۲۰۱۸ کال پای ته ورسید او ۲۰۱۹ کال پيل شوی، ډېری خلک به دا فکر کوي چې په دغه کال کې به کوم ځانګړي فلمونونه بازار ته وړاندې کیږي.
په دغه کال به کې په یو شمېر د هالیوډ سېنما یا انګلیش فلمونه بازار ته وړاندې شي، ځینې به یې د اسکر جاېزې لپاره هم نوماند شي، ځېنې به په موسیقۍ جوړ شوي وي، ځینې به یې ښې کیسې لري او یو څه نور به د اتلانو یا هيروګانو په کیسو برابرشوي وي.
مطلب دا چې په راتلوونکو ۱۲ میاشتو کې د هر یو کس په ذوق یو نه یو د انګلیش فلم بازار ته وړاندې شي.
1) له جنوري تر مارچ
د فبرورۍ د میاشتې په ۲۴ نېته به د اسکر جاېزې مراسم تر سره شي خو تر هغې وړاندې به څو داسې فلمونه بازار ته وړاندې شي چې د دغه جاېزې د وړلو لپاره به ښه سیالۍ وکړي.
تر ټولو لومړی به په برتانوي کورنۍ جوړ شوی فلم دا فیوریټ(The Favourite) نندارې ته وړاندي شي، په دغه فلم کې مرکزي رول فلم ستورې اولیویا کولمین لوبولی، د فلم نقدکوونکي وایې چې په ښې اداکارۍ کولی شي چې د اسکر جاېزه تر لاسه کړي.
د دې سربېره پر نشي روږدي کېدو باندې جوړ شوی فلم بیوټي فول بوائ (Beautiful boy)، پر همجنس پرستۍ برابرشوی فلم فوائ ایریزډ(Boy Erased)، د مشهور ستوري نکول کډمین فلم چې پر جرمونو جوړ شوی او ډرامه لرونکي شکل لری، ډسټرائر(Destroyer) او څو نور فلمونه به د اسکر جاېزې ته نوماند شي.
له دې غیر ال ایز ټرو(All is True)، کین یو ایور فارګیو مي(Can you ever Forgiver me) او آ پرویټ وار(A Private War) به په راتلوونکو دريو میاشتو کې نندارې ته وړاندې شي.
هغه فلم چې په جنوري کې به د سېنما په پرده روښانه شي او مینوال یې زیات انتظار باسي د مشهور فلم جوړونکي شائمالان فلم ګلاس (Glass) دی.
په مارچ میاشت کې به یوه بل فلم کپټان مارول (Captain Marvel) هم نندارې ته وړاندې چې پکې به د ډلې مشري د لومړې ځل لپاره مېرمن د سوپر هېرو کپټان مارول رول ادا کړي.
د کارتون مینوالو ته هم په دغه دریو میاشتو کې دوه مهم فلمونو نندارې ته وړاندې کیږي چې یو یې هاؤ ټو ټرین یور ډاریګن(How To Train your Dragon) د سریز دریمه برخه ده او بله د لیګومووي(Lego Movie) دويمه برخه ده.
د دې ترڅنګ مینوال د مشهور فلم جوړونکي ټم برټن جوړ شوي ډمبوDumbo له پاره هم د انتظار شېبې شمېري کوم چې د والټ ډزني د ۱۹۴۱ کال جوړ شوي فلم بیا ځلي جوړشوي او اضافه والي په کې راوستل شوی.
2) له اپریله تر جون میاشتې
د سوپر هیرو فلمونه به هم سږ کال د سېنما ګانو هالونه ګرم وساتي او زیات شمېرمینوال به له ځانه سره ولري، تر ټولو د غټ نوم لرونکی فلم شازام (Shazam)، وروسته دویم ایونجرز فلم اخرۍ برخه، ایونجرز: اینډ ګیم(Avengers: End Game) هم نندارې ته وړاندي شي چې تمه ده دا به د دغه کال تر ټولو کامیاب او د ډېر زیات لیدونکو فلمونو څخه وي، ورسره په مئ میاشت کې به برائټ برن(Brightburn) فلم هم راشي او ترې وروسته به جون میاشت کې ایکس مين: ډارک فینکس(X-Men: Dark Poenix) هم ریلیز شي.
له دې ورهاخوا، یو بل فلم چې د مینوالو ورته زیاته تلوسه ده د پوکي مون(Pokemon) سیریز بل برخه، پي کاچو(Pikachu) فلم چې د میلادي کال د پسرلي د موسم په مهال خپور شي.
تر څنګ به یې مین ان بلیک(Men in Black) فلم سریز یو بله برخه به هم نندارې ته وړاندې شي، یو بل فلم ټوائی ستوري(Toy Story) فلم څورمه برخه او دا سیکریټ لائف اف پیټس(the Secret life of pets) فلم دوهمه برخه به هم روان کال ریلیز شي.
په دغه درې میاشتو کې به یو بل لوي فلم چې د هنرمند یا موسیقار الټن جان په ژوند جوړ شوی روکټ مین(Rocket Man) او ورسره د ډزنی فلم الادین(Alladin) سره د زیاتوالي پرسېنما ګانو روښانه شي.
3) له جولای تر سپټمبر میاشتې
د رخصتیو پر مهال زیات شمېر فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي چې ښه ګټه وکړي او سږ کال هم همداسې کېدونکي دي.
د مارول فلم، سپایډر مین(Spider Man) دویمه برخه، د فاسټ اینډ فیوریس(Fast and the Furious) فلم سیریز راتلوونکي برخه او جیرارډ بټلر فلم، اینجل هیز فالن (Angel Has Fallen) هم په دغه دریو میاشتو کې خپور شي.
مګر په دغه دوره کې هغه فلم چې د ډېرو ورته سخت انتظار دی د مشهور فلم جوړونکي کوئنټن ټارنټینو، ونس اپون ای ټایم ان هاليود( Once upon a Time in Hollywood) او په ۱۹۹۴ کې د د جوړشوي لائن کنګ(Lion King) کارټون د بیا جوړېدو سره وړاندې شي.
4) له اکټوبر تر ډسمبر پورې
د سال په اخري برخه کې به هم ځینې فلمونه خپاره شي چې مینوال یې له لومړیو ځکه معلومات لري چې په دا په حقیقت کې ټلویزیوني پروګرامونه وه کوم چې وروسته بیا په فلمونو بدل شوه.
په دې کې څو لوي فلمونه، چارلیز اینجلز(Charlie’s Angels)، ډا ايډمز فیملي(The Addams Family) او ماسټرز اف دا یونیورس(Masters of the unverse) شامل دي.
د سوپر هیرو د فلمونو لوی نوم، جوکر(Joker) فلم او ورسره د ارنولډ سوازنیګر مشهور فلم، ټرمینیټر(Terminator) نوې برخه هم نندارې ته وړاندې شي.
د ډزني لپاره دا کال هم یوه مهم کال دی ځکه چې د کال په پاتې برخه کې یا اخرې برخه کې د نوموړي دوه لوی فلمونه راځي چې په کې، سټار وارز: آپي سوډ نائن(Star Wars: Episode Nine) او د ماشومانو لپاره ښکلي کارټون فلم، فروزن(Frozen) دوېمه برخه هم ریلیز شي.