دا لس حقایق ښايي ترخه وي، خو پرې پوهیدل د ژوند په تنظیم کې مرسته کوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکوال: لشلان براون
ژباړه: ګلاب هیواد، د یاران ټیم لیکوال
زه نهه ویشت کلن یم او لا باید ډیر څه زده کړم. خو زه پوهیږم چې ژوند تر هغه څه ډیر سخت دی چې دا د بریالیتوب په اړه خپریدونکي کیسې یې موږ ته وايي. له همدې کبله نن زه غواړم د ژوند څو ترخه حقیقتونه درسره شریک کړم چې ډیر کله یې خلک موږ سره نه شریکوي.
1- بې هدفه ژوند بې معنی ژوند دی

که ته د یو ځانګړي څه لپاره کار نه کوي، نو بیا ته داسې لاروي ته ورته یې چې لورې یې معلوم نه وي. اهداف موږ سره مرسته کوي چې ژوند کې مهم او نامهم کارونه سره بیل او معلوم کړو.
کله چې زه خپلې ماضي ته ګورم، زما د خوښۍ شیبې هماغه وې چې ما په کې په حاضر وخت تمرکز کړی و او د ځان څخه مې د یو لوی څه په لور کار کاوه.
2- نور خلک ستا په اړه څه فکر کوي، دا ريښتیا هم هیڅ مهم نه دي

” تاسو هیڅ مسولیت نه لرئ چې هسې ژوند وکړئ چې نور خلک فکر کوئ تاسو باید څه ډول و اوسئ. زه هیڅ مسولیت نه لرم چې هسې واوسم څه ډول چې خلک له ماتمه لري. دا د دوی تیروتنه ده، زما ناکامي نه ده.“ ریچارډ فینمن

زه باور لرم چې موږ ډیر د نورو لپاره ځینې داسې کارونه کوو چې نه مو زړه غواړي او نه موږ او ټولنې ته ګټور دي. موږ باید پوه شو چې دا ساده توب دی. د خپل ځان د ارزښت ټاکلو لپاره په اړه په بشپړه توګه په نورو تکیه کول سالم او ګټور څه نه دي.
دا په تاسو پورې اړه لري ځان ته خپل ارزښت او تایید جوړ کړئ. نه دا چې دې پسې یئ چې خلک ارزښت درکړي او تایید مو کړي.
” تاسو هیڅ مسولیت نه لرئ چې هسې ژوند وکړئ چې نور خلک فکر کوئ تاسو باید څه ډول و اوسئ. زه هیڅ مسولیت نه لرم چې هسې واوسم څه ډول چې خلک له ماتمه لري. دا د دوی تیروتنه ده، زما ناکامي نه ده.“ ریچارډ فینمن
3- موږ ډېر کنټرول نه لرو

له موږ ډیر له اضطراب او اندیښنې سره ځکه لاس او ګریوان دي چې موږ غواړو په خپل ژوند کې پر هر څه کنټرول ولرو. خو حقیقت دا دی چې موږ ډیر کنټرول نه لرو.
د خپل وجود په اړه فکر وکړئ. ستاسو ويښته په خپل سر لویږي، ستاسو زړه په خپله درزیږي. او ستاسو په وجود کې شته غدې په خپل سر ترشحات کوي.
که غواړې د انسان په څیر ژوند وکړې نو دا ډیره اړینه ده چې قبوله کړې، موږ پر ژوند ډیر کنټرول نه لرو.
په ځینو مواردو کې باید پېښې پریږدئ چې تیرې شي او هغه څه چې د کنټرول وړ نه وي ومنئ.
له دې سره به تاسو پر هغو شیانو چې ريښتیا یې ترسره کولی شئ ډیر انرژۍ ولګوئ، ددې پر ځای چې پر ناممکنو شیانو اندېښنه وکړئ.
4- ناکامي د بریالیتوب لورې ته تللی سړک دی
” بریالیتوب پای نه ده، او ناکامي برخلیک نه دی، دا جرات او هڅاندي ده چې دوام یې د بریالیتوب لوری درکوي.“ وینسټن چرچیل

د هیچا ژوند بشپړ بریالیتوب نه دی. دا ممکنه نه ده چې په ژوند کې د ناکامۍ سره مخ نه شئ. خو دا مهمه ده چې ناکامۍ بریالیتوب ته د رسیدو په فرصت بدلې کړئ.
موږ ډیر کله هڅه کوو له ناکامۍ ځان وساتو، ځکه دا موږ ته د خپل ځان په اړه بد احساس راکوي او له همدې کبله ځینې هغه ګټور کارونه ددې لپاره نه کوو چې په کې د ناکامۍ ویره وي. خو یاد لرئ چې ناکامي باید د بریالیتوب لورې ته د زینې د اړکي په څیر وکاروئ.
5- شخصیت د هغه څه له مخې چې ملکیت دې دی نه تعریفیږي

قیمتي موټر، برانډ لرونکي بکسونه او ښایسته جامې… واقیعت دی چې ښې به ښکاره شي، خو دا شیان ستاسو په شخصیت کې هیڅ نه اضافه کوي او نه یې کموي.
ددې وخت دی چې پر دې ظاهري شیانو تمرکز کم کړئ او پر ځای یې پر معنی لرونکو تجربو، ټولنیزو ښیر ښیګڼو او اړیکو کار وکړئ.
6- د یو څه په اړه فکر کول او د یو څه ترسره کول یو شی نه دي.
 
” غواړې پوه شې چې ته څوک یې؟ پوښتنه یې مه کوه. عمل وکړه، ستا کړنې ستا تعریف دی.“ توماس جیفرسن

موږ ځوانۍ کې ډیر لوړ لوړ خیالونه او خوبونه لرو. خو که چیرې له لوړو فکرونو او خیالونو د پوره کیدو لپاره عمل ونه کړئ، همداسې خوبونه پاتې کیږي.
بریالیتوب تاسو پسې نه راځي چې د کور دروازه مو وټکوي او له ځان سره مو په چکر بوځي. دا زموږ مسولیت دی چې پورته شو او هغه څه ترسره کړو چې په اړه یې موږ فکر او خیال لرو.
موږ ټول اړتیا لرو چې د یو کار د ترسره کولو لپاره د یو بشپړ او مناسب وخت انتظار پریږدو، راځئ چې وخوځیږو…
7- بدلون د ژوند یوازینی قانون دی چې حساب پرې کولی شې.

” بدلون د ژوند قانون دی، او هغه کسان چې یوازې ماضي او حال ته ګوري یقینا چې راتلونکی له لاسه ورکوي.“ جان ایف کینډي

بدلون په کایناتو کې ثابت څه دي. که د یو انسان په توګه ته هر څومره هڅه وکړې دا نه شې کولی چې د خالق تعالی په خلقت کې روان طبیعي لوری بدل کړې.
موږ ټول زړیږو. دا ښه ده چې زړښت ته پر لاره، لاره ښې شیبې تیرې کړو او د نورو په ګټه راشو. او دا ومنو چې ژوند روان بهیر دی. .. لکه روانې اوبه..
 
۸- مرګ حق دی هر څوک بالاخره مري

” د خپل مور پلار سره مینه وکړئ، قدر یې وکړئ او ویې نازوئ. تاسو د دوی په ارزښت هله پوهیږئ چې د ناستې تشې څوکۍ او تش ځایونه یې وګورئ.“

کله چې موږ ځوانان یوو، موږ ددې واقیعت قدرداني نه کوو. موږ فکر کوو چې زموږ مشران به تل ژوندي وي. خو دا حقیقت نه دی.
که چیرې تاسو دا له یاده وباسئ نو ښايي په ژوند کې د هغو ریشتو چې لرئ یې قدر ورنه کړئ شئ. او افسوس هله کوئ چې بیا دا ریشتي نورې نه وي پاتې.
۹- اندېښنه داسې څه نه دي چې ګټه وکړي.

” که یو ستونزه د هواري وړ وي، که یو داسې څه وي چې تاسو یې د یوې ستونزې د هواري لپاره کولی شي نو بیا د اندېښنې اړتیا نه شته. خو که ستونزه د هواري وړ نه وي، بیا هم د اندېښنې اړتیا نه شته، ځکه په دې صورت کې هم اندېښنه هیڅ مرسته نه شي کولی. هغه که هر څه وي.“ دلاۍ لاما

اندېښنه په ذهن کې پیدا کیږي او واقیعت دادی چې زموږ ژوند ته هیڅ ارزښت نه لري. ایا اندېښنه هغه څه چې پېښیدونکي دي بدلولی شي؟ که ځواب نه وي نو بیا اندېښنه د وخت ضایع کول دي.
د اندېښنې په اړه یو پوه وايي: ” په اندېښنه هیڅ نه تر لاسه کیږي، ان که شل ځله نوره هم د یو څه په اړه اندېښنه وکړې، دا به په نړۍ کې شته وضیعت کې هیڅ بدلون رانه ولي. په واقیعت کې ستاسو اضطراب او اندېښنه چارې لا نورې خرابوي. که چیرې موږ نه پوهیږو چې څنګه ساه واخلو، وخاندو، او څنګه د ژوند له هرې شیبې که خوږه وي که ترخه خوند واخلو؟ نو بویه چې موږ له بل هیچا سره د مرستې وړتیا نه لرو. زه په همدې شیبې کې خوشاله یم، تر دې زیات څه نه غواړم. زه کوم اضافي خوښي او شرایط نه غواړم چې زما ددې ګړۍ خوښي زیاته کړی شي، همدا خپله خوښي ده.“
۱۰ – د کړاو ګاللو ريښه داده چې موږ په موقتي خوښيو پسې ګرځو

” ډیر خلک فکر کوي چې مستي او هیجان خوښي ده، خو کله چې ته هیجاني یې، ته ارام او سکون کې نه یې، ريښتیني خوښي په سکون او سوله کې ده.“

موږ ډیر په هغو احساساتو پسې وارخطا لټون کوو چې ګومان کوو موږ ته خوښي راکوي. موږ فکر کوو چې خوښي هیجان، خوند، رضایت …. دي . خو دا لنډمهاله احساسات دي. او په دې موقتو احساساتو پسې پرلپسې لټون تاسو زجرګاللو ته راکاږي ځکه دا دوام نه کوي.
ددې پرځای ريښتیني خوښي، د خپل دننه سکون او قناعت کې موندلی شئ. په هغه څه چې یئ او هغه څه چې لرئ یې شکر ایستل ريښتیني خوښي درکولی شي.
یادونه: دا لیکنه د یاران د کاري ټیم له خوا ژباړل او چمتو شوې. موږ به خوشاله شو چې د یاران د ویب پاڼې له لینک سره یې په فیسبوک کې شریکه کړئ. خو کاپي کول او نورو ځایونو کې په یو او بل نوم له اجازې پرته خپراوی یې د یاران د لیکوالو سره بې انصافي ده.