کندوز کې سپین زر شرکت د غوړیو تولید بیا پیل کړو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د کندوز ولایت د سپين زرشرکت له دوو لسیزو وروسته د غوړیو فابریکې د بېرته فعالېدو لپاره پنځه ماشینونه نصب شول او کار یې پیل کړ.
د یاد ولایت ځایي چارواکي وايي، دغه نوي ماشینونه له ازبکستان څخه اخيستل شوي چې په ۲۴ ساعتونو کې د لس ټنو غوړیو پر پروسیس سربېره د هر ډول تیلي دانو د پروسیس ظرفیت لري.
د کندوز ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپانه کې ویلي: « د کندوز سپين زر فابریکې د غوړیو د ماشینرۍ ازمیښتي کار په بریالیتوب ترسره شو.»
د کندوز والي عبدالستارمیرزکوال ویلي، ډېر ژر به د دې فابرېکې ټولې اړتیاوې پوره او په دوامداره توګه به په فعالیت پيل وکړي.
د چارواکو په وینا د سپین زر فابریکې په بیا رغېدلو ۱۲۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی دی چې د غوړیو سربېره کونځلې، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.
د سپین زرشرکت د غوړیو فابریکه د دې ترڅنګ چې د کندوز د خلکو اړتیاوې پورې کوي، د دې فابریکې تولیدي محصولات ګاوندیو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې د دغې تصدۍ په بېرته فعالېدو سره به سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.
د سپین زر شرکت لومړی ځل په ۱۳۱۴ کال کې د شمالي شرکت په نوم خپل فعالیتونه پیل کړي وو چې وروسته د سپین زر شرکت په نامه ونومول شوه، د تېرو څو کلونو راپه دې خوا د کورنیو جګړو له امله په ټپه ولاړه وه، خو اوس بېرته فعاله شوه.
عام خلک په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د هیواد په ابادیو باندې خوښي ښکاره کوي او له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې له فساد دې ډډه وکړي او د هیواد د ابادۍ لپاره دې کار وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي