۱۰ هغه کارونه چې په کاري چاپېريال کې خوښي درکوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
د محمدحامد اکبري ژباړه
په دې ورځو کې د مناسبو دندو لږوالی، د کارګومارنې سخت او پېچلی بهیر، د وزګارتيا زياتوالی او داسې ډېرې نورې ستونزې د دې سبب شوي چې خلک نور ونشي کولی له خپل کار او دندې خوند واخلي او هره شېبه له سترس او ذهني فشار سره لاس او ګرېوان وي. بسنه کوي چې له خپلو ملګرو پوښتنه وکړئ چې آيا له خپله کاره خوښ دي او که نه؟ په څرګند ډول به د ډېرو ځواب منفي وي، دا خبره ښيي چې دوی کاري چاپېريال ته په داخلېدو له ځينو داسې موضوعاتو سره مخ کيږي چې د خوښۍ مخه يې نيسي.
د مديريت د علومو پوهانو لس ډېرې ساده لارې چارې په نښه کړې چې کولی شي په کاري چاپېريال کې خوښي درکړي. د دې لاروچارو کتنه او پلي کول کولی شي داسې حالت رامنځته کړي چې تاسې له خپلو کاري کړنو خوښ کړي.
۱. شخصي ستونزې مو کور کې پرېږدئ
هغه مهال چې ستاسې ذهن له کورنيو او شخصي ستونزو سره بوختيږي؛ ډېره ستونزمنه ده چې په کاري چاپېريال کې په خوښۍ تمرکز وکړئ، دا سمه ده چې ځينې وختونه بايد شخصي ستونزو ته هم پام وکړئ؛ خو په ياد ولرئ چې ټول انسانان له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؛ نو په کار دا ده چې شخصي موضوعات مو کور پرېږدئ او ټول تمرکز پر کار او دندې وکړئ.
۲. کاري چاپېريال مو له خپلې خوښې سره سم ښکلی کړئ
ستاسې کار ښايي نږدې اته ساعته وخت ونيسي او کېدای شي د خوب کولو له وخته هم زيات وي؛ نو ښه دا ده چې په داسې کاري چاپېريال کې کار وکړئ چې تاسې په خپله خوښه ښکلی کړی وي. دا موضوع د دې سبب کيږي چې په کاري چاپېريال کې د سکون او آرامتيا احساس وکړئ؛ خو پام مو وي چې کارځای مو تر خپلې اندازې زيات مه ښکلی کوئ.
۳. په کاري چاپېريال کې د ملاتړ سيستم رامنځته کړئ
له خپلو هغو همکارانو سره چې د عمر، لېوالتيا او د ژوند د سبک له مخې ستاسې سره ګډې ځانګړتياوې لري يوه ډله جوړه کړئ او له هغوی سره و اوسېږئ، دا ډله د دې سبب ګرځي چې له هغو ملګرو سره بلد شئ چې ستاسې په خبرو پوهيږي او کولی شي ستاسې د ذهني فشار په کموالي کې مرسته وکړي.
۴. هره ورځ سالم خواړه وخورئ او څو ګيلاسه اوبه وڅښئ
د خوړو رژيم او د څو ګيلاسه اوبو څښل کولی شي تاسې خوښ کړي او ستاسې د انرژۍ کچه د څو ساعتونو لپاه لوړه وساتي.
۵. په کاري چاپېريال کې نظم د خوښۍ کيلي ده
د خپلو کړنو لپاره يو مناسب پلان ولرئ، په دې کار سره به د کار له بوج په امن ياست او ټولې چارې به مو په خپل وخت پای ته ورسيږي.
وخت او کاري پلان په پام کې ساتل تاسې ته د خوښۍ احساس درکوي.
۶. په يو ځای کې د اوږدې مودې لپاره مه کښېنئ
په يو ځای کې د اوږدې مودې لپاره کښېناستل په ځانګړي ډول د کمپيوټر تر شا په څرګند ډول زيان لري او کولی شي د انسان فزيکي او اروايي روغتيا وګواښي. د څو دقيقو لپاره پلی تګ او خوځښت مه هېروئ، که څه هم دا حرکت او خوځښت د اوبو څښاک د وقفې په اندازه او يا د څو ثانيو لپاره د واټن وهل وي.
۷. هڅه مه کوئ چې همکاران مو بدل کړئ
تاسې نه شی کولی نورو ته بدلون ورکړئ، يوازې کولی شئ خپل فکر او چلند ته مو بدلون ورکړئ، مه پرېږدئ چې ستاسې پر وړاندې د نورو غبرګون ستاسې پر کړنو او احساساتو اغيزه وکړي. هڅه وکړئ داسې يوه لاره پيداکړئ چې جنجال رامنځته نه کړي او ستاسې د غلطيو او تېروتنو مخنيوی وکړي.
۸. ځان ته مو جايزه ورکړئ
کله چې کوم ښه کار کوئ، نو ځان ته جايزه ورکړئ، دا جايزه کېدای شي له خپل يو ملګري سره ليدنه، سينما ته تګ او يا په پارک کې پلي ګرځېدل وي.
دا سمه ده چې دا کار به ستاسې له کاري وخته بهر وي، مګر په څرګند ډول په کاري چاپېريال کې ستاسې د ذهني فشار له کموالي سره مرسته کوي.
۹. ژورې ساه ګانې وباسئ
ژورې ساه ګانې وېستل کولی شي له ډېرو خلکو سره مرسته وکړي او هغوی ته له بېلابېلو کړاوونو خلاصون ورکړي.
۱۰. پر مثبتو ټکو تمرکز وکړئ
که په کاري چاپېريال کې هر څومره ډېرې ستونزې او خنډونه وي؛ له دې سربېره به خامخا ځينې کوچني مثبت ټکي هم شتون ولري. تاسې کولی شئ پر همدې مثبتو ټکو له تمرکزه ګټه واخلئ او مخ پر وړاندې لاړ شئ. په دې ډول به له خپلې دندې ډېر خوند واخلئ او په کاري چاپېريال کې ځان ته خوښي ورکړئ.
سرچينه: monster
About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.