د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په هېواد کې د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي.
د یاد وزارت په وینا، هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکندي هغه ولایتونه دي، چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، د زعفرانو ۴۰۷ ننداریزې کروندې جوړول،۸۶۰ زعفران کارو مېرمنو ته روزنه ورکول، یو زر او ۸۸۸ نارینه زعفران کارانو ته روزنه ورکول، زعفران کارانو ته په کرونده کې د ۲۰ روزنیزو برنامو ایجاد، د ۲۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د هرات په ولایت کې د زعفرانو د څېړنیز انسټیټوټ ودانۍ جوړول او د زعفرانو ۱۸۵ زره او ۵۰۰ کیلوګرامه پیازو وېشل، په ۱۳۹۹ کال کې د زعفرانو د کرکېلي د پراختیا او دودولو په پار د کرنې وزارت کړنې او لاسته راوړنې دي.
د رستمي په خبره، په ۱۳۹۹ کال کې په نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو چې له دې ډلې تر ټولو ډېر یې په هرات کې کرل شوي وو او ډېر حاصل هم هرات ورکړی دی.
څو ورځې وړاندې د افغانستان زعفران د ښه کیفیت په لرلو سره د اروپایي ټولنې د ذایقې د نړیوال انستیتوت له لورې د «درې طلایي ستورو» په اخیستو سره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړل.
د زعفرانو جایزه د کیهان زعفران زراعتي شرکت د افغانستان په استازیتوب ترلاسه کړه.