د هندي ورزشي ویبپاڼې(CRICKETNEXT) د راپور له مخي هند کرکټ بورډ غواړي د ۲۰۲۱م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب په نهو ښارونو کې ترسره کړي.
د یادي ویبپاڼې د راپور په بنسټ ممبي، نوي ډیلي، چینای، کلکته، بنګلور، درمساله، حیدراباد، احمداباد او لک ناو هغه ښارونه دي، چي پکې هند کرکټ بورډ پلان لري، تر څو د ۲۰۲۱م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام پکې ترسره کړې.
په هند کرکټ بورډ کي یو شمېر سرچینو ویلي:
«نهو ځایونو ته خبر ورکړل شوی، تر څو د شل اوریزه نړیوال جام لوبې پکې ترسره شي، خو د کورونا ویروس له امله لا هم په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، ځکه کورونا ویروس اوس لا هم په هند کي په شدت روان دی، خو په ټوله کي د کرکټ نړیوال جام ته پوره چمتوالی روان دی.»
د ۲۰۲۱م کال د کرکټ نړیوال جام
د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د روان ۲۰۲۱م کال په اکتوبر میاشت کې پیلیږي.
ددې ترڅنګ ددې ټورنمنټ پایلوبه به د احمداباد په نریندار مودي لوبغالي کې ترسره شي.