ژباړه: عطا محمد میاخېل
د ژوند د مهارتونو زده کړه، د فرد ټولنیزې او اروایي وړتیاوې ډېروي او د دې سبب ګرځي، ترڅو فرد وکولای شي په غوره او اغېزمنه توګه د ژوند له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شي. هرڅومره چې د فرد د ژوند مهارتونه لوړ او زیات وي، نو په ښه توګه کولای شي خپله اروایي روغتیا او چلند خوندي کړي او په منطقي او اغېزمنه توګه رامنځته شوې ستونزې لرې کړي.
د ژوند مهارتونه د فرد د جوړښت ځواک ډېروي، په دې سره شخص کولای شي ټولنیز او د خپل شخصي ژوند مسؤولیتونه په ښه توګه ومني او خپلې وړتیاوې څرګندې کړي او د ستونزو په حل کې له کمزورۍ څخه، له رامنځته شویو زیانونو څخه خوندي پاتې شي. د نړۍ روغتیایي سازمان لس ګوني مهارتونه معرفي کړي دي، چې هرڅوک باید د فردي او ټولنیز بریالي ژوند د لرلو لپاره، دا وړتیاوې ترلاسه کړي:
۱ ـــ د ځان خبرونې مهارت:
د ځان خبرونې مهارت، د هر فرد د کمزورو او پیاوړو ټکو د پېژندلو وړتیا ده. که چېرې هر فرد وکولای شي، له ځانه واقع بینانه تصویر تر لاسه کړي او خپلې اړتیاوې او لېوالتیاوې په ښه توګه وپېژني، کولای شي له خپلو فردي او ټولنیزو حقونو او مسؤولیتونو سره آشنا شي.
۲ ـــ د همغږۍ مهارت:
همغږي په دې مانا ده، چې فرد په هر ډول شرایطو کې څه ښه او څه بد، وکولای شي نور او ستونزې یې درک کړي. په دې ترتیب له نورو سره مینه لري او دغه راز نور له ده سره مینه لري او یو بل ته پام کوي، چې په پایله کې، له یو بل سره د افرادو ټولنیزې اړیکې ښې کېږي.
۳ ـــ د افرادو ترمنځ د اړیکو مهارت:
دا مهارت، له نورو سره واقع بینانه ګډون، اعتماد او همکاري مشخصوي او د دې سبب ګرځي، ترڅو له نورو سره دوستانه اړیکې رامنځته کړي، ناسمو او ناسالمو ملګرتیاوو ته د پای ټکی کېږدي، ترڅو کوم څوک له دا ډول اړیکو څخه زیان ونه ویني.
۴ ـــ د اغېزمنې اړیکې مهارت:
د دې مهارت په ترلاسه کولو سره، افراد دا زده کوي، چې په سمه توګه د نورو د ښه درک کولو لپاره، د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي. دغه راز فرد وکولای شي، خپلې اړتیاوې او احساسات له نورو سره شریک کړي، ترڅو هم د نورو اړتیاوې او هم خپلې اړتیاوې یې پوره شي او په پایله کې ښه او رضایت بښونکې اړیکه رامځته شي.
۵ ـــ له عصبي فشار سره د مقابلې مهارت:
په عصري او ماډرنه نړۍ کې ژوند، له ډېرو اروایي فشارونو سره مل دی، که چېرې دا فشارونه له بریده زیات اوږده شي، نو د افرادو په ژوند باندې منفي اغېزه ښندي او د جدي ستونزو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابروي. د دې مهارت په زده کولو سره، افراد په ځان او نورو کې مثبت او منفي هیجانونه پېژني او هڅه کوي، چې غبرګون ښکاره کړي، چې دا لاملونه ستونزې ورته را ولاړې نه کړي.
۶ ـــ د هیجان د مدیریت مهارت:
هر انسان په خپل ژوند کې له بېلابېلو هیجاناتو سره مخامخ دی، لکه: غم، غوسه، وېره، خوشالي، خوند او داسې نور…، چې دا ټول هیجانونه یې په ژوند باندې اغېزه کوي. د دې هیجانونو پېژندنه او مهار کول، هماغه د هیجان مدیریت دی. د دې مهارت د ترلاسه کولو لپاره، فرد باید په بشپړه توګه وکولای شي، د نورو احساسات او هیجانات هم درک او دا هیجانونه په یو نه یو ډول مهار کړي.
۷ ـــ د ستونزې د حل مهارت:
ژوند له آسانه، ساده او پېچلو مسئلو څخه ډک دی. د دې مهارت په ترلاسه کولو سره، په غوره توګه کولای شئ، هغه ستونزې او مسایل، چې په ژوند کې هره ورځ ورسره مخامخ کېږئ، له ژوند څخه لرې او حل یې کړئ.
۸ ـــ د تصمیم نیونې مهارت:
په ژوند کې د هر ګام د پورته کولو لپاره، باید تصمیم نیونه وکړئ، د انسان د ژوند تګلوری د هغه تصمیم نیونه مشخصوي. د دې مهارت په زده کولو سره، کولای شئ، په واقع بینانه توګه خپلې موخې وټاکئ او د حل لارو له منځه غوره یې وټاکئ، مسؤولیتونه او پایلې یې هم په خپله غاړه واخلئ.
۹ ـــ د خلاق تفکر مهارت:
تفکر د ژوند یو له مهمو مهارتونو څخه دی. د خلاق تفکر مهارت، د نوښت او نوې آیډیا د کشفولو ځواک دی، ترڅو په بېلابېلو مواردو کې وکولای شو، نوې او اغېزمنه لاره پیدا کړو. خلاق تفکر په زده کړې سره، له ستونزو او مشکلاتو سره د مخامخ کېدو پرمهال، منفي احساسات په مثبتو احساساتو باندې بدلوو. کله چې خلاق تفکر زده کوو، نور نو د ژوند ستونزې زموږ مزاحمې نه دي، بلکې هره یوه یې یو فرصت دی، ترڅو نوې د حل لارې پیدا کړو او ستونزې په داسې توګه حل کړو، چې تر دې دمه کوم چا دا کار نه وي کړی.
۱۰ ـــ د نقد کوونکي تفکر مهارت:
د نقد کوونکي تفکر مهارت د دې سبب ګرځي، ترڅو هر څه په ډېرې آسانۍ ونه منو او یا یې رد نه کړو او وړاندې تر دې، د پام وړ موضوع په ښه توګه وارزو او وروسته یې، د منلو یا نه منلو په اړه تصمیم ونیسو. د نقد کوونکي تفکر په زده کولو سره، د نورو له خوا نه دوکه کېږو او د چارو د پایلې په اړه، په ښه توګه فکر کوو او په سمه او دقیقه توګه تصمیم نیسو او سمې اړیکې ټینګوو.