ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: صادق طارق
فوربز مجله، چې په نړیواله کچه یوه مشهوره اقتصادي مجله ده، د هرمیلادي کال له پای ته رسیدو سره د کال د بریالیو او شتمنو ښځو نوملړ خپروي.
دغې مجلې د تېرمیلادي کال د ښځینه میلیاردرانو لیست هم خپور کړی.
دلته به د دغه لیست د برخوالو ښځو د ژوند او شتمنیو په اړه معلومات درکړو:
پرنا کي
rrrrr ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟
پرنا کي په لندن پوهنتون کې اقتصاد لوستی. هغه د املاکو د برخې د یوه مشهور شرکت ۸۵ سلنه سهم داره ده.
کي، سمدستي د دغه شرکت د کورنیو چارو مدیره ده.
د شرکت ریاست د هغې پلار کړی او پلار نه وروسته به ریاست هم دې ته پاتې شي.
یانگ هویان
5 1 ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟
یانگ هویان د چین د کانتري ګاردن شرکت مشره او اجرایه ریسه ده.
هویان ته له ۲۰۰۷ راهیسې دغه شرکت د هغې پلار سپارلی.
یانګ هویان په چین او اسټرالیا کې د زیاتو شتمنیو د لرلو له کبله له ۲۶ کلنۍ راهیسې د چین د شتمنو ښځو په نوملړ کې ځای لري.
د هغې اوسنی عمر نه دی په ډاګه شوی.
سوزان سابانجي دینچر
2 ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟
سوزان سابانجي دینچر یوه ترکۍ بانکداره او د بانک مشره ده.
د ینچر بانک آکبانک نومیږي، هغه یې د مدیره پلاوي د ریاست دنده پر مخ وړي.
دا مېرمنه د سابانجي د شتمنې کورنۍ غړې ده. هغې له ۱۹۹۶ راهیسې د پلار د شتمنیو مسولیت پر غاړه اخیستی.
د هغې شرکت د ترکیې له ترټولو مهمو شرکتونو څخه ګڼل کیږي.
د دې د شتمنۍ کچه ۱.۱ میلیارده ډالره اټکل شوې ده.
سوزان یوازې د پلار په ورپاتې شتمنۍ مطرحه نه ده؛ هغې د پورتسموث په مشهور پوهنتون کې اقتصاد لوستی.
د سوزان وړتیاوې او زده کړې هم د دې د کورنۍ په مطرح کولو او ځلیدو کې خاصه ونډه لري.
لي سئو هیون
3 1 ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟
لي سئو هیون د سامسونگ شرکت د عامل مدیر لور ده.
هغه د پلار په شرکت کې ۵.۵ سلنه سهم لري. همدا سهم یا ونډه د لي سئو د میلیاردر کیدو لپاره کافی وه.
لي فعاله ښځه ده، ټولنیز فعالیتونه هم لري.
تامارا اکلستون
97 04 c07 827 ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟
تامارا اکلستون برتانوۍ موډله، ټولنیز شخصیت، د ټلویزوني خپرونو چلوونکې او د یوه میلیاردر لور ده.
هغې په ۲۰۰۹ کې د اسکای سپورټ ایټالوي تلویزون د فرمول خپرونې لومړۍ برخه مخته یوړه.
همدا شان یې ګڼې نورې مشهورې تلویزوني خپرونې مخته وړي دي.
په ۳۳ کلنۍ کې دغې مېرمنې هرهغه څه چې غوښتل، ترلاسه کړي وو. شهرت، شتمني او غوره کورنۍ.
تامارا په ۲۰۱۳ کې له جي روتلنډ سره واده وکړ، چې اوس یوه لور ورڅخه لري.
هغه تر ۴ میلیارده ډالرو پورې شتمني لري.
الیزابت هولمز
when she was 7 holmes tried to invent her own time machine filling up an entire notebook with detailed engineering drawings ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟
الیزابت آن هولمز د امریکا د روغتیا او ټیکنالوژۍ له مشهورو عالمانو څخه ده.
هغې د ترانوس په نوم د روغتیایي او ټیکنالوژیکو نوښتونو یو مهم شرکت تاسیس کړی.
تر۲۰۱۴ پورې هولمز په امریکا کې ۱۸ او ورنه د باندې ۶۶ اختراعات لرل.
دا له استثنایي ښځو څخه ده، چې میلیاردري ورته په میراث نه ده رسیدلې او خپله یې ځان میلیاردره کړې ده.
د هغې د خالصې شتمنۍ کچه ۴.۵ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
دا شتمني یې د اوړم کال د یوه لوی اقتصادي شکست باوجود خوندي ساتلې ده.
پریسیلا چان
1 ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟
پریسیلا چان د فیسبوک کمپنۍ د مالک مارک زاکربرگ مېرمنه او د ماشومانو ډاکټره ده.
هغه د امریکا ده، له زاکربرګ سره د هاروارډ پوهنتون له وخته پېژني.
پریسیلا د نړۍ د هغو ښځینه میلیاردرانو له ډلې ده، چې خپله یې دغه مقام ځانته ګټلی دی.
لورن پاول جابز
M Id 386587 Laureen Jobs ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟
لورن پاول جابز امریکایي پانګواله او د اپل شرکت له لویو شریکانو څخه ده.
هغه په والت دیزني شرکت کې هم ۸ سلنه سهم لري. لورن په ۱۹۹۱ کې د ایپل کمپنۍ له مالک استیو جابز سره واده وکړ.
په ۲۰۱۱ کې د ژوند ملګري له مړینې سره یې شرکت ټوله شتمني د ده نصیب شوه.
هغه په ۲۰۱۴ کې د نړۍ د غښتلو ښځو د نوملړ ۲۹ ځای خپل کړ.
ملینډا گیټس
566 ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟
ملینډا گیټس د مایکروسافټ کمپنۍ د مالک بیل گیټس مېرمنه ده.
ملینډا په ۲۰۱۳ کې له انګیلا میرکل او دیلما روسف څخه وروسته د نړۍ ترټولو ځواکمنه مېرمنه اعلان شوه.
دغې مېرمنې د کمپیوټر او اقتصاد برخو کې زده کړې کړي او له مخکښو ښځینه میلیاردرانو څخه ده.
سلما هایک
344334 ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟
سلما هایک مشهوره مکسیکویي – امریکایي سینماګره ده.
هغې په ۲۰۰۷ کې له فرانسوي میلیاردر فرانسوا هانري سره ګډ ژوند پیل کړ.
سلما اوس د نړۍ له مشهورو میلیاردرو ښځو څخه ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.