کرونا د امریکايي او مسلمان روسي لوبغاړي لوبه لغوه کړه!

سپینه تجريدي ډیزاین

ټاکل سوې وه د روسیې هیواد تکړه مسلمان لوبغاړی حبیب نورمحمدوف په روانه اپرېل میاشت کي د سرسخت امریکايي سیال توني فرګوسن په وړاندي ولوبیږي، خو دا لوبه د کرونا ویروس له امله لغوه سوه.
نورمحمدوف د یادي لوبي د لغوه کېدو په اړه وویل، چي د کرونا ویروس له امله نسي کولای امریکا هیواد ته یادي لوبي لپاره سفر وکړي، ځکه د روسیې ټول پروازونه لغوه سوي.
هغه زیاته کړه، چي د یو ایف سي سازمان مسئولینو راته څو میاشتي مخکي وویل، چي دا لوبه ممکن په امریکا او یا هم متحده عربي آماراتو کي ترسره سي.
khabib nurmagomedov ufc 242 photo per haljestam 05 کرونا د امریکايي او مسلمان روسي لوبغاړي لوبه لغوه کړه!
حبیب پر خپل انسټاګرام لیکلي:

((د یو ایف سي سازمان سره تر خبرو وروسته مو پرېکړه وکړه، چي یوه میاشت مخکي تر لوبي باید آماراتو ته سفر وکړو، مګر وروسته چي مو آماراتو ته سفر وکړ، معلومه سوه، چي هغوی د کرونا ویروس له امله ټولي دروازې تړي او هیڅوک نسي کولای آماراتو ته داخل سي.))
4058995 کرونا د امریکايي او مسلمان روسي لوبغاړي لوبه لغوه کړه!

هغه ویلي وروسته مجبوره سوو، چي د لوبي کولو پرته بیرته خپل هیواد روسیې ته سفر وکړو.
حبیب نورمحمدوف، چي دې لوبي ته ئې پوره چمتوالی نیولی وو او اوس هم د قرنطین په مهال په تمرینونو بوخت دئ.
حبیب نورمحمدوف وروسته له هغه نړیوال شهرت پيداکړ، چي ایرلینډ وتلي لوبغاړي مک ګرګور ته ئې ماته ورکړه.
photo 2019 06 19 13 53 36 1024x761 1 کرونا د امریکايي او مسلمان روسي لوبغاړي لوبه لغوه کړه!

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.