کرونا؛ میسي له خپل هیواد آرجنټاین سره ۵ میلیونه یورو مرسته وکړه!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه لوبغاړي لیونل میسي د خپل هیواد آرجنټاین سره ۵ لکه میلیونه یورو مرسته وکړه، تر څو هیواد یې له کرونا ویروس سره په مبارزه کي ولګوي.
میسي دا پيسې د آرجنټاین هیواد په ۵ بیلابیلو ښارونو سانتافه، روزاریو، کایولاساس، سان مارتین او بوینوس آیرس کي ۶ روغتونونو ته ورکړي دي.
هغه یادو روغتونونو ته سپارښتنه کړې، چي په دې پيسو خپلو روغتونونو ته هغه لازم مواد رانیسي، چي د کرونا ویروس په وړاندي مبارزه کي یې ولګوي.

د یادو ولایتونو مسئولینو له میسي څخه مننه کړې، چي هر وخت یې په سختو حالاتو کي ورسره مرسته کړې.
هغوی د آرجنټاین ملي لوبډلي د نورو شتمنو لوبغاړو څخه هم وغوښتل، چي د کرونا ویروس سره د مبارزې په پار ورسره مرسته وکړي.
میسي دا مرسته په داسي مهال کوي، چي هغه دوې میاشتي مخکي هم یو میلیون یورو د بارسلون ښار ترڅنګ د آرجنټاین هیواد سره وکړه.
د هغه ترڅنګ دوې میاشتي مخکي د نړۍ بل نوموتي فوټبالر کریسټیانو رونالډو هم د خپل هیواد پرتګال سره یو میلیون یورو مرسته وکړه، تر څو هیواد یې له کرونا ویروس سره په سم ډول مبارزه وکړي.
میسي او رونالډو په نړۍ کي هغه فوټبالران دي، چي له کاله تر نورو ټولو فوټبالرانو ډېر عاید ترلاسه کوي او وخت ناوخته د بیلابیلو هیوادونو سره مرستي کوي.
دا دوه فوټبالران په نړۍ کي تر هر لوبغاړي ډېر مینوال هم لري او همدا یې علت دئ، چي د فوټبال میدانونه ئې همداسي له شوره ډک ساتلي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.