ژباړه: عطا محمد میاخېل
د نړۍ ځینې هېوادونه دومره کوچني دي، چې مساحت یې ۵۰۰ کیلومتر مربع ته هم نه رسېږي. واتیکان، موناکو، نائورو، تووالو، سن مارینو، لېختن شتاین، مالدیو او څو نور هېوادونه، د نړۍ د کوچنیو هېوادونو برخه دي. دا هېوادونه تر ډېره په اروپا، د کارائیب سمندر او په آرام سمندرګي کې واقع شوي دي.
نن په نړۍ کې کابو ۱۹۵ هېوادونه شتون لري. کله چې د هېواد نوم رامنځته کېږي، په ناخبره توګه د انسان ذهن ته د لویو هېوادونو نوم، چې ډېر خلک لري، راځي، خو په نړۍ کې داسې هېوادونه هم شتون لري، چې حتا له یوه ښار څخه هم کوچني دي، دا هېوادونه تر ډېره په اروپا، د کارائیب سمندر او آرام سمندرګي کې پیدا کېږي. ډېر داسې هېوادونه شتون لري، چې مساحت یې له ۴۰۰ متر مربع څخه هم کم دی. د نړۍ د لس کوچنیو هېوادونو ټول مساحت کابو ۴/۱۴۱۹ کیلو متر مربع دی، چې د تکزاس د هیوسټون د ښار له مساحت څخه هم کم دی، چې د تکزاس د هیوسټون د ښار مساحت ۲/۱۶۲۵ کیلومتر مربع دی.
د دې لیکنې په دوام د نړۍ په لسو کوچنیو هېوادونو باندې رڼا اچوو:
۱ ـــ واتیکان
د نړۍ تر ټولو کوچنی هېواد واتیکان یا سپېڅلی سریر دی. دا هېواد یوازې ۴۴/۰ کیلومتر مربع پراخوالی لري او د مساحت له پلوه د نړۍ تر ټولو کوچنی هېواد ګڼل کېږي.
واتیکان د ایټالیا هېواد په پلازمېنه روم کې واقع شوی دی او د نړۍ د کاتولیکانو ستر مرکز دی. د سن پیټر په نامه د نړۍ تر ټولو ستره کلیسا په واتیکان هېواد کې ده. رنسانس د دورې ډېر آثار لکه: د ترحم مجسمه (Pieta) او د آدم خلقت په دې کلیسا کې دي.
د دې هېواد عواید له یو میلیارډ څخه د زیاتو داوطلبو کاتولیکانو له خوا تامینېږي او پاتې برخه د لیکونو د کاغذي پوښونو او سیلیانیانو لپاره د یاد ګار له لارې ترلاسه کوي.
۲ ـــ موناکو
موناکو په فرنچ ریویرا کې واقع شوی دی او د نړۍ د میلیونرانو او ملیادرانو لپاره، په یوه مناسب ځای او مرکز باندې بدل شوی دی. دا هېواد په جوارۍ، تجارتي توکو او د لوکسو خدماتو په وړاندې کولو سره مشهور دی او له همدې امله د شتمنو کسانو د پام وړ ګرځېدلی دی.
موناکو له درېیو خواو له فرانسې سره ګډه پوله لري او له بلې خوا د مدیترانې سمندر سره نښتی دی. د دې هېواد ډېری وګړي په فرانسوي ژبه خبرې کوي. موناکو د ۳۶ زره وګړو په لرلو سره، د نړۍ د ګڼ نفوسه هېواد لقب یې ځان ته غوره کړی دی. په دې هېواد کې تر ټولو مهمه پېښه د یو فورمول مسابقه ده، چې هر کال د ښار په سړکونو کې ترسره کېږي.
۳ ـــ نائورو
نائورو د استرالیا په ختیځ کې یوه جزیره ده او د نړۍ تر ټولو کوچنۍ جزیره ګڼل کېږي. دا هېواد په اتیایمې میلادي لسیزه کې د فاسفېټ د کانونو په خاطر، چې په کې شتون لري مشهور شو، خو نن نور د سیلانیانو د پام وړ نه دی. دا جزیره مخکې د (په زړه پورې) جزیرې په نامه پېژندل کېده. د دې هېواد د فاسفېټو کانونه کابو تش شوي دي او د بېکارۍ کچه ۹۰ سلنې ته رسېدلې ده، ۱۰ سلنه نور په دولت کې کار کوي. په دې هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې وزن یې زیات دی، ډېر تر سترګو کېږي. کابو ۹۷ سلنه نارینه او ۹۳ سلنه ښځینه د وزن له زیاتوالي څخه کړېږي او په همدې دلیل د شکرې د دویم ډول په ناروغۍ اخته ډېری کسان په همدې هېواد پورې تړاو لري. د نائورو هېواد ۴۰ سلنه کسان په شکرې ناروغۍ باندې اخته دي. دا هېواد د ۲۱ کیلومتره مساحت په لرلو سره د نړۍ درېیم کوچنی هېواد ګڼل کېږي.
۴ ـــ تووالو
تووالو، چې پخوانۍ نوم یې ( الیس جذایر) دی، په آرام سمندرګي او د استرالیا په شمالي ختیځ کې قرار لري. دا هېواد د ۲۶ کیلومتر مربع مساحت په لرلو سره، د نړۍ څلورم کوچنی هېواد ګڼل کېږي. په دې هېواد کې کابو ۱۰ زره کسان ژوند کوي. تووالو ۸ کیلومتره سړک او یو روغتون لري. دا هېواد یو وخت د بریتانا مستعمره وه، خو په ۱۹۷۸ میلادي کال کې یې خپله خپلواکي اعلان کړه. سیلانیان له نورو هېوادونو څخه د دې سیمې د لرېوالي په خاطر دې هېواد ته سفر نه کوي. په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له دې هېواد څخه ۲ زره کسانو لیدنه کړې وه، چې ۶۵ سلنه یې د کار لپاره هلته تللي وو.
۵ ـــ سان مارینو
دا هېواد د ۶۱ کیلو متر مربع مساحت په لرلو سره، په ایټالیا کې قرار لري او د نړۍ پنځم کوچنی هېواد ګڼل کېږي. ویل کېږي، چې سان مارینو تر ټولو لرغونی هېواد دی، چې خپله خپلواکي یې اعلان کړې ده او تر ټولو شتمن هېواد دی. سان مارینو د ۳۰ زره کسانو په لرلو سره، په نړۍ کې د بېکارۍ تر ټولو په ټیټه کچه کې دی.
۶ ـــ لیختن شتاین
دا الماني ژبی هېواد، یوازینی هېواد دی، چې په بشپړه توګه په آلپ کې قرار لري. لیختن شتاین د سویس او اتریش ترمنځ مېشت دی او مساحت یې ۱۶۰ کیلومتر مربع دی. د دې هېواد ناخالصو ملي تولیداتو ته په پام سره، شتمن هېواد دی او د بېکارۍ کچه پکې ډېره ټیټه ده، ( کابو ۵/۱ سلنه )، لیختن شتاین ته سفر کول لږ ستونزمن کار دی، ځکه چې هېڅ هوایي ډګر نه لري. مسافرین دې هېواد ته د رسېدو لپاره، باید د زوریخ هوایي ډګر ته لاړ شي.
۷ ـــ د مارشال جزایر
د مارشال جزایر، چې رسمي نوم یې د مارشال جمهوري جزایر دی، چې په آرام سمندرګي کې قرار لري او کابو د امریکا او هاوای ترمنځ واقع شوی دی. دا هېواد مخکې د میکرونزي یو د آرام سمندر له درېیو سترو ټولګو څخه او د اقیانوسیه لویې وچې له سیمو څخه دی او له بېسارو وحشي حیواناتو څخه برخمن دی. له ۸۰ ډولونو څخه ډېر کبان او ۱۶۰ ډوله مرجانونه په دې جزیره کې شتون لري.
۸ ـــ سنت کیتس او یویس
دا دوې جزیرې د کارایب په سمندر کې دي او کابو د هغو لومړنیو جزیرو برخه دي، چې اروپایانو اشغال کړي. د دې هېواد اقتصاد په سیلانیانو، زراعت او کوچنیو صنایعو پورې تړاو لري. د بورې صادرات په دې هېواد کې اوږده مخینه لري. هغه سترې ګیاوې، چې د هوټلونو او ټاپو ګانو شاوخوا ته شتون لري، د هغه ځای د ښکلا سبب شوې دي. دغه راز دا جزیرې د لامبو لپاره ډېر ښه او په زړه پورې ځایونه لري. د دې هېواد مساحت ۲۶۱ کیلومتر مربع دی.
۹ ـــ مالدیو
دا له سیلانیانو ډک هېواد د هند په اقیانوس کې واقع شوی دی، د مساحت او وګړو له پلوه په آسیا کې تر ټولو کوچنی هېواد ګڼل کېږي. په مالدیو کې له ۱۱۹۲ څخه ډېرې جزیرې شتون لري، چې د دې هېواد ډېره برخه یې تشکیل کړې ده او همدا چاره د دې سبب شوې، چې مالدیو د نړۍ تر ټولو تیت هېواد شي. دا هېواد یو وخت د پرتګال او آلمان تر ولکې لاندې و، خو په ۱۹۶۵ میلادي کال کې یې خپله خپلواکې اعلان کړه. د مالدیو د خپلو سپینو ساحلونو او پاکو اوبو په خاطر د سیلانیانو د پام وړ ګرځېدلی دی. مساحت یې ۳۰۰ کیلومتر مربع دی.
۱۰ ـــ مالت
مالت د مدیترانې په سمندر کې یوه جزیره ده. د مالتا جمهوریت له درې جزیرو څخه تشکیل شوی دی: ګُزو، کومینو او مالتا، دا هېواد د ۴۵۰ زره وګړو په لرلو سره، د وګړو له پلوه په نړۍ کې یو له ګن مېشته هېوادونو څخه بلل کېږي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سیلانیان د لمریزې هوا، شتمن تاریخ او د ښایسته او په زړه پورې حیواناتو د لیدلو لپاره، دې هېواد ته سفرونه کوي. دا هېواد ۳۱۶ کیلومتر مربع مساحت په لرلو سره، د نړۍ لسم کوچنی هېواد ګڼل کېږي.