۱۹ کلنې لوبډلې ته د لوبغاړو موندل؛ امو بند امیر ته ماته ورکړه

رنګین تجريدي ډیزاین

تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو د پيل شویو سیالیو دویمه لوبه امو وګټله.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د زونونو ترمنځ د پیل شو لوبو په جریان کې دویمه لوبه کې چې په زرملوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، امو لوبډلې بندامیر ته د ۵۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.
آمو په خپله پاڼۍ کې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو۲۶۱ منډې وکړې، عبدالباسط په کې تر نورو زیاتې ۱۲۸ منډې جوړې کړې.
بند آمیر ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړای او د ۵۸ منډو په توپير يې لوبه وبایلله .
ددې لوبې غوره لوبغاړی د امو توپوهونکی عبدالباسط شو چې ۱۲۸ منډې یې جوړې کړې.
د زونونو په کچه تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو دا پنځوس اوریزه سيالۍ وړمه ورځ پيل شوي.
په لومړۍ سیالۍ کې د کابل او سپین غر زونونه سره مخ شول، چې په ترڅ کې یې د سپین غر زون ماته وخوړه او لومړۍ لوبه د کابل زون وګټله.

سیالیو کې د شپږو زونونو لوبډلې ګډون لري، چې په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي او زرملوال لوبغالي کې به ترسره کیږي.

ددې سیالیو په لړ کې به هره لوبډله ۵ یو ورځینۍ لوبې ترسره کوي، چې ۹ ورځې به دوام ولري.
کرکټ بورډ ددې سیالیو موخه ملي نولس کلنې لوبډلې ته د نویو لوبغاړو موندل ښودلي.
د يادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۱۸م کال په وروستیو کې به د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام سيالۍ هم ترسره شي، چې تیر کال يې افغانستان اتلولي هم ګټلې وه او دا ځل به بیا هم افغانستان په یادو سیالیو کې ګډون وکړي.