لیکنه: تانیا پراوي
ژباړه: غازي عابد
د غوره رهبر لپاره د ښه فکر او مفکورې لرلو تر څنګ ګڼ نور خصوصیات هم په کار دي چې باید یو شخص یې ولري. مثلاً لازمه چوپتیا، د جذباتو کنټرول…
دلته ځینې نورې ځانګړتیاوې هم شته چې باید پام ورته وکړو:
۱- صداقت
که ستا ټیم یا ډله ستا لپاره مسوول دي؛ په عین حال کې ستا پيروي هم کوي. کوم ډول چلند چې کوي او څرنګه عکس العملونه چې ښکاروې، هغوی هم درسره هماغسې مخته ځي. که چیرته کار کې رښتینی وي، هغوی هم درسره رښتینولي کوي. رهبر ته ضرور ده چې خورا صادقه او رښتینی واوسي؛ ځکه که یې دا اصول مراعت نه کړل، نو نور کارکوونکي به یې هم کله هم مراعت نه کړي.
۲- استازولي یا نماینده
که چیرته په خپل ټیم باندې د خپل فکر په اساس باور ونه کړئ، نو وبه نه شئ کولی چې مخته لاړ شئ. ضرور ده چې د یوه مسوول، استازي او نماینده په حیث په خپل ټیم باور وکړئ. دا باور کول ستاسې کمروزي نه بلکې ستا قوت او بریا څرګندوي.
همداراز د خپل ټیم غوره استازولي دا هم ده چې د خپلو مامورینو قوت او انرژۍ وپیژنئ او د عمل په موخه یې رابرسیره کړئ. یو مسوول یا د ټیم استازی په اصطلاح مشر یا رهبر باید په دې پوه شي چې کوم شخص د کوم کار سره علاقه او وړتیا لري. ځکه هغه هر شخص چې د خپلې خوښې وړ کار ته وګمارل شو، نو هغه کار به په لا ښه فکري او موثره توګه بریالی ترسره کړي. په دې سره به ستاسې ټیم پوه شي چې تاسې باور پرې لرۍ او تاسې به خپله ډیر وخت پیدا کړئ چې تر څو په لوړه سطحه کارونو ډیر تمرکز وکړئ، په هغو کارونو چې ښايي نور مامورین یې ترسره نه شي کړای.
۳- اړیکې اړ تفاهم
رهبر یا مشر باید له خپلو کارکوونکو سره ښې اړیکې وساتئ او ښه تفاهم ورسره وکړي. ځکه که ټول ټیم ښه تکړه وي، خو چې له رهبر سره یې تفاهم اړ اړیکې نه وې موجودي او مشر یې دا تفاهم نه شي راوستلی، نو هیڅکله به ونه شي کولی چې بریالی او مخته لاړ شي. د نویو غړیو روزل او د کاري چاپيریال جوړول په اړیکو او تفاهم پورې تړلي دي. یعنې په ټوله کې خلاص مدیریت یا خلاصه پالیسي باید غوره شي، له کارکوونکو سره دې تر ډیره پوره ولیدل شي او تفاهم دې وشي او تر څنګ یې د ښو اړیکو په موخه خواته یې تګ راتګ هم وشي. همدا راز که ممکن وي هر وخت دې په داخل د ادارې کې له کارونکو سره لنډې ناستې هم وکړي، چې په دې سره به اړیکې او تفاهم ټینګ وي.
۴- ډاډ او اطمینان
کیدای شي ځینې داسې وختونه هم راشي چې کارونه ستاسې له پلان سره سم نه وي روان؛ ځکه ممکنه ده چې ځیني هر څه ګډوډ شي او بې پلان تګ شروع شي؛ نو په دغسې مهال کې د یوه رهبر په حیث باید ته ډیر قوي عزم او ډاډ ولري او خپلو کارکوونکو ته ډاډ ورکړې چې هر څه سمولی شو. دې وخت کې ښه ده چې د کارکوونکو مورال پورته کړو او ورته ووایو چې باید موږ مخته لاړ شو او اصلي هدف ته ورسیږو. که د رهبر په حیث مطمئین او ډاډه اوسې ستا کارکوونکي به هم هماغسې وي، یعنې څرنګه چې ته یې هماغسې هغوی هم اوړي راوړي. نو په ټوله کې مهمه ده چې هر یو کارکوونکي ته د خپل مهارت پر اساس ډاډ ورکړي څو ښه کار وکړي او له تا الهام واخلي.
۵- تعهد او ژمنتیا
ددې لپاره چې بریالی اوسې، اړینه ده چې ژمن اوسې او تعهد ولرې. باید خپل ټیم ته یو بیلګه شې، ځکه د هغوی لپاره تر ټولو لوی تحریکوونکی لامل ښايي ته اوسې، په دې اساس چې کارکوونکی تا څاري چې ته څنګه تګ کوې او څومره ژمن یې. د خپلې ژمنتیا په ثابتولو سره به د خپل ټیم مقابل کې ډیر درنښت او تر څنګ به یې د خپلو غړیو په وجود کې د کار انرژي او قوت لا ډیر کړې.
که چیرته مو خپله ژمنتیا یو ځل هم ټیم ته معلومه شوه، نو هغوی بیا لا ډیر هڅه کوي او غواړي په تر ټولو غوره طریقې سره لا ډیر ښه او روغ کار ترسره کړي.
۶- مثبته کړنلاره
هڅه وکړئ چې د خپلو کارکوونکو ذهنونه مثبت وساتئ. ځکه د بریا لپاره د هغوی ذهنونه مثبت ساتل خورا اړین دي. کیدای شي یو ښه او مثبت کار دا وي چې د کارکوونکو احترام وکړئ او ترمنځ یې توازن ته پام وکړئ، ځکه هغوی هر یو، یو شخصیت دی او اړیتا لري چې باید قدر یې وشي.
۷- ابتکار او خلاقیت
د غوره رهبر یوه ځانګړتیا دا وي چې تل نوی فکر کوي. نوي لارې چارې لټوي او خلاقیت لټوي. هڅه باید وشي چې خپل کارونه د ښه ترسره کیدو او ژر کیدو په موخه له بیلابیلو لارو ترسره شي او وشي.
۸- تګلاره
د غوره رهبرۍ یوه بله ځانګړنه دا وي چې خپل هدف ته د رسیدو په موخه سمه لاره جوړوي. ځکه پرته له یوې سمې تګلارې هیڅ امکان نه لري له بیلابیلو قواوو سمه ګټه واخیستل شي.