوراک، عبادت، کار او نور هر څه لپاره باید منظم مهالویش جوړ شي، تر څو یې ژوند ونه پاشل شي.
پنځمه تېروتنه: بې خوبي به دې د اونۍ په اخر کې جبران کړې
ډېری کسان په ورځني ډول د خوب یوه برخه د نورو کارونو لپاره ځانګړې کوي وایي، د اونۍ په اخر کې به یې جبران کړم. خو که تاسو په اونۍ کې ۷ ساعته خوب ته اړتیا لري او تاسو یې پر ځای ۵،۵ ساعته خوب وکړئ، د یوې اونۍ په تېرېدو سره به تاسو یوه کامله شپه خوب له لاسه ورکړی وي، چې دغه څه مو روغتیا ته زیان رسوي او د ژر زړښت لامل مو کېږي.