اسټرالیایۍ لوبډله چې په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ په کچه یوه پیاوړې لوبډله ده، تر اوسه په نړیوالو جامونو کې تر ټولو موافقه او بریالۍ لوبډله ثابته شوې.
اسټرالیا چې له انګلستان سره د کرکټ په غوړېدا او پرمختګ کې پوره ، پوره مرسته کوي آن په ښوونځیو کې د کرکټ مضمون لري، چې د ښوونځیو له دورې څخه زده کوونکي په کرکټ بوخت وي او کله چې زده کوونکي د فراغت مرحلې ته رسېږي، د زده کړو تر څنګ د کرکټ په برخه کې هم پوره مسلکي او ماهره وي.
همدا علت دی چې د نړۍ په کچه خورا خطرناک لوبغاړي د نورو هېوادونو ترڅنګ په اسټرالیا کې زیات موندل کېږي.
لومړی راځو دېته چې اسټرالیا په ۲۰۰۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې څه وکړل، چې یو ځل بیا غواړي په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې هم همداسې لوبه وکړي، ترڅو د شپږم ځل لپاره د نړیوال پنځوس اوریزجام اتلولي یوسي.
۲۰۰۳ م کال نړیوال جام او کوربانه هېوادونه
۲۰۰۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام د کرکټ نړیوالې شورا اتم پړاو جام و، د دغه جام لوبې د افریقا په براعظم کې په درې هېوادونوکې ترسره شوې.
افریقا، زِمبابوې او کینیا درې هېوادونه د ۲۰۰۳ م کال نړیوال جام کوربانه وو.
دا نړیوال جام په ۱۵ لوبغالو کې ترسره شو، چې پکې ۱۲ سهیلي افریقا کې وو، دوه په زِمبابوې کې وو او یو لوبغالی بیا د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې و.
دا لومړی ځل و چې د افریقا په لویه وچه یا قاره کې نړیوال پنځوس اوریز جام ترسره شو.
نمېبیا د لومړي ځل لپاره په دغه نړیوال جام کې ورشامله شوې وه.
د ۲۰۰۳ م کال نړیوال جام لومړنی ټورنمنټ و، چې ۱۴ لوبډلې پکې ولوبېدې.
نړیوال پنځوس اوریز جام په هرو څلورو کلونو کې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا دایرېږي، له دې وړاندې دغه جام ته د غوراوي جام سیالۍ تر سره کېږي، چې بیا ترې د غوراوي جام مخکښې لوبډلې نړیوال جام ته لاره مومي.
په ۲۰۰۳ م کال ورلډ کپ کې لوبډلې په ۲ ګروپونو وېشل شوې وې، چې اووه لوبډلې الف یا ای ګروپ کې او ۷ لوبډلې په ب یا بي ګروپ کې ولوبېدې.
د هر ګروپ له اووه، لوبډلو درې، درې لوبډلو یې دوهم پړاو یا سوپر شپږ پړاو ته لاره موندله.
په ۲۰۰۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې په الف ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، انګلستان، پاکستان، زِمبابوې، نېدرلېنډ او نمېبیا شاملې لوبډلې وې.
د الف ګروپ له ۷ لوبډلو څخه درې لوبډلو اسټرالیا، هندوستان او زِمبابوې سوپر سېکس یا شپږ غوره پړاو ته لار وموندله، انګلستان، پاکستان، نېدرلېنډ او نمېبیا له سیالیو بهرشول.
په بي ګروپ کې سریلانکا، نیوزیلېنډ، سهیلي افریقا، ویسټ انډیز، کینیا، کاناډا او بنګله دېش شامل وو.
سریلانکا، کینیا او نیوزیلېنډ د شپږ غوره لوبډلو پړاو ته لار وموندله.
بنګله دېش، کاناډا، ویسټ انډیز او سهیلي افریقا له سیالیو بهرشول.
دا مهال د افغان لوبډلې نوم او نښان نه و؛ هغه مهال چې کینیا او نمېبیا په نړیوال جام کې لوبېدل نن سبا یې نوم او نښان ورک دی او پر ځای یې افغان پیاوړې لوبډله په نړیوال جام کې د هېوادوالو له نندارې او تودو چکچکو سره مخ کېږي.
شپږ غوره لوبډلو پړاو او لوبډلې یې
د سوپر سېکس پړاو لوبډلو څخه اسټرلیا، کینیا، هندوستان او سریلانکا لوبډلې نیمه پایلوبو ته ولاړې، زِمبابوې او نیوزیلېنډ په شپږ غوره لوبډلو په پړاو کې له سیالیو بهرشوې.
کینیا تر سیمي فاینل یا نیمه پایلوبو پورې ولاړه، چې دې چارې د کرکټ نړۍ خورا حېرانه کړه.
په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسټرالیا، سریلانکا ته په ۴۸ منډو ماته ورکړه، سریلانکایي لوبډله له سیالیو بهر شوه او اسټرالیایي لوبډله سیده پایلوبې ته ورسېده.
او دوهمه نیمه پایلوبه کې هندوستان په نړیوال جام پایلوبه کې د کینیا د خوبونو تعبیرته د پای ټکی کېښود او په ۹۱ منډو هندوستان کینیا ته ماته ورکړه، کینیا له سیالیو بهر شوه او هندۍ لوبډله اسټرالیا پسې پایلوبې ته ور ورسېده.
په پایلوبه کې اسټرالیا، هندوستان ته په ۱۲۵ منډو ماته ورکړه او په دې ډول اسټرالیا د ۲۰۰۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام اتلولي واخېسته.
دا دریم ځل اتلولي وه، چې اسټرالیا وګټله.
په پایلوبه کې ریکي پونټېنګ ۱۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او دا څلورم لوبغاړی و، چې د نړیوال جام په پایلوبه کې یې سلیزه ووهله.
اسټرالیا او نړیوالو جامونو اتلولۍ
اسټرالیا ۱۹۸۷ ، ۱۹۹۹ ، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ م کلونوکې د نړیوالو پنځوسو اوریزو جامونو اتلولۍ ګټلي دي او سږ کال یې اراده کړې، چې یو ځل بیا دغه اتلولي وګټي.
اسټرالیا سږ کال له خپلې اتلوۍ دفاع کوي.
.