له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 
نن سبا که کوم هندي فلم تر ۵۰۰ میلونو هندي روپیو پورې بازار هم وکړي، خو بیا هم ورته ښه او ډېر بازار لرونکی فلم نه ویل کیږي، خو یو وخت داسې هم و که چېرې به کوم هندي فلم ان په ټوله نړۍ کې ۲۰۰ میلونه هندي روپۍ راټولې کړې، نو هغه به بریالی او ښه فلم و.
خو اوس وخت بدل شوی او ځينو هندي فلمونو خو خپل بازار ان تر دوه زره میلونو هندي روپیو پورې رسولی، چې ښه بېلګه يې د عامر خان “دنګل” فلم یادیدی شي.
خو که له یوه پلوه د عامر خان “دنګل” د دوه زره میلونو هندي روپیو په بازار کولو سره تر ټولو مخکې شوی، بل پلو بیا د سلمان خان “ټیوب لایټ” د ۲۰۰ میلونو هندي روپیو په ګټلو سره ناکام شوی او خان له جیبه تاون پرې کړی دی.
د هندي فلمونو د بودیجې او ګټې وټې د څار اداره ای بي او ایس په وینا که چېرې د نن سبا هندي فلمونو میلونونه ګټه له ۴۰ کاله وړاندې فلمونو د لکونو ګټې سره پرتله شي، نو معلومه به شي چې نن سبا د میلونو هندي روپیو ګټونکي فلمونه د پخوانیو فلمونو چې یوازې لکونو روپۍ به يې ګټلې وروسته دي.
د دغې ادارې په وینا د هندي روپیو قیمت او ارزښت ته په پام کې نیولو سره ویل کیدای شي چې په ۲۰۱۳ کال کې د عامر خان د “دوم ۳ “نه په ۱۹۷۵ کال کې “شغلې” فلم درې ځله ډېر بازار کړی دی.
یادې ادارې د ځينو هغو فلمونو لیست خپور کړی دی چې تر نورو يې ډېر بازار او ګته کړې ده. په دغه لیست کې له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۰۷ کال پورې هغه هندي فلمونه شامل شوي چې د بازار پرتله يې تر ۲۰۱۳کاله پورې د خپرو شویو فلمونو سره شوې ده.
596e340f8e850 له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۱. شغلې
شغلې چې د خپل وخت کامیاب فلم و، د ۱۹۷۵ کال د اګسټ پر ۱۵ مه نندارې ته وړاندې شوی او دې فلم په خپل وخت کې ۱۶۰۰ میلونه هندي روپۍ بازار کړی و.
شغلې د درمندر او امیتابچن د هغه وخت تر ټولو کامیاب او مشهور فلم و. دغه فلم لا هم خپل ارزښت نه دی بایللی او ګڼ مینه وال لري.
596e346026fed له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۲. مغلم اعظم
دغه فلم په ۱۹۶۰ کال کې خپور شوی و او هغه وخت يې ۱۳۰۰ میلونه هندي روپۍ ګټلې وې.
دغه فلم د هندي سینما د مشهورو فلمونو په ډله کې دی چې مرکزي رول یې ډیلیف کمار لوبولی دی.
596e34ba3939e له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۳. قسمت
د هندي سینما قسمت نومي فلم ډېر پخوا ان په ۱۹۴۲ کال کې خپور شوی چې د خپل وخت سره يې زر میلونه هندي روپۍ بازار کړی و.
596e3530bfd46 له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۴. هم اپ کې هی کون
د ډېرو پیسو ګټلو لیست کې د سلمان خان دا فلم په پنځمه شمېره کې دی او تر دې، مخکې شمېره کې “رتن” نومی فلم دی، خو په ۹۰ م کال کې دا لومړنی فلم و چې تر ټولو یې ډېرې پیسې ګټلې وې.
دغه فلم په ۱۹۹۴ کال کې خپور شوی دی او کابو په ټوله نړۍ کې يې ۹۶۰ میلونه بازار کړی و.
596e357eebbdc له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۵. دلوالې دلهنیا لې جاینګې
دا د هندي سینما د پاچا شاه رخ خان او کاجول رومانوي فلم دی چې په ۱۹۹۵ کال د اکټوبر میاشتې په ۲۰ مه خپور شوی او هغه وخت يې په ټوله نړۍ کې ۸۱۶ میلونه هندې پیسې ګټه کړې وه.
“دلوالې دلهنیا لې جاینګې” د شاه رخ خان په ښو او نوموتو فلمونو کې راځي چې اوس هم ګڼ مینه وال او لیدونکي لري.
596e35eea6c55 له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۶. راجا هندوستاني
راجا هندوستان د عامر خان فلم دی چې په ۱۹۹۶ کال د نومبر میاشتې په ۱۵ مه خپور شوی او هغه وخت يې ۶۵۲ میلونه هندي روپیو نه ډېر بازار کړی و.
دغه فلم د ۱۹۹۴ نه تر ۲۰۰۰ کال پورې د ډېرو پیسو ګټلو فلمونو په ۲۲ مې شمېره کې ځای لري، خو په ۹۰ مو کلونو کې د ډېرو پیسو ګټونکو فلمونو په کتار کې راجا هندوستاني درې لوی فلم و.
د عامر خان راجا هندوستان په هندوستان او له هندوستان نه بهر په نوره نړۍ کې اوس هم ګڼ مینه وال لري او دغه فلم لا هم د لیدونکو په زړونو کې ځای لري.
596e36aa1414d له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۷. ديل
دیل هم د عامر خان فلم دی. دا فلم د ۱۹۹۰ کال د جون میاشتې په ۲۲ مه خپور شوی و چې د خپل وخت سره تر ۱۱ میلونو ډېر بازار کړی و.
596e36e855522 له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۸. بېټا
بیټا د هندي سینما د وتلي فلمي ستوري انیل کپور فلم دی چې په ۱۹۹۲ کال کې خپور شوی او کابو په ټوله نړۍ کې يې هغه وخت زره میلونه هندي روپۍ ګټه کړې وه.
بېټا د انیل کپور هغه فلم دی چې لا هم ګڼ لیدونکي او مینه وال لري.
596e3742e8ded له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۹. کهلاړیو کا کهلاړي
دا د بالیووډ د منل شوي فلمي ستوري اکشي کمار فلم دی چې په ۱۹۹۶ کال د جون میاشتې پر ۱۴ مه خپور شوی او هغه وخت يې په هند او له هند نه بهر شاخوا ۱۱ میلونه هندي روپۍ بازار کړی و.
“کهلاړیو کا کهلاړي” د اکشي کمار د مشهورو فلمونو په کتار کې دی.
596e3799645b7 له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۱۰ هم دیل دې چکې صنم
د سنجي لیا بهنسالي په لارښونه دا فلم چې سلمان خان، اجی دیوګن او ایشورا رای په کې لوبیدلي دي، د خپل وخت د ډېرو پیسو ګټونکو فلمونو په کتار کې تر ټولو د ډېرې ګټې لرونکی فلم یاد شوی دی.
دا رومانوي فلم د ۱۹۹۹ کال د جون میاشتې پر ۱۸ مه خپور شوی او هغه وخت يې ۱۴۰۰ میلونه هندي روپۍ ګټلې وې.
“هم دیل دې چکې صنم” فلم لا هم ګڼ لیدونکي او مینه وال لري.
596e382b35e6d له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۱۱. دیوداس
ددې فلم تر خپریدو وروسته دادی ۱۵ کاله تېریږي، خو مینه وال لا هم ددې فلم په خوږو کې ډوب دی. دیوداس د شاه رخ خان او ایشورا رای ګډ فلم دی چې په ۲۰۰۲ کال خپور شوی او ۱۵۰۰ میلونه هندي روپۍ بازار يې هغه وخت کړی و.
596e365146960 له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۱۲. محبتې
دا د دوه وتلو فلمي ستورو امیتابچن او شاه رخ فلم دی چې د ۲۰۰۰ م کال د اکټوبر میاشتې پر ۲۷ مه خپور شوی او د ۲۰۰۰ م کال لومړنی فلم دی چې تر زر میلونو ډېر بازار يې کړی دی.
596e3384e55c4 له ۱۹۴۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې د ډېرو پیسو ګټونکي هندي فلمونه
۱۳. ویلکم
د ډېرو پیسو ګټونکو فلمونو په کتار کې ویلکم نوی فلم دی چې د نن نه کابو ۱۰ کاله وړاندې جوړ شوی دی. ویلکم د ۲۰۰۷ کال د ډیسمبر پر ۲۱ مه خپور شوی دی او په ټوله نړۍ کې يې کابو ۱۸۰۰ میلونه هندي روپۍ ګټلې دي.
باید وویل شي چې تر ۲۰۱۳ کال وړاندې د هندي سینما د ډېرو پیسو ګټلو فلمونو په ډله کې مسټر انډیا، کولي، ډان، نصیب، کرانتي نوکر، زینت، انکهې، ګپټ او پاکیزه فلمونه شامل دي.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.