د انګلستان کرکټ بورډ غواړي چې په ۲۰۲۰ م کال کې د سل توپونو کرکټ لوبې یوه نوې بڼه ایجاد کړي.
دا سیالۍ به د انګلستان په یوه ښار کې ترسره شي، چې پکې د سل توپونو لوبه مخته وړل کېږي.
دا طرحه د انګلستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۸ کال په اپرېل میاشت کې وړاندې کړې وه.
اوس یو ځل بیا د چهارشنبې په ورځ د انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې هره لوبډله کولای شي د شل اوریزو لوبو پرځای د سل توپونو لوبه وکړي.
دا څه ډول لوبه ده؟
د لوبې ډول د شل اوریزې لوبې په څېر دی، پنځلس اورونه چې نوي توپونه کېږي، ټول شپږ توپونه یو اور کېږي یعنې یو اور به شپږ توپونه وي، خو وروستی اور چې شپاړسم اور دی، لس توپونه ترسره کېږي او په دې ډول سل توپونه پوره کېږي.
د سل توپونو په لوبه کې یو بالر څو توپونه کولای شي؟
د سل توپونو په لوبه کې یو بالر کولای شي پنځه او یا هم لس توپونه په پرلپسې ډول ترسره کړي.
دا لوبې به د ۲۰۲۰ م کال څخه اخوا د تطبیق وړ شي.
د لوبډلو نوملړ:
په سل توپونو لوبه کې هره لوبډله کولای شي ۱۲ لوبغاړي واخلي؛ خو یواځې ۱۱ لوبغاړي لوبېدلای شي.
دا رولز او اصول ښایي د فرسټ کلاس سیالیو لپاره هم تطبیق شي.
ایا ټېسټ او یو ورځنۍ لوبې هم په دغه فارمټ کې شاملې دي؟
دا نوې لوبې ښایي یواځې د شل اوریزو لوبو ځای ناستې شي، په یو ورځنیو او ټېسټ لوبوکې تر اوسه د دغه بدلون په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو د انګلستان کرکټ بورډ او ویلز کرکټ بورډونه هڅه کوي لومړی د سل توپونو لوبه په لوبډلو او لوبغاړو ومني تر هغې وروسته به د یو ورځنیو او ټېست لوبو لپاره هم تصمیم نیسي.
د سمرسېټ لوبډلې چې د انګلستان د ځايي ښار لوبډله ده، مشر انډي ناش وایي، که چېري دا لوبې رواج شي، ښایي ټېسټ او یو ورځنۍ لوبې څوک خوښې نه کړي.
دا لوبې د ۲۰۲۰ م کال په سر کې رسمي کېږي او د ۲۰۱۹ م کال په لومړیو میاشتو کې به په انګلستان کې د دوو ښارونو ترمنځ د سل توپونو لوبه وشي.
د لوبې اصول:
شل توپونه د توپ وهنې پاور پلی ته ځانګړي شوي دي.
دوه ډګر ساتونکي یا فېلډران به د ۳۰ یارډ سرکل یا دایرې څخه بیرون وي.
د لوبې په اویایم توپ کې د بالېنګ برخې لوبډلمشر کولای شي، چې سټراټېجیک ټایم اوټ یا مهم وخت د مشورې لپاره واخلي.
د وقفې او مشورې په دغه وخت کې کولای شي، چې د لوبډلې روزونکی راشي او لوبغاړوته مشوره ورکړي.
له اوټ شوي توپ وهونکي وروسته نوې توپ وهونکی باید کریز یا پیچ ته په ۳۰ ثانیوکې ځان راورسوي او توپ ولوبوي.
کله چې یو بالر خوږ شي دوه فیلډران کولای شي، د بالر پر ځای توپ اچونه وکړي.
د انګلستان کرکټ بورډ ولې غواړي، چې لوبې کمو بالونو ته راښکته کړي؟
دا چې نړۍ کې بوختیاوې ورځ تر بلې ډېرېږي او د انسانانو غوښتنې هم لوړېږي؛ نو باید زیات کار وکړي او کله چې یو څوک کار کوي هغه نو بیا ډېرو لوبو کتلو ته وخت نه لري؛ نو په دې خاطر کرکټ ادارې هڅه کوي، چې لنډ فارمټ لوبې ترتیب کړي چې خلک یې په کم وخت کې وګوري.
بل دا چې د لوبو جوش او خروش به ورسره زیات شي او ګرمې به شي.
دریم دا چې په اوږدو لوبو ډېر لګښت کېږي او لنډو لوبو باندې مصرف کم راځي او اقتصادي تمامېږي.
اوس مهال په هانکانګ کې د ۵ اورونو لیګ ترسره شوی دی او په عربي متحده اماراتو کې د لس اورونو لوبې کېږي او نوې رامنځته شوي دي.
ښایي ځېنې نور علتونه هم ولري.
د ویډیو لېنک: