ژباړه: محمد صادق کریمزی
پوهان وایي؛ کم ویل حکمت دی، لږ خوړل صحت دی او کم خوب عبادت دی.
په همدې تړاو امریکايي څیړونکو په خپله نوې څيړنه کې موندلې چې لږ خوراک کول مو له ژر زړښت او عصباني ناروغیو ژغوري.
د څیړونکو په باور کله چې د انسان د بدن کالوري مصرف شي، نو په تیزۍ سره اکسیجن په میتابولیزم بدلیږي او انرژي لاس ته راځي او په دې کار سره اسیدونه، غوړ او پروتین له منځه ځي او د ژر زړښت سبب ګرځي.
یادو څيړونکو چې شاوخو اویا تنه نارینه اوښځينه د دوو کلونو لپاره تر څيړنې لاندې نیولي ول، په پایله کې معلومه شوه کومو کسانو چې د دوو کلونو لپاره د لږو کالوريو لرونکې غذا خوړلې وه، د هرمونونو او ميتابوليزم له منځه تګ چانس یې کم شوې وو او د دوهمې ډلې غړو شاوخوا ۲ کيلو وزن زیات شوی و.
د څیړونکو په خبره د کالوریانو په خوراک یا لږ خوراک نه یوازې انسان د ژر زړښت څخه ساتي بلکې د ګڼو نورو ناروغیو هم ژغورل کیږي.
څیړنه کاږي؛ کم خوراک انسان د بدهضمۍ، د ذهن د کمزورۍ او لټۍ څخه هم ژغوري.
په یوه بله څیړنه کې ویل شوي؛ سهار، غرمه او ماښام په منځنۍ اندازه خوراک کول درسره په وزن کمولو کې بې حده مرسته کوي او له چاغښت څخه مو ژغوري.
باید وویل شي چې د اسلام ستر لارښود په سوونو کاله پخوا خپل امت ته په خوراک کې د اعتدال امر کړی او ټینګار یې کړی چې په خوراک کولو کې اسراف مه کوئ او داسې وخت خوراک کول پریږدئ چې د نورو خوړلو ته لا هم اشتها لرئ، چې د ډیرو ناروغیو به په امان شئ.