لیکنه: سمیع الله هلال
د انګلستان پخوانی وتلی لوبغاړی او لوبډلمشر کیون پیټرسن وایي، چې راتلونکی نړیوال جام په داسې مهال کېږي، چې د انګستان هوا به توده وي.
ده د اسیایي لوبډلو لپاره توده اوګرمه هوا د ګټې لپاره یو ښه زیری ورکړی.
پيټرسن زیاتوي، عمومآ کله چې د انګلستان هوا ګرمه او توده وي نو فیچونه یا ویشتنځای هم لکه د هند یا اسیایي ویشتنځای ( فیچونو) په شان وچ وي، چې په داسې فیچونو بیا اسیایي لوبډلې ښه ځلېږي.
انګستان یو له هغو هېوادونو دی، چې زیاتره وخت په کې هوا یخه او سړه وي، د کرېکټ زیاتره ویشتنځایونه یې شنه او د تېزو توپ اچونکو لپاره ښه ثابتېږي، هلته په انګستان کې زیاتره وخت اسیايي لوبډلې او په خاصه توګه توپ وهونکي د سختو مشکلاتو سره مخ کېږي.
پيټرسن په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې اسیایي لوبډلو لپاره دا یو ښه چانس دی، چې په راتلونکې نړیوال جام کې ښه وځلېږي.
دا پخوانی ستوری لوبغاړی کیون پيټرسن زیاتوي؛ دا ځل هند او انګلستان دوه هغه لوبډلې دي، چې نړیوال جام لپاره به ښه لوبې ترسره کوي او شاید دا جام دغه دواړو لوبډلو کې یوه لوبډله وګټي.
له دې مخکې زیاتو د کرېکټ مبصرینو هم د انګلستان لوبډله د راتلونکې نړیوال جام لپاره غوره لوبډله ګڼلې.
راتلونکی نړیوال جام چې د می میاشتې په دېرشمه په انګلستان کې د لسو غوره لوبډلو تر مېنځ پېيلېږي، چې د افغانستان په شمول په کې، هند، اسټرالیا، نوی زېلاند، جنوبي افریقا، انګلستان، پاکستان، بنګله دېش، سرې لنکا او ویسټ انډیز لوبډلې به په کې برخه ولري.
نړیوال جام ته د لوبېدونکو لوبغاړو نوملړونو اعلان لپاره د روانې میاشتې ۲۳ نیټه وروستۍ نېټه ورکول شوې او په نوملړ کې د تغیراتو لپاره یې د می میاشتې ۲۳ نیټه وروستۍ نیټه ټاکلې.
تر اوسه د نوې زېلاند لوبډلې خپل نوملړ اعلان کړی او افغانستان خپل درویش کسیزه لوبډله سویلې افریقې ته د تمریناتو لپاره استولې، کرېکټ بورډ وایې چې له همدې درویش کسیزې لوبدلې به نړیوال جام ته لوبډله غوره کړي، تر څو په راتلونکې نړیوال جام کې د افغانستان استازولي وکړي.