لیکنه: ويي لونګ
ژباړه: حشمت الله رحمتي
د ستونزې د حل لومړۍ لاره په ستونزه پوهیدل دي.
زمونږ نمايي ژوند پدې تیریږي چې اصلاء موثریت نلري.
دلته درسره هغه ۷ بې ګټې خویونه شریکوم چې باید ځان ترې وساتو ځکه ګټور نه دي او باید ډیر پام ورسره وکړئ:
۱. د شپې نا وخته ویده کیدل
ایا تاسې هم ددې ډله خلکو څخه یاست؟ فکر مه کوئ زه هم پخوا ددې ډله خلکو ووم. اوس دې نتیجې ته ورسیدم چې د شپې ناوخته ویده کیدل نه یواځې دا چې صحت ته زیانمن دی، بلکې یو ډول عمل هم دی!
د شپې ناوخته ویده کیدل دماغ کمزوري کوي، ځکه د انسان دماغ کې یوه ماده شتون لري چې د شپې د ۱۰ بجو نه تر ۲ بجو پورې ګډوډۍ لمنځه وړي او دماغ فعالوي.
د چین فیلسوفان د ډیر پخوا څخه پدې آند دي چې د شپې نا وخته ویده کیدل ځیګر او سږو ته تاوان لري چې اثر يې په پوخ عمر کې معلومیږي، اوس کچیرته تاسې د شپې ناوخته پورې کارونه کوئ، نو ددې پرځای بهتره داده چې وخته ویده شئ او خپل کارونه سهار د لمر ختلو څخه مخکې تر سره کړئ.
۲. سهار یا صبا ناري کې غوره خواړه نه خوړل
ما ولیدل چې سهار ناري کې اکثر خلک کافي پروتین لرونکي خواړه نه خوري، یوه مشهوره چینايي وینا ده چې: ( سهار د ورځې اهمه برخه ده او خواړه یې د انسان لپاره دومره اهمیت لري لکه د موټر لپاره پټرول) نو ددې لپاره چې خپل روزمره کارونه په ښه شکل اجرآ کړئ، تاسې باید سهار ناري کې داسې خواړه وخورئ چې کافي اندازه کاربو هایدراید ولري.
۳. د عامه ترانسپورت څخه ډیره استفاده
ممکن دا خبره تاسې ته په زړه پورې نه وي مګر عامه ترانسپورت ډیر وخت ضایع کوي. د تیرو ۱۰ کالو ارزونې څخه داسې نتایج په لاس راغلي چې لاندې کټګورۍ خلک د عامه ترانسپورت څخه ډیره استفاده کوي:
. ښځو ته کتونکي نارینه
. هغه ښځې چې نارینو ته ګوري
. د ښيښې نه بیرون کتونکې
. هغوی چې پیغامونه ډیر لیږي.
سروې ښيي چې په سلو کې ۹۰٪ خلک همدا پاس کټګورۍ څخه دي او پاتې ۱۰٪ هغه خلک دي چې کم مالي توانايي لري.
۴. د هر چا سره ډیرې خبرې او ګنګوسې کول
د کم عقلو خلکو سره غږیدل ستاسې معنوي شخصیت داغي کوي، که تاسې چیرته پدې باور یۍ چې د هر ډول خلکو سره ناسته پاسته د شهرت یوه ښه وسیله ده، نو غلط شوي ياست، ځکه هر شخص په ملګرتیا نه ارزي. زیات غږیدل د کم عقلو اشخاصو یوه نښه ده، مونږ باید د غوږو او خولې تر منځ انصاف ته قایل اوسو، دا چې غوږونه دوه او خوله یوه ده نو حکمت یې پدې کې دی چې غږیدل کم او اوریدل ډیر وکړو.
۵. وعدې ته پر وخت رسیدل
زه نه پوهیږم چې دا کوم مرض دی کنه! د آسیا براعظم اکثر خلک بغیر د جاپانیانو څخه پدې باور دي چې ناوخته تګ کومه بده خبر نده، او د انسان په شخصیت کوم تاثیر نلري، خو زما خپل برداشت دادی چې وعدو ته پر وخت تګ دا مفهوم لري چې تاسې د وخت ښه مدیریت کوئ او بله دا چې خلک هم تاسې ته اهمیت لري.
۶. د کار ځای یا کور ته پر وخت نه تلل
مونږ ډیری وخت د کار ځای ته ناوخته حرکت کوو او بیا د ستړیا له امله د مراجعینو سره د سلوک معیار هم تر پښو لاندې کوو، طبیعي ده چې دا کار زمونږ په زیان دی، ددې پر ځای باید د کار محل ته ددې لپاره وختي لاړ شو، تر څو ذهناً او جسماً د کار لپاره چمتو شو.
۷. ډیر وخت په تلویزیون یا کمپیوټر ضایع کول
که چیرې موډیر وخت په سفر کې نه دی ضایع شوی، نو حتماً مو بیا په کور کې ضایع کړی.
زما هغو اشخاصو ته خندآ راځي چې وايي د کار نه وروسته په کور کې ډیر ضرور کار لرم.
د څه کار؟ په حقیقت کې که د دغه ډول خلکو څخه په پټه توګه وپوښتې، زه په شرط سره دا وایم چې د دوی کار دومره مهم ندی.
د تلویزیون یا کمپیوټر کتل د سخت کار نه وروسته د تفریح لپاره کومه بده خبر نده، بلکې بده خبر دا ده چې تفریح مو د کار نه اوږده وي.