ژباړه: حمیدالله حمیدي
ډېر کله د نورو خلکو په کارونو کې مداخله هم موږ ته زیان پېښوي او هم مقابل کس ته؛ موږ ډېر کله د نورو په کارونو کې دخالت خپله لاسته راوړنه ګڼو او فکر کوو چې زموږ منطق تر ټولو قوي دی او هغه څوک مو چې پر وړاندې مخالفت کوي، انتقاد پرې کوو، غواړو هغه مسیر ته یې برابر کړو چې زموږ خوښه وي. خدای پاک انسانان بېلابېل پیدا کړي چې د یوه فکر د بل په ډول نه دی، ټول نارینه او ښځینه هغه که ځوان وي یا زوړ. ځان ته ځانګړی خوی او عادت لري. هېڅوک نه شي کولای څوک د خپل فکر تابع کړي، نو ځکه همدا لامل دی چې هر سړی له خپل فکر سره سم ذهني ارامتیا رامنځته کولای شي.
حسادت مه کوئ
موږ ټول پر دې پوهېږو او تجربه کړې مو ده چې کینه څنګه ذهن مخشوش او ګډ وډولای شي، د بېلګې په ډول، په دفتر کې د نورو همکارانو په پرتله سخت کار کوئ، خو هغوی ترفېع اخلي او تاسو نه، په داسې حال کې چې له هغه به مو مخکې کار پیل کړی وي. دې ته ورته په سلګونه نورې بېلګې هم شته، خو یوه یې هم باید د دې لامل ونه ګرځي چې تاسو کینه وکړئ. پر دې باید پوه یاست چې د هر چا ژوند د هغوی له برخلیک سره سم پر مخ ځي؛ که کله داسې شوي وي چې تاسو پیسه داره شئ، نو هېڅوک مو مخه نه شي نیولی او برعکس که مو څه لاسته هم نه وي راوړي بل څوک درسره مرسته هم نه شي کولای. له ځان سره چې هر څه کوئ- خپله یې کوئ، بل څوک باید ملامت نه کړئ او که یې ملامت هم کړئ بې له دې چې خپله کینه مو وخوري بل څه لاسته نه شئ راوړلی. ډاډه اوسئ چې کینه مو هېڅ ځای ته هم نه شي رسولی بې له دې چې ذهني توازن مو له لاسه ورکړئ.
غچ مه اخلئ
بښنه ذهني ارامۍ ته د رسېدو تر ټولو اسانه او ښه لاره ده. موږ په دې دلیل چې چا توهین کړي یوو او یا یې زموږ په اړه بدې خبرې کړې او زیان یې را رسولی، په زړه کې ورسره حسادت او کینه ساتو. ګیلې او مانې کوو؛ فلاني کس داسې راسره وکړل، بستاني کس داسې… خو پایله یې موږ ته یوازې او یوازې بې خوبي، د معدې زخم او د وینې د فشار زیاتوالی دی او بس! توهین او یا تاسو ته بدې خبرې کېدل ښايي یو ځل ترسره شي، خو موږ یې په یادولو سره بیا بیا د ځان لپاره تکراروو چې تاسو باید ډېر زر دغه عادت پرېږدئ. ژوند تر دې ډېر لنډ دی چې تاسو په کې د نورو د بازۍ سامان وګرځئ. بښنه وکړئ او هېر یې کړئ، یوازې بښنه کولای شي ذهني ارامتیا در په برخه کړي.
له محیط سره سازګار اوسئ
که غواړئ محیط او چاپېريال د ځان په خوښه را واوړوئ، نو یوازې خپلې بریاوې به مو له لاسه ورکړې وي؛ هڅه وکړئ خپل ځان له محیط او چاپېریال سره برابر کړئ، یوازې د همدغه کار په کولو سره، هغه محیط چې مخکې له تاسو سره په جنګ و، په حیرانۍ سره به ستاسو په خوا وڅرخېږي او له تاسو سره به جوړجاړی وکړي.
پر ځان باور ولرئ
د تاوان پر ګټې بدلولو ترټولو ښه لاره همدا ده، د ورځې په اوږدو کې له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ کېږو چې نه شو کولای هغه وزغموو، نو باید زده کړو چې له هغه سره څنګه جوړ جاړی وکړو، دا هم باید زده کړو چې له دې ډول پېښو سره څنګه چلند وکړو، پر خپل ځان باور ولرئ؛ همدا باور د دې لامل کېږي څو د دې ډول ستونزو پر وړاندې ځان قوي وساتئ.
لازمه ده چې دغه پند تل درسره په یاد ولرئ؛ موږ ډېر کله غواړو چې ډېر مسولیتونه پر غاړه واخلو، داسې فکر کوو چې دا کړنه به مو د ذهن د ارامتیا سبب وګرځي، خو تاسو ته چې خپل توان معلوم دی، ولې له اندازې زیات مسولیتونه قبلوئ؟ تاسو نه شئ کولای د زیات کار او یا زیاتو مسولیتونو پر غاړه اخیستو سره خپل ذهن ته ارامتیا ور وبښئ، نو له ډېرو کشمکشونو څخه ځان وژغورئ، تر څو ارام ذهن ولرئ.
د تمرکز کولو تمرین کولای شي ذهن ارام کړي او مزاحم کوونکي فکرونه له منځه یوسي؛ که هره ورځ نیم ساعت تمرکز وکړئ، ذهن به مو د ۲۳ نیمو ساعتونه لپاره فعال او ارام وي، په ورځ کې له دې څخه د زیات تمرکز کولو په پایله کې به مو ذهن لا ارامتیا پیدا کړي او ګټه به مو کړې وي. د تمرکز کولو بله ګټه دا هم ده چې کولای شئ ډېر کارونه ترسره کړئ او په کم وخت کې ډېر څه لاسته راوړئ.
ارو مرو پر یوه کار ځان بوخت کړئ
تش ذهن د شیطان د اوسېدو لپاره تر ټولو ښه ځای دی؛ ډېری شیطاني کارونه خالي ذهنۍ پر مهال رامنځته کېږي. ذهن مو په مثبتو او ارزښت لرونکو فکرونو ډک کړئ، اوس درته یو مصروفیت پیدا کړئ او د خپلې خوښې داسې یو کار وکړئ چې انګېزه مو را وپاروئ. تاسو باید تصمیم ونیسئ چې د کوم کار کول مو ډېر په ګټه دی، پیسې که ذهني ارامي؟ ان که کله غواړئ استراحت وکړئ، تر هغه چې خوب مو وړي د خدای پاک ذکر وکړئ.
د نن ورځې کار همدا نن وکړئ
د خپل وخت انرژي مو په “باید” او “شاید” باندې مه تېروئ.؛ کېدای شي په ورځو، میاشتو او کلونو په همدې ډول خپل ژوند تېر کړئ او خپل وخت له لاسه ورکړئ. تاسو هېڅکله هم نه شئ کولای د راتلونکې لپاره دقیق مهالوېش ولرئ؛ ځکه موږ هېڅ وخت نه شو کولای د راتلونکي په اړه دقیقه وړاندوينه وکړو.
خپل وخت ته ارزښت ورکړئ او داسې کارونه ترسره کړئ چې تاسو یې لازم بولئ، مهمه نه ده چې په لومړي ځل ماته وخورئ؛ ځکه کولای شئ له خپلې ماتې څخه درس واخلئ او بل ځل مو بریا په نصیب شي. په کونج کې کېناستل او یوازې د کارونو په اړه فکر کول او بېځایه خیال پلو نه شي کولای کارونه پر مخ بوځي. هېڅکله هم خپل همت له لاسه مه ورکوئ، څه چې پېښ شوي بیا یې په اړه فکر مه کوئ، متل دی چې وایي: اوبه چې له ورخه تېرې شي بیا نه راګرځي.