ژباړه: حمیدالله حمیدي
که هر څه سم روان وي، بیا نو لازمه نه ده، چې د راتلونکې په اړه سودایي شو. بل دا چې که هر څه پر سم لوري روان وي، د ژوند له هرې شېبې به خوند اخلئ. په دې لیکنې کې د ځینو هغه نښو نیښانو یادونه شوې ده چې که یې ولرئ، پوه شئ چې پر سم لوري روان یاست. دا هغه نښې دي چې خپلې د دې لیکنې لیکوال او مشهور اوروا پوه گرَنت هیلاری برِنِر، غوره کړې دي.
۱- کله چې له خوبه پورته کېږئ، خوشاله وۍ او له ځان سره وایاست، چې نن به بیا یو څه په زړه پورې تجربې وکړم.
هغه کسان چې له خپلو اړتیاو او وړتیا ښه خبر وي، معمولا خپله ورځ داسې تنظیموي، چې هره ورځ لږ تر لږه دوه یا درې بریالۍ تجربې وکړي. داسې چې هم یې د ځان لپاره یو څه کړي وي او هم د نورو لپاره. ځکه نورو ته خیر رسول بېل خوند لري. دغه ډول کسان خپله ورځ پر مثبتو افکارو پیلوي. داسې کارونه تر سره کوي، چې بلې ورځې ته بې درېغه په تمه وي. د تجربو خبره مو وکړه، کېدای شي په هره برخه کې وي. د زده کړو، دندې، بریا او نورې، مانا دا چې سړی مخ پر بره روان وي.
۲- له ټولو ستونزو سره سره بیا هم غواړئ ژوندی پاتې شم او له ژونده خوند او پوره ګټه واخلم
موږ ټول کله کله په ژوند کې د ځینو ستونزو له کبله، له خپګان او سټرېس سره مخ کېږو. سټرېس بیا موقعیت ته په کتو توپیر کوي، کېدای شي مثبت وي او یا هم منفي. خو پام موي، چې ډېر څه ترې زده کېدای شي. سټرېس اوخپګان کولی شي زموږ د هغو کارونه مخه ډب کړي، چې په وسیله یې ځان موخې ته رسولی شو. خو کله کله له دې هم خبره تېره شي د ژوند شرایط دومره د سړي لپاره سخت شي، چې ان پر خپل مرګ راضي شي. دا یوه طبیعي خبره ده، چې کله کله سړی ناهیلي کېږي، خو که دغه څه پر یوه عادت بدل شي، نو بیا ښه ده چې له یوه سلاکار سره سلا وشي، تر څو هغه لارې چارې درته په ګوته کړي چې ځان ترې وژغورلی شئ. که سهار کله چې له خوبه پورته کېږۍ او له ځان سره وایاست چې نن خپل ټول کارونه د پروګرام له مخې ترسره کوم او یوازې په نن کې ژوند کوم د تېر په اړه فکر نه کوم او د راتلونکې لپاره هیله من یم او په څنګ دا هم روښانه کړئ، چې کېدای کله کله مو کارونه له خوښې سره سم پر مخ ولاړ نه شي او دې حالت د زده کړې او تجربې د یوه چانس په سترګه وګورئ، نو پوه شي، چې پر سم لوري روان یئ.
۳- د ژوند ټول اړخونه څارم: له تېر څخه عبرت اخلم، راتلونکې ته هیله من یم او په نن کې ژوند کوم
د ځان د ساتلو لپاره یوه غوره لار دا ده چې د ژوند ټول اړخونه باید وسنجوئ. له تېره څخه خبر وۍ، خو په اړه یې فکر ونه کړئ، په نن کې د ښه ژوند کولو لپاره ټوله هڅه وکړئ، راتلونکې ته له ګڼو پلانونو سره سترګې په لاره اوسئ.
۴- هغه چانسونه چې راتلونکې راته په لاس کې نیولي، غواړم ځان ور ورسوم
کنجکاوي ډېره کله د دې ښکارندوي کوي، چې تاسو پر ښه لوري روان یاست او د همدې لپاره خپله ټوله هڅه کوئ. کنجکاوي د دې لامل کېږي، چې مغز مو پر مثبت طرف حرکت وکړي او منفي افکار او خبرې یوې خواته پرېږدي. یوه څه باید هېر نه کړئ، چې مثبت فکر خپله نه جوړېږي، بلکې د جوړولو او رامنځ ته کولو لپاره یې هڅه وکړئ.
۵- له مسلک سره مې مینه لرم، خو له مسلکه پرته د نورو شیانو د زدکړې لپاره وخت ورکوم
زموږ ډېریو ځان یوازې او یوازې په خپل مسلک کې بوخت کړی دی. دا سمه ده چې باید په خپل مسلک کې ځان ورسوئ، خو د نورو شیانو زده کړه هم باید له پامه ونه غورځوئ. ډېری کسان په دې اند دي چې یوازې په مسلک کې ځان رسول مو بریا ته رسولی شي، پخوا دغه ډول نظر سم بلل کېدو، خو اوس تجربو دا ثابته کړې ده چې له مسلک سره په څنګ د نورو شیانو زده کول هم اړین دي. د بېلګې په توګه کېدای شي تاسو ښه لیکوال اوسئ. خو که له کمپیوټر او انټرنېټ سره بلدتیا ونه لرئ، کارونه به مو ډېر ورو روان وي. ځکه تاسو اړ یاست چې لیکنه لومړی پر کاغذ ولیکئ او بیا یو څوک را پیدا کړئ چې هغه کمپیوټرایز کړي او تر نورو د رسولو لپاره یې پر انټرنېټ خپره کړي. خو که تاسو خپله دا وړتیا ولرئ، دغه ټول کار مو نیم ساعت وخته ونه نیسي، هغه ده چې په لږ وخت کې به مو ډېر کار کړی وي او موخې ته به یو ګام نور هم نږدې شوي یاست.