د هندوستان په پریمیر لیک سیالیو کې وروسته له هغې چې ویسټ انډیزې کریس ګېل د افغان ګوګلي ماسټر راشد ارمان پر وړاندې په یوه اور کې سر په سر څلور شپږېزې ووهلې، نو نورو توپ وهونکو ته یې هم لار هواره کړه.
د کینګز الیون پنجاب او سنرایزرز حیدراباد لوبډلو تر منځ دغه سیالۍ راشد ارمان تر ټولو توپ اچوونکو زیاتې منډې ورکړې وې، راشد په دغه سیالۍ کې ۵۵ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې سوځولی، خو ګېل په هغه لوبه کې بیا په ۱۰۴ ناسوځېدلی پاتې شو.
خو دا ځل په ۲۰ مه سیالۍ د چینائی سوپر کینګز او سنرازرز حیدر اباد لوبډلو تر منځ لوبه کې بیا هم د حیدر اباد په ټولو توپ اچوونکو کې راشد ارمان زیاتې منډې ورکړي.
راشد ارمان دا ځل ۴۹ منډې ورکړي، ۳ شپږیزې او ۵ څلوریزې پرې ولګېدې، دا ځل هم پر لیګ بریکر راشد ارمان باندې په یوه اور کې سریش راینا دوه سر په سر شپږېزې ووهلي، خو یادونه باید وشي چې په لومړي توپ يې په دغه لوبه کې د پاپ ډوپلیسس ويکټه هم واخېسته.
په دغه سیالۍ کې لومړۍ توپ وهنه کې د چینایي لوبډلې کړې وه، که څهه هم شن واټسن او ډوپلیسس ښه نه و ځلیدلي خو وروسته سریش راینا او انبتي رایډو ښه توپ وهنه وکړه.
چینایي سوپر کینګز لوبډلې د ریډو د ۷۹ منډو او سریش راینا د ۵۴ منډو پر مټ د حیدر اباد لوبډلې ته د ۱۸۳منډو هدف وټاکه.
خو په مقابل کې د سنرایزرز لوبډلې د لوبډلمشر ۸۴ منډو پر مټ ونشو کولی چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.
راشد ارمان په دغه سیالۍ کې په څلور توپونو ۱۷ منډې جوړې کړي، خو ویې نشو کولی چې بریا د خپلې لوبډلې لپاره خپله کړي.
د دغه لوبې په وروستیو شېبو کې په درېیو توپونو ۱۶منډې پاتې وې چې راشد ارمان لومړي دوه توپونه تر پونډرۍ ورسول، لومړۍ شپږېزه او دویمه، څلوریزه شوه، خو وروستي توب باندې یوازې یوه منډه راغله هماغه وه چې سیالۍ د سنرایزرز لوبډلې په څلورو منډو د چینائي لوبډلې ته وبایلله.
پر راشد ارمان وروسته له هغې توپ وهونکي د غټو شاټونو د وهلو هڅه کوي چې تر دغه دواړو سیالیو وړاندې راشد ارمان د هندوستاني اف بریک توپ اچونکي اشوین د ډېرو توپ ریکارډ هم مات کړ.
راشد ارمان په دغه ریکارډ جوړولو کې وتوانيده چې د هندوستان پریمیرلیګ سیالیو په یوه لوبه کې ۱۸ بالونه بغیر له کومې منډې ورکولو تر سره کړي.
خو کریسل ګېل نورو توپ وهونکو ته زړه ورکړ تر څو په ګوګلي ماسټر راشد ارمان د غټ شاټ وهلو زړه ښه کړي.