ژباړه : مریم محمدي
پوهیږئ چې کومې ميوې، د ستړیا او د بدن د کمزورۍ مخنیوی کوي؟
موږ یې درته دلته وایو؛
ډاکتران وايي ټولو ته په کار ده چې د روژې په مبارکه میاشت کې له انګورو څخه ډیره استفاده وکړي، ځکه په دې وخت کې د انسان بدن ډېر کمزوری کیږي. د بدن کمزوري کومه ناروغي نه ده، بلکي یو شکایت دی چې بدن ستړیا احساسوي.
کمزوري هغه انګیزه ده چې انسان خپله علاقه له لاسه ورکوي، له روزمره ژوند نه خوند نه اخلي، تل د ستړیا احساس کوي او دا فکر ورسره وي چې خوب وکړي.
انګور د هغو میوو له ډلې دي چې کولی شي د بدن د کمزورۍ یا ستړیا د درمنلې لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
انگور د ،A.B.C ويټامينونه لري. همدارنګه انګور په خپل جوړښت كې يوه اندازه: مگنيزم، كلسيم، اوسپنه، فاسفورس، پوتاشيم او البومين هم لري، د انګورو خوړل ستړیا له منځه وړي او د پتاشم په درلودلو سره، بدن غښتلی کوي.
د انګورو تازه جوس یا اوبه سردردي ښه کوي، د زر تږې کیدو مخه نیسي او د خولې بد بوی له منځه وړي.
انګور د پوتاشم شتمنه میوه ده، هغه کسان چې تل ناراحته وي یا د زړه ناروغي لري، همدارنګه که چیرې اعصاب یې کمزوري وي، نو ورته پکار ده چې له انګورو ډیره استفاده وکړئ.
د انګورو وچې دانې د تریخې او بلغم ناروغي لپاره ګټه لري. د انګورو وچې دانې بدن قوي کوي د استرس مخنیوی کوي.
روغتیا پالان وايي: انګور له يوې خوا ميوه او د بلې خوا غذا ده، همدارنګه د درمل په توګه هم استعمالېدی شي.
که حمل داره (اميدواره ) ښځه د اولاد د زېږون د مخه انګور یا شنه مميز استعمال کړي ماشوم به يې له يوې خوا غښتلی او له بلې خوا به ښکلی وي.
که چیرې د شپې لخوا په يو ګيلاس اوبو کې تر ۵۰ دانو وچ مميز واچول شي سهار په نهار وخوړل شي، د بدن او به پوره کوي، زړه ته قوت ورکوي او د نظر زياتوالی سره مرسته کوي.