۱۵ درسونه چې په ښوونځي کې نه زده کیږي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لېکنه: هیري فورډ
ژباړه: غازي عابد
ځیني شیان موږ په ښوونځیو کې زده کوو او ځیني له ښوونځیو پرته د ژوند په لاره کې زده کوو، چې دواړه مهم دي.
خو دلته د ژوند په جریان کې ځیني داسې درسونه دي چې ښوونځي کې به مو نه وي یاد کړي.
۱- ریچارډ کارلسن ویلي: په کوچني او بې ځایه کار خولې تویول نه دي په کار، ځکه که څوک داسې کوي، دا تر ټولو کوچنی بیکاره کار دی.
ځیني وخت موږ په داسې یوه کار باندې خپل وخت تیروو، چې هغه په واقعیت کې د نورو لویو کارونو او طرحو په منځ کې ددې وړ نه وي چې دومره وخت دې پرې ولګول شي. نو که چیرته موږ په داسې ناچیزو کارونو ځان دومره مصروفوو چې نورو ته لاس نه اچوو او یا نورو پسې پښې او لاسونه نه خوځوو، دا په حقیقت کې د خپلو هیلو او ارمانونو سره ظلم او له وخت او لحظو نه خوند نه اخیستل دي.
۲- ژوند نه اټکل کیدونکی دی، ځیني وخت مو په کږو وږو لارو بیايي
په ژوند کې د بیلابیلو ټکانونو او یرغلونو د مخنیوي لپاره هڅه وکړئ، چې روښان فکره اوسئ او د مثبت فکر کولو لاره غوره کړئ، ځکه د ژوند درسونه یوه دا لارښوونه هم کوي.
۳– په یوه ژبه کې تر ټولو بې خونده کلمه د (زه) ده!
دا ډیره غوره خبره ده چې یو څوک په ځان ډیر باوري او مطئین وي، خو دومره هم نه چې په هر څه کې یوازې ځان مني او بس. ځکه د ځان او د خپلو بې پایه لاسته راوړنو په اړه غږیدل تر ټولو ډیر ستړي کوونکي او خسته کوونکی کار دی. یا لرئ چې پر ځان باندې ډیر ویاړ کول او غږیدل، پر ځان د باور او ډاډ او یا مطمئین اوسیدو سره یو شان نه دي.
۴- خلک له مادیاتو ډیر مهم دي
له خلکو سره اړیکې پالل او بې غرضه ښه اخلاق، د مادي شیانو په نسبت ډیر مهم دي، ممکن د ښو اړیکو په لرلو سره اوږدمهاله بریاوې ترلاسه کړئ.
له مینې او د ملګرو او کورنۍ له هڅوونې پرته مو مادي شیان د تل لپاره په ګټه نه شي تمامېدای.
د لومړیتوبو او ارزښتونو ټاکل درته معلومولی شي چې څه درته مهم دي.
۵- هیڅوک نه شي کولی چې تاسې خوشحاله کړي
خپل ځان خوشحالول او خپل ذهن خوښ ساتل زموږ خپل مسوولیت دی. دا به سخته وي چې هر انسان وپوهیږي چې ستا خوښي په څه کې ده.
روابط یانې خلکو سره ښې اړیکې کولی شي چې زموږ ژوند لا تقویه او پرمختللی کړي او نور شتمن، خو یوازې په مادیاتو پورې منحصریدل موږ نه شي خوشحاله کولی.
۶- پاکوالي او اخلاقو ته مو توجه وکړئ
هر انسان باید دروند او عزتناکه اوسي، ځکه دا ورته تر ټولو مهمه اړتیا ده. همدا راز فعاله اوسېدل او له نورو سره شرافتمندانه ناسته پاسته، پر تاسې د کورنۍ، ملګرو او کارکوونکو، په ټوله کې هر د انسان باور او اطمینان زیاتیږي. نو تل مهربانه او درانه اوسئ، بیا نور خلک له تاسې سره په پيژندنه او ګرځیدنه ویاړي.
۷- خپل ځان، ملګرو او حتا خپلو دښمنانو ته هم بښنه وکړئ
موږ تاسې ټول انسانان یوو، انسانان نیمګړي دي، ځیني وخت له انسانانو غلطۍ او تیروتنې کیږي، نو ځکه بښنه کول اړین دي.
همدا راز د تیرو رامنځته شویو خپلو او خپل منځي ناخوالو او ستونزو یادول، همداراز کینه او بعض کول، بله هیڅ ګټه نه شي لرلی، پرته له دې چې د ژوند له خوندونو او مزو مو بې برخې کړي.
۸- یوه ټوکه کول، له یوې ګولۍ غوره ده
هره ورځ له خندا او مسکا سره تیروئ، ځکه خوش طبعي کول تر ټولو غوره درملنه او علاج دی.
۹- د سپورټ ځای هیڅ نه شي نشي ډکولی. ښه خورک وکړئ. تازه هوا تنفس او پیتاوی وکړئ.
هیڅکله د خپل صحت په اړه بې غوره کیږئ مه، ځکه څومره چې تاسې ښه احساس وکړئ، دا مو پر وضعیت او طبعیت ښه فزیکي اغیز کوي.
۱۰- په ډیر ټینګار کولو سره، هر څه ترلاسه کولی شئ.
هیڅکله مه ناهیلي کیږئ او یو زر او په نیمه کې مه پریږدئ . تل مو خپل اهداف او خوبونه ژوندي ساتئ.
۱۱- د ټلویزیون ډیر لېدل مو له درملو او نشه یې توکو هم ماغزه ډیر خرابوي
هڅه وکړئ چې ډیر کله له ټلویزیون نه لرۍ اوسئ، ددې پرځای لوستل، زده کړه او تمرین وکړئ او داسې ځان غځونې غوندې وکړئ، په اصطلاح ستوماني ایستل چې ورته وايي.
۱۲- ښه دی چې ناکام شئ
هر انسان یو وخت نه یو وخت ناکام شوی یا ناکامیږي. ناکامي تر ټولو غوره ښوونکی دی، ځکه دا موږ ته عاجزي را زده کوي او دا را ښيي چې څه ډول موږ خپل برابرکړو او د کامیابۍ لپاره څه وکړو. د توماس اوډسن په نوم یو پوه به د ناکامۍ لپاره یوه لاره جوړوله.هغه ویلي؛ «زه نه یم ناکام شوی او ما له ناکامۍ پرته ۱۰۰۰ لار چارې پیدا کړي، خو هیڅ یې سم کار راته نه دی کړی.» یعنې دی وايي چې که چیرته زه ناکام شوی وای، کیدای شي ما کمې لارې پیدا کړی وای، خو دا لارې به ماته له دې په لسګونو لارو ښې وای، ځکه راته په ګټه خو به وای.
۱۳- د نورو له تیروتنو زده کړه وکړئ
یو پخوانی متل دی چې وايي: «هغه کس هوښيار دی، چې له خپلو تیروتنو زده وکړي، خو هغه کس بیا تر ټولو ډیر هوښيار او ځیرک دی، چې د نورو له تیروتنو زده کړه وکړي»
۱۴- هیڅکله نور مه تهدیدوئ، بلکې مینه ورکړئ
ژوند لنډ دی، تل نور وبخښئ او مینه ترې ترلاسه کړئ. (مینه او مینه ناک شئ)
۱۵- ژوند داسې وکړئ، لکه ستاسې د جنازې په مراسمو کې یو د ولاړې ځای
ښه خاوند/میرمن، والدین، ملګری، رییس/مشر او کارکوونکی اوسئ، څو دې نړۍ کې ښه ځای او مخینه پریښي وي.