ژباړه: عطا محمد میاخېل
داسې خبرې شته، چې تاسو باید هېڅکله په کار ځای کې له هغو څخه ګټه وانخلئ. هغه خبرې چې غواړو په هکله یې خبرې وکړو، یو ځانګړی ځواک لري، دا خارق العاده وړتیا لري، چې تاسو بد ښکاره کړي، حتا کله چې ستاسو خبرې عین واقعیت وي.
تر ټولو بده دا، کله چې تاسو هغه په خوله راوړئ، نور نو نه شئ کولای، چې کوم کار ترسره کړئ، په عامه اصطلاح له ورخه اوښتې اوبه هېڅکله بېرته نه را ګرځي.
زه د ژبې له ښوېیدو، بې ځایه ټوکو یا سیاسي بې پتیو څخه خبرې نه کوم، دا یوازې هغه څه نه دي، چې تاسو بد ښکاره کوي. د نظرونو جزي څرګندونې، تر ډېره موږ ته زیان رسوي، د نظر هغه څرګندونې، چې موږ د نورو په وړاندې نالایقه او په خپل ځان باندې نه باور ښکاره کوي.
توپیر نه کوي، چې څومره با استعداده یاست او څومره بریاوې مو ترلاسه کړې دي، ځانګړې جملې شتون لري، که چېرې یې په خوله راوړئ، نو په چټکه توګه ستاسو په اړه د نورو په لید کې بدلون را منځته کېږي، ښایي تل تاسو په منفي لید سره وګوري؛ دا جملې دومره منفي اغېزه لري، چې په لنډ مهال کې د افرادو په کار باندې هم اغېزه کوي، دې جملو ته په ځیرکه توګه پام وکړئ، ترڅو پوه شئ، چې په کاري چاپېریال کې څه ډول چلند وکړئ.
د همدې له پاره، غواړو چې په دې لیکنه کې په هغو خطرناکو جملو باندې رڼا واچوو، چې په کاري چاپېریال کې یې پوه او هوښیار کسان هېڅکله نه کاروي:
۱ ـــ تل کار په همدې توګه ترسره شوی دی! یا د کار تګلاره همدا وه
په ټکنالوژي کې دومره چټک بدلونونه رامنځته کېږي، چې حتا یوه شپږ میاشتینۍ پروسه هم کولای شي، چې پخوانۍ وشمېرل شي. د دې جملې ویل، چې کار تل په همدې تګ لاره ترسره شوی دی یا د کار تګلاره همدا وه، نه یوازې د دې سبب ګرځي، چې تاسو لټ او بدلون نه منونکي ښکاره شئ، بلکې د دې سبب کېږي، چې رییس مو په دې فکر کې شي، چې تاسو د کاري تګلارې د ښه والي په فکر کې نه یاست. که چېرې واقعاً کوم کار د پخوانۍ تګلارې پرمټ ترسره کوئ، نو د هغه کار د غوره ترسره کولو لپاره په بشپړه توګه بله لاره شتون نه لري، خو دا تاسو یاست، چې د بدلون په وړاندې له ځانه مقاومت ښکاره کوئ.
۲ ـــ زه ګرم نه یم
هېڅکله دا نظریه سمه نه ده، چې نور ګرم وګڼئ، باید مسؤول واوسئ، هر هغه کار، چې سم نه دی ترسره شوی او تاسو پکې ترټولو کوچنی رول درلوده، نو ځان مسؤول وګڼئ. که په کوم کار کې مو رول نه درلوده، نو د پېښې په اړه بې لوري توضیحات ورکړئ، په حقایقو باندې تکیه وکړئ او اجازه ورکړئ، چې رییس او همکاران مو د پېښې په اړه خپله پایله واخلي، چې څوک ګرم دی. کومه شېبه، چې تاسو د بل چا په لوري د تور ګوته پورته کوئ، دا نو هغه شېبه ده، چې نور دې پایلې ته رسېږي، چې تاسو هغه څوک یاست، چې د خپلو کارونو مسؤولیت پر خپله غاړه نه اخلئ. ستاسو دا چلند نور خواشیني کوي. ځینې کسان په بشپړه توګه دې ته زړه نه ښه کوي، چې له تاسو سره کار وکړي او کله چې کومه تېروتنه را منځته شوه، ترټولو لومړی به نور تاسو ګرم وګڼي.
۳ ـــ نه شم کولای
کولای شو ووایو ( نه شم کولای ) د ( زه ګرم نه یم ) مترادف عبارت دی. د خلکو نه خوښېږي، چې د (زه نه شم کولای) جمله واوري، ځکه د هغوی په اند ( زه به یې ترسره نه کړم ) بدیله جمله ده. د ( نه شم کولای ) ویل په دې مانا ده، چې تاسو لېوالتیا نه لرئ، هغه مسؤولیتونه پر غاړه واخلئ، چې د یوه کار د ترسره کولو له پاره اړین دي. که چېرې ستاسو دلیل دا وي، چې د کوم کار د ترسره کولو مهارت نه لرئ، نو غوره ده، چې د حل د بدیلې لارې وړاندیز وکړئ، د هغه کار په اړه مه غږېږئ، کوم چې نه یې شئ ترسره کولای، بلکې د هغه کار په اړه وغږېږئ، چې ترسره کولای یې شئ. د بېلګې په توګه: د دې پرځای چې ووایئ، زه نه شم کولای، چې نن شپه تر ډېره وخته پاتې شم، ووایئ، چې سبا سهار کولای شم، چې وخته راشم؟ د دې پرځای، چې ووایئ، زه دا محاسبه نه شم ترسره کولای، ووایئ، زه تر اوسه نه پوهېږم، چې دا ډول محاسبه څنګه ترسره کړم. داسې څوک شته، چې ماته یې رازده کړي، ترڅو وکولای شم، بل ځل یې په خپله ترسره کړم؟
۴ ـــ عادلانه نه دی
ټول پوهېږي، چې عادلانه نه دی، د عادلانه نه دی ویل، یانې تاسو فکر کوئ، چې ټاکلې شوې ده، ژوند عادلانه وي، خو نه دی، دا وینا تاسو اومه ( خام ) او بې تجربې ښکاره کوي. که چېرې نه غواړئ، چې د نورو په ذهن کې ستاسو تصویر بد انځور شي، نو په حقایقو باندې تکیه وکړئ، ګټور فرد واوسئ او په خپلو تعبیرونو او تفسیرونو باندې ټینګار مه کوئ. د بېلګې په توګه، کولای شئ ووایئ: ( زما پام شوم، هغه ستره پروژه، چې زما خوښېده ترسره یې کړم، نو فلانکي همکار ته دې وسپارله، کېدای شي، چې ستاسو د دې ټاکنې په لامل باندې پوه شم؟ خوښېږي مې پوه شم، چې ستاسو په اند، ولې زه د هغې د ترسره کولو لپاره مناسب نه وم؟ )
۵ ـــ دا زما د دندو ( وظایفو ) په لایحه کې نشته
دا پیغور ورکوونکې خبره، د دې سبب ګرځي، چې ګواکې تاسو یوازې د میاشتیني معاش د تر لاسه کولو لپاره خپله دنده ترسره کوئ، نه ډېر او نه کم. که چېرې دنده ایز خوندیتوب درته مهم وي، نو د فکر دا ډول بڼه هېڅ ښه نه ده، که رییس مو له تاسو څخه غواړي، چې هغه کار ترسره کړئ، چې احساس کوئ، ستاسو له موقعیت سره مناسب نه دی، په هغه صورت کې، چې له اخلاقو سره په ټکر کې نه وي، نو تر ټولو غوره غبرګون دا دی، چې په پیل کې در سپارل شوې دنده په ډېرې لېوالتیا سره ترسره کړئ، خو د کار له پای ته رسېدو وروسته، له خپل رییس سره، په شرکت کې د خپل رول او دا چې آیا ستاسو په کاري دنده کې د پخوا په پرتله بدلون رامنځته شوی او که نه، خبرې وکړئ. دا چلند د دې ضمانت کوي، چې تاسو کوچنی او بې ارزښته نه ګڼل کېږئ، دغه راز تاسو او رییس ته مو دا شونتیا ورکوي، چې د خپلو دندو لایحه څرګنده کړئ او په دې اړه متقابل درک ته سره ورسېږئ.
۶ ـــ ښایي دا نظریه احمقانه وي/ غواړم یوه احقمانه پوښتنه وکړم
دا له ارادې څخه تشې جملې په چټکه توګه ستاسو اعتبار له منځه وړي، حتا که چېرې د دې جملو له ویلو څخه وروسته یو ښکلی نظر هم وړاندې کړئ، بیا مو هم دا ښکاره کړې، چې په خپل ځان باندې باور نه لرئ او د دې سبب ګرځي، چې اورېدونکی هم په تاسو باندې خپل باور له لاسه ورکړي. هڅه مه کوئ، چې په ځان باندې تر ټولو بد نیوکه کوونکي واوسئ، که چېرې په خپلو خبرو باندې اعتماد ونه لرئ، نور به هم په تاسو باندې اعتماد ونه کړي. که واقعاً د کومې موضوع په اړه معلومات نه لرئ، نو ووایئ: ( زه اوس کافي معلومات نه لرم، اجازه راکړئ، چې معلومات تر لاسه کړم، بیا به له تاسو سره خبرې وکړم. )
۷ ـــ خپله هڅه کوم
( هڅه کول ) هم د فکر کولو په څېر ازمېښتې تر سترګو کېږي او د دې ښکارندويي کوي، چې د کوم کار د ترسره کولو لپاره په ځان باندې باور نه لرئ، د خپلو وړتیاوو بشپړ واک په خپل لاس کې واخلئ، که چېرې له تاسو څخه غوښتل شوي وي، چې کوم کار ترسره کړئ، یا د هغه ترسره کولو ته ژمن شئ او یا که نه شئ کولای، د حل لارې وړاندیز وکړئ، خو دا مه ووایئ، چې هڅه کوم ترسره یې کړم، ځکه د دې خبرې په کولو سره ټاکل شوې نه ده، چې لا ډېرې هڅې وکړئ.
۸ ـــ یوازې څو دقیقې وخت نیسي
د دې خبرې کول، چې د کار ترسره کېدل، یوازې څو دقیقې وخت نیسي، ستاسو مهارتونه تر پوښتنې لاندې راولي او داسې ښکاري، چې تاسو غواړئ خپل کارونه په ډېرې بیړې سره ترسره کړي. که چېرې واقعاً داسې احساس کوئ، چې کولای شئ، کوم کار د ۶۰ ثانیو په ترڅ کې ترسره کړئ، نو آرامه واوسئ او ووایئ، چې ترسره کېدل یې دومره وخت نه نیسي، خو داسې مه وایئ، چې تصور وشي، درسپارل شوی کار مو په ډېرې بیړې او له ځیرکۍ پرته ترسره کړی دی.
۹ ـــ له دې کار څخه کرکه لرم
تر ټولو وروستی څیز، چې ښایي په کاري چاپېریال کې، نور یې له تاسو نه واوري، داده، چې ووایئ، له کار څخه مو څومره کرکه لرئ، په دې کار سره، په تاسو باندې د یوه منفي سړي تور لګوي او تاسو د دې لامل ګرځئ، چې د ټولو روحیه را ټیټه شي، د رییسانو چټک لیدونکې سترګې تل د منفي کسانو په لور وي، چې د نورو روحیه خرابوي. د یادونې وړ ده، دا رییسان ښه پوهېږي، چې تل لېوال او منندوی ځای ناستي شته، چې د دې منفي کسانو ځای ونیسي.
۱۰ ـــ هغه لټ، بې کفایته او احمق دی
خپلو همکارانو ته په سپک نظر کتل، هېڅ مثبت اړخ نه لري، که چېرې ستاسو نظر سم وي، نور هم ستاسو په څېر پوهېږي او اړتیا نشته، چې تاسو هغه خبره په خوله راوړئ، که ستاسو نظر ناسم وي، دا تاسو یاست، چې په پای کې احمق ترسترګو کېږئ. لرې نه ده، چې په کاري چاپېریال کې دې نالایقه او لټ کسان هم شتون ولري او د دې احتمال شتون لري، چې نور هم ستاسو په څېر کسان وپېژني، که چېرې تاسو د دغو کسانو د اصلاح کولو او یا له دندې څخه د ګوښه کولو ځواک نه لرئ، نو په دوی پسې د سپکو خبرو کولو له امله هېڅ هم نه شئ تر لاسه کولای. د نورو د لټۍ، ټنبلۍ او بې کفایتۍ څخه خبرې کول، د دې ښکارندویي کوي، چې ځان د نورو په وړاندې ښه او وړ شخص معرفي کړئ، خو له دې څخه نا خبره یاست، چې دا مو د خپلې رسوایۍ سبب ګرځي، ستاسو دا چلند به ستاسو خپل ګرېوان ونیسي، څنګه؟ داسې یوه ورځ به را ورسېږي، چې له تاسو څخه لایق او وړ کسان به له یو بل سره ستاسو د نالایقۍ په اړه خبرې وکړي.