لس داسې څه چې ستړۍ او له ستریس ډک ژوند مو هوسا کولی شي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 
لیکنه: جاکو ماریاس
ژباړه: غازي عابد
 
۱- هر کله چې ورزش یا تمرین کوئ او روان یاست؛ نو غوږې (ګوشکي) واچوئ او څه شی واورئ. هر څه چې درته مناسب او مثبت اغیز یې درلود وایې ورئ.
۲- ډیره ساده او اسان ژوند غوره کړئ.هغه اضافي شیان چې اړتیا ورته نه لرئ وپلورئ او د ژوند اضافي بوجونه مو له ځانه لرې کړئ، څو یو ساده، ارام، هوسا او د توان وړ ژوند ولرې.
۳- هره ورځ تقریباً ۵ تنو سره تعارف وکړئ، مشورې ترې واخلئ، مننه وکړئ او د هر چا احترام وکړئ.
۴- شکایت او سرټکول پریږدئ.کیدای شي میلیونونه کسان وي چې ستاسې غوندې د بدې ورځې ارمان وکړي، یعنې ممکن نور له تاسې بدتر حالت ولري او ارمان به یې وي چې ستاسې په شان ژوند خو یې شي.
۵- ډیرې اوبه وڅښئ او زیاتې شنې سبزیانې او ترکارنې وخورئ. هغه چې انرژي او قوت درکوي.
۶- خپل ډیرو خت مو په کتاب لوستلو ولګوئ او خپل زیات وخت په ټولنیزو شبکو کې په بې فکره، بې مانا او خرابو شیانو مه تیروئ.
۷- د مننې، قدردانۍ او خوښۍ یوه کاري کتابچه له ځان سره ولرئ او په کې لیکل وکړئ.
۸- لږ تر لږه د مهربانۍ او ترحم یو کار په تصادفي ډول سره وکړئ.
۹- د چوپتیا او خاموش کیښناستو لپاره مو وخت بیل کړئ.
۱۰- هره ورځ کوښښ وکړئ چې د ژوند کولو یوه نوې لار او چل زده کړئ.