د ورځې یوه کېله خوړل مو له دغو وژونکو ناروغیو ژغوري

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی
الله جل جلاله پر خپلو بنده ګانو د نه شمېریدونکو نعمتونو لورینه کړې چې له ډلې يې میوه هم یو غوره نعمت دی او په خوړلو سره یې د انسان بدن ته روغتیا او ارامتیا دواړه وربخښي.
نن غواړو د مېوه جاتو له جملې مو د کېلو پر ګټو خبر کړو، کېله زیات ویټامینونه او په مناسبه اندازه پوتاشیم لري چې په خوړلو یې انسان له مختلفو ناروغیو ژغورل کیږي.
د امریکا د الاباما پوهنتون څیړونکو په خپله نوې څيړنه کې موندلې؛ د ورځې یوه کېله خوړل مو له لسګونو وژونکو ناروغیو ژغوري.
د دوی په باور کېله چې په زیاته اندازه پوتاشیم لري او په کمه اندازه مالګې لري او د ویني د جامد کیدو او غوټه کیدل چې د زړه حملې او فلج ته لاره هواروي، مخنېوی کوي.
څیړونکي زیاتوي؛ د کېلې خوړل د بدن دفاعي سیستم په قوي کولو، د ویني د لوړ فشار په کمولو، د هډوکو په کلکولو، د اعصابو په فعالو، د شهواني قوت په قوي کولو او د وزن په زیاتولو کې له حده ډیره مرسته کولی شي.
څیړونکو چې یاده څېړنه پر موږکانو ترسره کړې، دې پایلې ته رسېدلي چې په بدن کې د پوتاشیمو په کموالي سره انسان له زیاتو ناروغیو سره مخ کیږي چې په کېله کې په زیاته پيمانه موجود دي.
روغتیاپالان په دې باور دي چې کېله د پوتاشیمو سربیره ویټامین (B) هم په خپل ځان کې لري چې، د زړه حملې او سرطان ناروغۍ مخه نیسي او د هاضمې په ښه کولو او د مضرو باکتریاو په مخنېوي کې د پام وړ مرسته کوي.
دوی زیاتوي د کېلو سربیره پوستکي یې هم د کېلې په څیر ګټور دي چې پرمخ د دانو یا ځوانکو په حتمولو، د مخ د ښکلا او د غاښونو د پاکولو لپاره موثره درملنه ده.
اسلامي پوهان په دې باور دي کېله چې په عربي کې ورته (موز) وایي په قران عظیم الشان کې یې (طلح) په نوم یادونه شوې چې زیاتې ګټې او د ډیرو مهلکو ناروغیو لپاره ښه درملنه ده.
باید وویل شي؛ کېله له دیارلس سوو څخه زیات ډولونه لري چې له ۹۵۰ څخه زیات یې په استرالیايي هېوادونو کې او پاتې یې په نوره نړۍ کې پيدا کیږي او زمونږ هېواد افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه راواردیږي.
د یادونې وړه ده، که زمونږ د زراعت د برخې مسوولین دې برخې ته پاملرنه وکړي، نو په نسبتاً ګرمو سیمو لکه: ننګرهار، خوست، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، کندوز او داسې نورو ولایتونو کې په کرلو سره به هم ټوله ګټه زمونږ او هم به د نورو له احتیاجه خلاص شو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.