لیکنه: محمدصابر حمیدي
د کریک ټریکر په نوم یوې نړیوالې ورزشي ویبپاڼې د ۱۷ نه تر ۳۹ کلنې پورې د نړۍ تر ټولو غوره کرکټران معرفی کړي، چې پکې درې افغانان هم شته.
راشدخان ارمان، مجیب ځدران او رحمن الله ګربز د افغان کرکټ ملې لوبډلې هغه درې تنه نامتو لوبغاړي دي، چې په دې ډله کې راغلې دي.
یاد لوبغاړي په دې ډول دي:
۱ـ د پاکستان نسیم شاه ۱۷ کلن؛
۲ـ د افغانستان رحمن الله ګربز ۱۸ کلن؛
۳ـ د افغانستان مجیب رحمن ۱۹ کلن؛
۴ـ د پاکستان شهین شاه افریدی ۲۰ کلن؛
۵ـ د افغانستان راشدخان ۲۱ کلن؛
۶ـ د بنګله دېش مهدي حسن میراز ۲۲ کلن؛
۷ـ د ویسټ انډيز شیمرون هیټمایر ۲۳ کلن؛
۸ـ د پاکستان امام الحق ۲۴ کلن؛
۹ـ د سویلي افریقا کیګسو ریباډا ۲۵ کلن؛
۱۰ـ د هندوستان جسپریت بومرا ۲۶ کلن؛
۱۱ـ د اسټرالیا پات کومینز ۲۷ کلن؛
۱۲ـ د ویسټ انډيز جېسن هولډر ۲۸ کلن؛
۱۳ـ د انګلستان بین سټوکس ۲۹ کلن؛
۱۴ـ د نیوزیلینډ کین ویلمسن ۳۰ کلن؛
۱۵ـ د هندوستان ویراټ کوهلي ۳۱ کلن؛
۱۶ـ د اسټرالیا نتن لاین ۳۲ کلن؛
۱۷ـ د بنګله دېش شکیب الحسن ۳۳ کل؛
۱۸ـ د انګلستان سټورډ براډ ۳۴ کلن؛
۱۹ـ د پاکستان اظهر علي ۳۵ کلن؛
۲۰ـ د نیوزیلینډ روس ټایلر ۳۶ کلن؛
۲۱ـ د انګلستان جېمز انډرسن ۳۷ کلن؛
۲۲ـ د پاکستان شعیب ملک ۳۸ کلن؛
۲۳ـ د هندوستان مهیندرا سینګ ډوهني ۳۹ کلن؛